د علومو اکادمي د استادانو د یوې ډلې له خوا څخه جوړه د واتس-اپ ډله:
د علومو اکادمي د ځنو استادانو له خوا څخه یوه د واټس-آپ ډله جوړه شوې ده، چې په پوره مینه یې زه هم غړی شوم، خو داسې د لږ ګډ کار څخه یې زه له ګروپ څخه ووېستلم او لامل یې دا ښوده، چې ګوندې په لیکنومې څوک نه پوهېږي.
درنو د علومو اکادمي استادانو!
باور وکړۍ چې تاسو پر ما باندې ډېر ګران یاستۍ، د تاسو هغه مینه، چې و ما ته مو په کابل کښې راکړې، زه به هېڅکله له یاد څخه ونه باسم. دا ګوره چاپلوسي مه بولی اودا لیکنه نه د مالپاره ځانپالنه ده. دا یوه پوهنیزه روښانه ونه ده، چې ولې داسې کار د پوهانو د ډلې له خوا څخه کیږي؟
دا اوس چې څه لیکم، دا هم د موږ د ټولو استادانو او له نورو لیکنو څخه پوره توپیر لري.
دا لیکنه له دې امله هم کوم، وپوهېږم، چې د ما لیکنې، ناپوهوړ دي، که ناسمې، و ژبې ته زیانرسوونکې او یا د ژبپوهانو لپاره ناغوښتونې وې او دې؟
د ما په اند به دا داسې روښانه کړم:
د پوهانو دنده د خپلې پوهې له امله او پر بنسټ باندې د اړونده ریښې ورزدکړه او روښانونه ده او نه په ټولنه کښې، که دا لویه وي او که وړه، د څه کولو- چې زیان یې نه وي ښول او روښانه شوی- مخه نیونه.
که د چا کړه وړه دومره ناروا وي، نو هغه دومره نه جزایي کوي، هغه ته یې بیا هغه سمه لار روښانه کوي او که نه، نو بیا ترې هغه ټولنیزې ګټې یا امتیازات اخستل کیږي. په داسې حالت کښې تاسو بیا دا حق لرۍ، چې له ما څخه یا د ما د ډاکتري بريلیک واخلی.
داسې و مخ ته ځو:
— دا به ورسره ومنم او دا مې تل لیکلي، چې د ما لیکنې د موږ د ژبپوهانو له لیکلو سره په مخامخوالي کښې دي، پوښتنه دا ده، چې ناسمونونه او پر چا باندې په لیکنو کښې تېری نه وي شوی او نه یوه داسې څه د چا له خوا څخه ښوولشوي وي، چې پر ژبه باندې کوم تېری وي، نو نه پوهېږم، چې ولې به د پوهانو ډله یو زوړ، په ډېره مینه، د پښتو ژبې د سمون په تکل هڅېدونکی او هڅوونکی څوک له یوه له پوهانو څخه جوړ ګروپ څخه و شړل شي؟
دا یوه پوښتنه ده، چې د دې ژبپوهانو له لورې یې ځواب باید راکړ شي. دا نه پوهېدلو ځواب بسیا نه کوي او دا هم- که وي – د یوه پوهنیز ګروپ څخه د شړلو لپاره به د ما په اند بسیا و نه کړي.
— ما و دې پوښتنې ته تل ځواب لروده او اوس یې هم ځواب همهغه دی، خو څرګنده لیکنه او له تاسو سره یې ګډه-ونه لږ سخت زړه غواړي او پوهېږم، چې د ژبپوهانو زړونه راڅخه نور هم بدیږي، که څه وایم او که نه! دا د ما د همدې لیکنو له امله دی، چې څوک دې ګوندې پرې ونه پوهېږي، چې غواړم لاملونه یې لږ نور هم و څېړم او له تاسو سره شریک کړم، خو لوړه کوم، چې دا کار هم د ما دکار له امله کوم او – دا ویل یې راته ستونځمن برېښی، چې ووایم – د موږ د ځوانانو او د موږ د ژبې د سمون لپاره یې کوم، پوهېږم، چې دا ناسم کار نه دی او د ژبې او دبل چا د زیان لپاره هم نه دی.
پوهنه د چا ځانیې ملکیت نه دی او د هر چا په لیکنه هرڅوک د روا لیکنې حق لري.
دا پرېکړه د منلو ده، چې ځوک مې د لیکنې ناسمون په پوهنیزه لاملونو و ښایي او زیان یې راته په ګوته کړي. تر څو پورې چې دا کار نه وي شوی، نو د ما لیکنې به هم سمې وي او دا دې نو بیا راسره په داسې لږ څرګنده تو ګه ومني، چې ژبې ته همداسې په یوه سمه لار وده ورکړل شي.
