په ډېرې مهربانۍ او مینې!
ددې لیک لیکل ما ته اسان نه دی؛ خو غواړم هغه څه چې زما په زړه کې دي تاسو ته ولیکم. نن بل ډول احساس لرم. سختې ورځې لرم، نا ارامه یمه او د شپې خوبونه مې ورک دي. داسې انګیرم د نړۍ هغه تیاره ځای کې یم که هر څو وغواړم ځان رڼا ته نږدې کړم لا په تیارو کې ډوبېږمه.
داسې احساسوم چې ژوند له ما لرې شوی، داسې چې هیڅ د خوشحالۍ لاره نه لرم. د ژوند ښې او رنګینې شېبې مې له ترخه خندا سره مله شوې. داسې شوې یم لکه منفي احساساتو په دریاب کې ډوبه، دا ورځې حتا د ژوند اسانه کارونه هم نه شم کولی او خوند نه راکوي.
زه دا هر څه ځکه لیکم چې پوه شئ انسانان تل یو چا ته اړتیا لري څو ملتیا یې وکړي. د مهربان انسان شتون په ژوند کې لکه هغه رڼا ده چې د تیارو په زړه کې برسیره کېږي.
زه کوښښ کوم له دې حالت ځان وژغورمه؛ خو یوازیتوب کې دا کار نه شم کولی. د ژوند په دې اوږد سفر کې ځان پیدا کول غواړم او خپلې موخې په لور روانه شم.
بیا!!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.