ټولیزې یا بنسټیزې ستونځي:
د موږ ژبه دا اوس داسې له لنډ وخت څخه د مخه یا نږدې اتیا (۸۰) کلونه د مخه و پوهنې ته سر ورښکاره کړی، دا په دې پوهېدنه چې داسې نیمه نیمخوره په ښوونځیو او داسې بیا هم نوره نیمه نیمخوره دا د پوهنتونو درس ژبه شوې ده. له هغه څخه د مخه او آن تردې نن وخت پورې هغه خپل –چې ګوندې پښتو ژبه ملې ده- ځای په پوهنه او آن دولت کښې نه دی نیولی. ګورو، چې د موږ ژبپوهان د څومره ستونځو سره مخ وو او لا تر اوسه پورې دي.
د ما د ښوونځې له دورې یا دا نږدې له اتیا کاله څخه تر د مخه وخت پورې د موږ د ښوونځې استادانو په پښتو درسونه نه وو ویلې، نو که ووایو، چې په پوهنیزه پښتو نه پوهېدل، دا به مې ډېره ناروا خبره نه وي کړي او پوهنیز نومونه مو لا تراوسه پورې په پښتو نه دي او دا چې دا ټول وخت مو دا نومونه په پښتو نه دي اورېدلې، نو ورسره نابلد یو او زغم یې هم نه لرو، که چېرته یې واورو، نو ور پورې خاندو او لیکنی یې هم داسې په سد راته نه برېښي، دا و ماته پوره روښانه شوی. زه پر دې لار باندې روان یم او پر ستونځو باندې یې ښه پوهېږم.
دما هیله دا ده، چې پښتو باید پوهنیزه شي.
څوک چې په کومه ژبه باندې پو هېږي او لیکنې لوستنې یې په هغې ژبه کړې وي او په خپله ژبه کښې یې هم دا پوهنیز نومونه له نورو ژبو څخه وي، نو د بلې د باندنۍ ژبې، چې درس یې ورباندې ویلی، د اغیز لاندې هرو مرو راځي.
له موږ څخه د مخه پښتو پوهانو، خپل درسونه په درې یا فارسي ژبه لوستلي، ګورو، چې ټول اغیز د هغو ژبو دی، نو پوهنیز نومونه همهغه دي، چې دوی ورسره تل بلد دی او ورته د خندا برېښي، چې په پښتویې څوک اړوي. له بلې خوا څخه پښتانه پوهان خو هرو مرو د موږ لومړني پوهان هم دي. که پر پښتو ژبه باندې- او هغوي ډېره مینه لري، چې دا نومونه په پښتو کړي، خو دا چې دوی دا نومونه داسې توکلي په پښتو کوي او په پښتوکښې ورته لرلي نومونه نه لټوي یا نه شي لټولی-، داداسې وبولو لکه: اوبلن، سلنه، تر ټولو او یا بېځایه تورې زیاتول( که څه هم د توروخوښول د پوهانو کار دی، خو بیا هم یوه ژبلاریزه لار باید ولري لکه و پښتو زبې ته د ،، ئ،، ور زیاتول، چې ګوندې د کړوالې او نومیالی یېګانو په منځ کښې باید توپیر وي، چې دا ژبلاریزه پرېکړه نه ده. پر دې باندې مې له یوې څخه ډېرې لیکنې کړي) او غوره وییونو له لیکنو څخه غورځول، چې په خپلو لیکنو کښې مې پوره لیکنې ورباندې کړي….
له بلې خوا دا داسې کیږي، چې دوی که په دباندنیو ژبو یو څه وګوري، نو زړه یې وي، چې دا پښتو کړي، نو په هغه څه چې پوه نه شي، دا کار هېڅ وخت هم سم نه شي کولی او که دا کار یې کړی هم وي، نو سم نه دی راغلی.
بېلګي: معیار یا ستاندار، سویه، سطحه یا هواره. داسې هم وایي، چې د ولس په کچه. د موږ ژبپوهان د دې ټولو او د ورزیاتو لپاره کچه کاروي. له دې څخه به داسې وپوهېږو، چې دوی پر کچه باندې هم نه پوهېږي او دا نور خو لا څه کوې.
موږ په پښتو کښې د وییونو داسې یو کتاب نه لرو، چې په سمه توګه د ژبې ټول وییونه په کښې د پوهېدنې له امله کره روښانه شوې وي او هغه خپل پېژند ولري( دا ما په خپلو لیکنو کښې پوره روښانه کړي دی او بیا لیکنه یې راته اړیینه نه برېښي).
پر ما باندې د الماني ژبې اغیز او له هغې څخه ګته اخستل:
پر ما باندې د الماني ژبې اغیز څه دی، چې د ما وتونژبه ده، چې لیکنې او ژباړې ور څخه رانیسم یا کوم.
دا به داسې لږ روښانه کړم:
۱ – شمېرپوهنه کښې: مثلث، مخمس او نقطه: له الماني څخه مې دا نومونه زده کړي، چې پښتو انډول یې ټیک همداسې دي: درېګوډی ( درې کونجی نه لیکم، ځکه دا ګوډ له دباندې خوا څخه دی او کونج له دننه څخه).
۲ – فزیک: بدن، غاز، منجمد، مایع: انډول یې په پښتو: تن، تښتېدونکي، کلک او بهېدونکي
۳ – کیمیا: غلیظ محلول او رقیق محلول: د پښتو انډول یې: موږ د مالګي ټېنګ او نری ملګوبی لرو، نو د دې عربي انډول: نری اوبی او ټینګ اوبی دي.
دا په دې پوهېدنه، چې د عرپی ،،حل،، د پښتو ،، اوبی،، دی
۴ – ژبه: د ما په لیکنو کښې دا غوښتوني نه پوهېدل همدلته پیل کیږي.
یادونه: د الماني ژبې ډېر پوهنیز وییونه هم لاتین دي، خو د الماني پوهېدنه یې هم ورکړې، چې موږ ور څخه هغه د پښتو پوهېدنه رانیولی شو، دا به بېلګو کښې وګورو.
یوه غوره یادونه:
پښتو یوه پوره توانمنده ژبه ده. ټول هغه وییونه، چې په نورو ژبو کښې پیداېښتي وي، په پښتو کښې شته، چې د بېلا بېلو ریښه-یزو پوهانو په ګډه کار دا ستونځې اوبی کولی شي یا یې دا د ستونځوبیو ښه لار ده، خو که دا کار څوک له کومې مسؤلې ټولنې ( چې د موږ داسې ټولنې – په خواشینۍ باید ووایم، چې دا کار داسې کوي، چې څوک هم بیا له خپلې ډلې باسې- ) پرته بې مسؤلیته کوي یا خپلواک، نو د سم او ناسم لپاره یې بیا هغه کس باید جوګه وي او که ناسم څه کوي، نو د نورو پوهانو دنده ده، چې هغه ورته پوهنیز سم او روښانه کړي، چې د ما د لیکنو نا سم لیکل- که له هرې لورې وي-، باید راته ورښانه کړي.
د ما د لیکلو سره ستونځې:
دا هم که ووایم، چې ډېرې دې ډېره ناسمه خبره به نه وي او دا دي:
— د ما لیکنې په پښتو دي: د ما کتابونه که تاسو داسې لږ هم اړولي وي، پوه شوې به یاست، چې هغه پیداېښتي وییونه مې په پښتو انډول لیکلي، ځکه دا مو په ژبه کښې شته او دا په هره توانمنده ژبه کښې شته. په شمېرپوهنه او نورو پوهنو کښې مې دې ته ګوته ونیوله. اوس به په پښتو کښې د لیکنموخې سره هم دا داسې لنډ وڅېړم یا داسې لنډ په ګوته کړم او په دې توګه:
— فعل یا ورب (لاتین چې پوهېدنه یې ویي دی) عربي او لاتین، چې پښتو انډول یې دمخه استادانو کړ لیکلی، خو زه د دې نامه سره همغږی نه یم. د دې پښتو انډول یې باید له ژبلار سره سم کړنه وي- خو موږ ټول د وییونو د ډلې سره سر او کار لرو، نو زه کړنووی بولم یا ښه یې دی.کړنوی(یوګڼ) –وییونه(ډېرګڼ)، بوختواليويي او همداسې مهالوی یا – وییونه دي.د پېژند له مخې څخه دلته یو څه کړل و مخ ته راځي یا کړل کیږي، لکه تلل، خوړل او نور، چې دا بوختوالی دی او په یوه مهالکښې کیږي.
یادونه: ما په پورته کښې و ویي ته یو ګڼ او وییونو ته ډېرګڼ لیکلی او د موږ په ادبیاتو کښې یو ګړی او ډېر ګړی بلل شوي او له وګړی څخه یې رالنډ کړی، چې دا ژبلاریزه نوموونه نه ده، ځکه چې دا که بیزو وي او په ونه خېزې، دا وګړی یا وګړي نه وي، نو څنګه به یې لیکو؟
(غزوم یې نه. په لیکنو کښې مې شته).
دا به په دې لاندې لیکنه کښې، د نور په څنګ( تر څنګ ژبلاریز ناسم دی) کښې غزېدلي و څېړل شي.
هغه له ما څخه د مخه راغلی او هلته وړاندې د دړې په مخ کښې ولاړ دی.
Suffix پسې تړلي: دا د ژبنیو ووییونو هغه ټولګی دی یا هغه ډله ده، چې د وییونو – چې بنسټوییونه بلل کيږي – پسې تړلي دي او د بنسټوییونو پوهېدنه غزوي. لکه -والی (لويوالی)، -توب (کوچنیتوب)، – کۍ ( خورکۍ، مورکې) او نور. پسې تړلی کېدی شي له یوه تورې هم جوړ وي لکه: سړی ( سړي).
یادونه: په پښتو ژبه کې پرېفېکسونه نه شته. دا درملتون د وییونو ګډوله موخه-یېز لیکل دي اونه پرېفېکس( مخغزوونی) او سفېکس( پسې غزونی او دا چې پښتو برېفېکس یا مخغزونی نه لري، نو د وییغزونی وي).
یو څوک چې د یو څه سره نه وي مخامخ شوی، نوپه هغې نه شي پوهېدلی.
په پښتو کښې پرته له ما څخه کېز یا کاز، کاسوس یا اړیکټینګوونې بل چا نه دی څېړلی یا ناسم څېړلی. د پښتو ادبیاتو له مخې څخه هم په څېړنه کښې څه نه وو، تر هغې پورې، چې و پوهېدم، پښتو یوه اېرګاتیو( نه نومیناتیو او نه اکوزاتیو) ژبه ده او د پښتو ژبې کاسوس یا کېز په دې پوهېدنه چې اړیکټینګوونو باندې هم نه پوهېدلم او پر دې باندې هم وروسته وپوهېدلم، چې دا دوه دي: رېکتوس او اوبلیکوس پښتو یې: کړوني او نه کړوني، چې نه کړوني یې بیا درې دي: پرېکړوني، د خاوندوالي اړیکټیګووني او داتیو یا د اړیکوییونو آړیکټینګووني او دا دي:
— ژبه ښه یې، هېڅ پوهنه د چا ملکیت نه دی. داسې څوک نه شته، چې په یوه پوهنه-که هغه ژبپوهنه هم ـ یواځنی او ټولواک خاوند وي، پوهنې ډېرې غزېدلېدي او لا غزېږي، دا په یوه لیکنهاو ډېرې کتابونوباندې هم نه شي کېدی. څوک چې یو څه لیکلي وټولنې ته وړاندې کړي، هغه نور د هغه چا ملکیت نه دی او هر څوک څه ور باندې لیکلی شي او ناسمونونه یې روښانه کولی شي.
له ما څخه هم دا غوښتنه او هیله باید ونه لرل شي، چې د ما ژبلار لیکل دې د نور زبپوهانو سرهپه مخامخوالي کښې نه وي او دوی هم حق لری او دنه، چې د ما ناسمونونه راه روښانه کړي.
— ژبه پیداېښت دی او په ژبه کښې بېځایه ګوتوهنه نه شته، په خپله خوښه څه ورزیاتول او کمول نه شته.
— یو څه سم – یا معیاري لیکل او په یو څه پوهېدل توپیر لري.
پښتو ژبه ژبلاریزه پوره او سمه نه ده څېړل شوې. دا چې ژبه مو د ژبو په کومه ډله کښې ده، نه دي څېړل شوي. اړیکټینوګوونې آنګرېزي کېز الماني یې کازوس مو په ژبه کښې سم نه دي څېړل شوي او پر دې باندې څوک نه پوهېږي، چې پښتو دوه اړیکینګوونې لري، کړوني او نه کړوني. په پښتو کښې د ژبې د بنستیزو وییونو پېژند او دندې نه دي ښوول شوي او یا ډېرې کمې. د بېلګې په توګه موږ نه پوهېږو، په پښتو کښې کړنوییونه، نوموییونه او خویییونه نه بڼه-بدلیږي یا ګردانیږي، موږ نه پوهېږو، چې په پښتو مخ اړیکویی یا پرېپوزېشن نه شته او همداسې پرېفکس هم نه سته دا نو ګوره ټوله ژبه په بر کښې نیسي او دا د ما په لیکنو کښې روښانه شوې، چې دلته به یې سره پرتله کړم، دا ګوره ډېر کار دی، که دا سې د ځغلند ناسمونو سره مخامخ شۍ، نو بخښنه به وي……
ډېرو ګرانو پښتو ژبپوهانو، ژبمینه-والو او ګرانو هیوادوالو!
ژوند ډېر لنډ دی او ډېر خواشینی کېږم، چې د ژوند په پای او پوره ناتوانۍ کښې داسې څه لیکم. په ډېره بخښنه، چې دا لیکم او د پښتو ژبې د ژبلار نیمګړتیاوې ( د ما د څېړنو پر بنسټ باندې) په ګوته کوم، خو که دا کار ونه کړم، نو خپلو راتلونکو ځوانو پښتنو پوهانو ته به ملامت یم.
پښتو ژبلار د ما د څېړنو پربنسټ باندې او هغه ژبلار، چې تر اوسه پورې ورسره د پښتو پوهانو له لورې بلد یو یا بلد نه یو؟
دا څه چې لیکو د پښتو د ژبلار څېړنه ده او نه د یو چا ابتکار. ژبه شته او په ژبه کښې څوک یو څه و منځ ته نه راوړي، پرته له د هغه څه له نومه-ونو څخه، چې موږ یا نورو نړیوالو ومنځ ته راوړې وي، دا په دې پوهېدنه، چې له نیولوجېزم پرته.
داسې و مخ ته ځو:
د ما لیکنې او د نور ژبپوهانو لیکنې یو له بل سره په پرتله کښې.
هیله ده، چې ناروا څه مې ولیکل، سملاسې و ما ته په ګوته کړۍ.
یا را ته برېښنا پته کښې ولیکۍ.
د ما د څېړنو پر بنسټ. لنډه ښوونه ۱ – پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده،دا په دې پوهېدنه چې پښتو نومېناتیو او اکوزاتیو ژبه نه ده. دا مې په خپلو لیکنو کښې ښوولې او په یوه ځانله لیکنه کښې هم.که پر دې باندې مو استادان ونه پوهېږي، نو د پښت په ژبلار پوهېدل به ستونځمن وي. دا د ژبې بنسټ دی. ۲ – د عربي ،،فعل،، او لاتین ،،ورب،، پښتو اندول یې: کړنوی، بوختواليوی یا وختوی. یو څه کړلکیږي او بڼه بدلون یا ګردان نه لري، د کړنوییونو پوهېدنه د پسې تړلو، سفېکسونو یا پوهېدنغزوونو پر مرسته باندې غزیږي. په دې وروستي کتاب کښې مې ودې ته پام شوی.
موږ په پښتو کښې دوه ډوله کړنوییونه یا بوختوالي وییونه لرو: چې یواځې کړونی لري لکه ځم او هغه چې پرېکړونی هم لري لکه: خوړل.
۳ – نوموییونه = نومونه او نومځاینیوي. نومځاینیوي په الماني کښې د کاسوس د څېړنې سره بڼه بدلیږي، خو په پښتو کښې نومځاینیوي بڼه بدلېدنه نه لري، خو د پوهېدنوړونکو مورفېمونو، د، له، تر،په، پر، و له لارې څخه ورته پوهېدنه وړلکیږي. دا د ما په لیکنو کښې ښوول شوي. دا دنده د انګرېزي کېز، د المان کاسوس، چې پښتو انډول یې اړیکټینګونه ده، څېړل او روښانه شوی ۴ – د عربي صفت، د لاتین ادجکتیو، چې پښتو انډول یې خويوی(یوګڼ)(ډېرګڼ یې خویویینه) دی. دا خویوییونه کېدی شي خوينومونه هم وي یا له خویوییونو څخه کېدی شي خوينومونه هم جوړ شي لکه سپینغر، خو هغه بله دنده ده.دا په پښتو کښې بڼه بدلون نه لري. دا پر ډېر، خوراډېر او زښتډېر باندې یا له ډېر، خورا ډېر سره جګېږي.
۵ – پرې – ، پوستپوزېشنونه. مخ- ،پسېځاینیوي په پښتو کښې یواځې پوستپوزېشنونه یا پسېځا-ینیوي شته، چې د دندې له مخې څخه یې په پښتو کښې دا ،،اړیکوییونه،، لل کیږي او دي: لکه لپاره، لخوا، مخامخ، څخه،سره،کره،پسې، ته، باندې، کښې او پورې دي. ۶ –کېز، کازوس او پښتو انډول یې اړیکټیګووني: په الماني کښې د کازوس دنده دا هم ده، چې د نوموییونه دنده بدلون وښایي،لکه په لاندې ډول د الماني نومځاینیوو کښې. Kasus: ich, mein, mir, mich په پښتو کښې دا دوه دي، کړوني او نه کړوني. ۱ – کړوني: زه، ما او …. زه د اوس مهال لپاره د هغه کړنویي لپاره چې یواځې کړونی لري او هم د هغه کړنویي لپاره چې پرېکړونی هم لري او ،،ما،، د تېر مهال کړنویي لپاره، چې پرېکړونی لري. او ،،ما،، د زه بڼه بدلون نه دی. ۱ الف- زه ځم، زه لاړم، زه ډوډی خورم، ما ډوډۍ وخوړه. دلته دې ،، ما ،، پر یاد باندې وساتلی شي ۲ – نه کړوني. ۲۱ – پرېکړونی: ما، زه لکه: ما هغه وهې، زه هغه ووهلم. موږ یواځې له کړنوییونو سره سر او کار لرو، چې پرېکړونی او کړوني دواړه لري. دلته ما د اوس مهال لپاره او زه د تېر مهال لپاره راځي. دلته دې هم ،، ما ،، پر یاد باندې ولرو. ۲۲ – د خاوندوالي اړیکټینګووني: د ما کور. ۲۳ – داتیو یا د اړیکوییونو اړیکټینګووني. یو: له یوڅه څخه(سره، کره، پسې) دوه: پریوڅه باندې. درې: په یوڅه کښې. څلور: تر یوڅه پورې. پنځم: و یوڅه ته د موږ ستونځې، هغه ډېرې یې همدلته دي، چې ګوته به ورته ونیسو او روښانه به یې کړو. له داسې لیکنې سره تاسو د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږی، نو دا څېړنه به به هرو مرو درته پردي یا نابلده وي. موږ په ۱ – او ۲۱ کښې ووېل چې ،، ما،، دې په یاد ولرو. اوس موږ په له ما څخه کښې درې څه لرو، چې له، ما او څخه دي. نو کوم یو د څه لپاره کارول کیږي. ما خو کړونی او نه کړونی دی او څخه اړیکویی دی. که ولیکو: ما څخه. پردې باندې به وپوهېږو، چې موخه څه ده، خو دا غونډله ناسمه ده، ځکه، چې دلته څه نه کړلکیږي او ما د تېر مهال لپاره کړونی او د اوسمهال لپاره پرېکړونی دی، نو باید یو څه وشي، چې د ما پوهېدنه بدله کړي او د نه کړوني یا پرېکړوني څخه نه کړونی جوړ کړي او هغه دا مورفېم ،،له،، چې پوهېدنوړونکی دی او د ،، ما،، پوهېدنه و نه کړوني ته وړي، نو همداسې: له، په، پر، تر، و او په ۲۳ کښې ،، د ،، پوهېدنوړونکي مورفېمونه دي او نه پرېپوزېشنونه، چې پښتو یې نه لري. دا یوه خورا ډېره نابلده او دا ډول راوړنه و ژبپوهانو ته هم باید د نه زغم وبرېښي، خو دا داسې ده نو. دا ګوره موږ دلته روښانه ښایو او نه یې توکلي بېرته ورکوو، نو که څوک وایې، چې دا پرېپوزېشنونه دي، همداسې دې یې روښانه کړي.
یوه غوره یادونه: دلته د دې هر یوه مورفېم لپاره، چې پوهېدنوړوني دي، تل همهغه اړیکوییونه راځي، نو د دې لامل پربنسټ باندې پوهېږو، چې دا اړونده اړیکوی غورځولی شو، خو دا ناسم دی، ځکه ته د غونډالې هغه یوه غونډالبرخه نه شې غورځولی. نو له یو څه څخه، څخه، سره، کره، پسې او له ،،پر یو څه باندې،، څخه باندې نه شي غورځېدلی. سمه لیکنه او ور باندې پوهېدنه همهغه څه نه دي. نوره غزونه یې مخامخ.
زه به دا خپله لیکنه دلته رالنډه کړم او هیله به ولرم، چې دا دواړه خواوې سره پرتله کړۍ او بیا په سمون او ناسمون پرېکړه وکړۍ، په پوهنیزه لاملونو او روښانونو. |
د پښتو پوهانو په اند د ما له کمنت سره ۱ – د ما په اند داسې څېړنه تر اوسه پورې بل چا په پښتو ژبه کښې نه ده کړې او څوک ورسره بلد نه دي. دا یوې ژبې ژبلار کښې پوره رول لري. ۲ – د عربي فعل او لاتین ورب پښتو انډول یې: کړ. د دوي د لیکنو پر بنسټ باندې بڼه-بدلیږي یا ګردانیږي. دوی دا نه دي ښوولي، چې څنګه او که وي هم د ما د څېړنو پر بنسټ باندې ناسم دۍ. خبره مې تر هغې پورې سمه ده، چې چا یې راته ناسمون نه وي ښوولی. بېلګې: خورم، خورې… دلته –م او –ې پوهېدنغزووني، پسې تړلي یا سفېکسونه دي او نه بڼه بدلېدنه. د موږ د پوهانو په اند دا م، ی، او نور د نوموییونو او ګردان له امله راځي، خو داسې نه ده. ۳ – نوموییونه: داسې نوم-ونه یا بلنه تر اوسه پورې نه ده کارول شوې، خو دوی نومونه او نومځري وایي، خو باوري یم، چې لکه د نوموړو ژبپوهان په خپل پېژند کښې نومځرې د نومځانیوي دي، نو ولې دې یې همدا نوم نه وي؟ زه نه پوهېږم، چې د نومونو دا د نورو ژبو په څېر بڼه بدلېدنه به دوي څنګه روښانه کوي؟ دموږ استادان ،، ما ،،د ،،زه،، بڼه بدلېدنه یا ګردان بولي، خو دا همهغه نومځاینیوي دي، چې په بېلالبېلو مهالونو کښې کارول کیږي. دا هم د پښتو ژبې یوه بله ځانګړتیا ده. ۴ – ستایېننوم( یوګڼ)( ډېرګن یې ستایېننومونه). ستایننومونه……………… د موږ ټول لیکوالان لیکي: ،،ټر ټولو ډېر …،، دا سې څه د سره نه شته او سم ناسم او بېځایه دی.،،ټر ډېره برېده،، تر ډېرو برېدونو کېدی شي څه وي، دا ژبلاریز هم ناسم ده، چې،،پورې،، ورسره نه وي. ۵ – پرې – ،پوستپوزېشنونه: مختاړی، وروستاړي. د دې هم داسې روښانه پېژند نه دی ورکړشوی او دوي ناسم دې پوهېدنوړونې له، پر، په، تر،… مورفېمونه مخځاینیو یا پرېپوزېشنونه بولې. او همداسې د مخځاینییو او پسېځاینیوو دندې یې هم نه دې روښانه کړي، چې زیات وخت یې له لیکنو څخه هم غورځوي او دا یې لیکنې سوچې بوچې ناسموي. دا اړیکوییونه دي او په غونډاله کښې غونډالغړي دي، چې غورځونه یې د غونډالې پوهېدنه ناسموي. د استادانو يه لیکنو کښې مورفیمونه: د، له، په، پر، و، تر… پرېپوزېشنونه بولې، چې دا نومونه یې ناسمه ده. ۶ – کازوس یا اړیکټینګووني په پښتو کښې دا نه د پېژند له مخې او نه داسې کومه څرګنده څېړنه لري. ځنې استادانو دا د حالت یا پېر لاندې څېړلي، خو سم یامعیاري نه دي. دا د یوې ژبې په ژبلار کښې غوره یا بنسټیز رول لري. دلته له داسې ناسمونو سره مخامخ کېږو: یادونه: زه به یې دا سم له = سره په نخښه کړم. ۶۱ – لوړې مراسم ترسره کړل = سم یې ،، د سره کړل،، ۶۲- وروسته له هغه چې د امریکا = ښه یې: له هغه یاهغې څخه وروسته. له لویه سره خو یوه هغه ژبه ده= دلته له ،،د له لویه سره،، څخه څه نه پوهېږم. ۶۳ – ،،وار د مخه،، د ما په اند څه نه وایي، نو د لیکونکي موخه به څه وي؟ وار خو لکه د زرندې وار. دلته ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی او مخه د یو چا و مخ ته چې یو څه وي، مخه ده، یو څوک له یو چا څخه د مخه ( د وروسته یا پسې مخمامخ دی). دلته به یې موخه له یو چا څخه د مخه وي او نه وروسته یا هممهال. او هداسې: ،، د لوړې د مراسمو دمخه په خپلو،، سم یې: د لوړې له مراسمو څخه د مخه ( ځنې ژبپوهان یې لیکي: وړاندې او دا هم بل څه دي، چې و ځای ته اشاره ده). ۶۳ الف: ،،خو له اور لګېدو مخکې،، = سم یې: له اور لګېدو څخه د مخه. ۶۴ – ،، سږ کال تر ټولو ډېر انګور شوي،،د ،، تر ټولو ډېر،، څه نه شته، خو دلته یې د خوي ویي، چې هغه د انګورو ډېرېدل دي، جګېدنه شته او دا پر پښتو باندې لیکو، چې سږ کال په کابل کښې ډېر-،خورا – – او زښتډېر انګور شوي. او نه تر ټولو ډېر. ۶۵ – لیکو ،، تر ډېره برېده،، که دا په پای کښې پورې ولري، خو زبلاریز سم دی، خو بیا هم دا غونډاله موخه-وره نه ده، ځکه چې برېد یوګڼ دی او برېدونه یې ډیر ګڼ دی، که دا تر ډېرو برېدونو پورې وي، خو ډېر برید نه شته.
یوه ِغوره یادونه: د موږ ټولې یا هغه ډېرې په ۲۳ کښې دي، چې پورته مو ورته ګوته ونیوله. بیا: ۱ – له یو څه څخه(سره،کره، پسې) لاړم. ۲ – په یو څه کښې پروت دی. ۳ – پر یو څه باندې پروت دی. ۴ – تر یو څه پورې رسیږي. ۵ – و یو څه ته ورکول کیږي په پورته غونډلوکښې دا سره اړیکټینګووني دي او بل ډول راوړل یې ناسم دي، دا په دې پوهېدنه چې د هر پوهېدنوړونکي فونېم سره یې اړونده اړیکوی یا اړیکوییونه راځي او په څټ هم د هر اړیکووي یا اړیکوییونو سره همهغه اړوند پوهېدنوړونکی مورفېم راځي، دا چې هر چېرته هم وي. |
دا دې هم و ګرانو لوستونکو ته لنډ- که تکرارهم وي-وړاندې وي
د هرې ژبې ژبلار د بلې ژبې له ژبلار سره پوره توپیر لري او دا نه شي کېدی، چې د یوې ژبې ژبلار دې د بلې ژبې له ژبلار پسې لوریزه شي. موږ د نورو ژبو له ژبلار څخه ګټه پورته کوو، خو دا ګټه به مو د پښتو ژبلار په لور لوریزه وي او په بنسټ به یې خپله ژبه د خپلې ژبې د ژبلار په څېر را نغاړو.
بېلګه یې که الماني او پښتو راواخلو، نو پښتو یوه ایرګاتیو ژبه ده او الماني اېرګاتیو ژبه نه ده.
پرتله کوونه یې له همدې کازوس،کېز یا کاز یا پښتو یې اړیکټینګوونی راواخلو، نو لرو:
۱ – الماني نومیناتیو، ګینیتیو، داتیو او اکوزاتیو لري، خو
۲ – پښتو رېکتوس یا کړوني او اوبلیکوس یا نه کړوني لرو.
موږ پوهېږو، چې پښتو د اېرګاتیو ژبې په څېر نومیناتیو او اکوزاتیو ژبه نه ده.
که د الماني پرځای باندې فارسي راواخلو هم د ژبلار توپیر یې د یوې بلې ژبې په څېر د پښتو سره ډېر دی. زه د فارسي د ژبلار سره بلد نه یم، خو دا پښتو او فارسي خويوییونه یې که سره پرتله کړو، پر
توپیر باندې به یې ښه وپوهېږو:
فارسی یا دري: لرو: خوب، خوبتر،خوبترین.
پښتو: ښه، ډېر ښه، خورا ډیر ښه او همداسې زښتډېر ښه.
د فارس په څیر موږ خوبترین نه لرو، خو د ژبلار له مخې څخه یې، خورا- یا زښتدیر لرو او نه ،، تر ټولو ښه یا همداسې تر ټولو ډېر، تر ټولو جګ(ټیټ، ښکلی او …،، دا سې څه نه دا چې ناسم دي، دا سې کوم وی یا د وییونو ګډوله د سره نه شته او ډېر ناسم یې لیکو.
غوره پای یادونه: که ولرو: لږ روښانونه: ،، زه له ما څخه تر تا پورې ځم.،،
دا غو نډاله به سره د بېلا بېلو وییونو له مخې څخه و څېړو.
په پورته کښې زه ځم. بنسټ غونډاله ده، په منځ کښې څه یې: ،، له تا، تر تا،، د ،،له،، او ،، تر،، په مرسته د کړونو ،، زه او تا،، دنده و نه کړونو ،، له ما او تر تا،، ته وړي، ،، څخه، پورې،، اړیکوییونه دي، په دې پوهېدنه چې ،،له څه ،،څخه،، بېلېدنه او،، تر څه پورې،، دلته دا پورې پایونه ده او دا په ،، زه له ما څخه تر تا پورې ځم.،، کښې دا ،، له ما څخه او تر تا پورې.،، دا ،، د زه او ځم په منځ کښې اړیکې ټینګوي، نو له دې امله یې اړیکټینګووني بولو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.