د خوشحال د يوه بيت نوې مانا

اجمل ښکلی

123

د غفور ليوال صاحب په يوه ليکنه کې مې د خوشحال د دې بيت “زه خوشحال کمزورى نه يم، چې به ډار کړم/ په ښکاره نارې وهم، چې خوله يې راکړه” يوه نوې مانا ولوسته او هغه دا چې خوشحال وايي، چې زه له خبرو څخه نه ډارېږم، چې خوله يې راکړې؛ نو غږېږم به پرې.

په يوه ډول د بيت دا مانا د وينا د ازادۍ له معاصر مفهوم سره مرسته کوي او د شعر د اجزاوو له مانيز پيوستون يا فورم نه هم ناسمه نه ښکاري؛ خو پوښتنه دا ده، چي تر اوسه موږ ولې دې مانا ته نه وو ځير او تل مو ترې همغه رومانتيکه مانا اخيستې ده؟ دلته د همدې پوښتنې د ځواب پيدا کولو هڅه کوو.

د خوشحال له ژونده پوهېږو، چې رنګين مزاج يې درلوده (دلته رنګين مزاج د عمل نه، فکر په مانا واخلئ) او څو ښځې يې درلودې. موږ چې د هغه ژوند ته ګورو، په اسانه له دې شعره رومانتيکه مانا اخلو؛ خو د شاعر موخه که د لېوال صاحب اخيستې مانا وي؟

خوشحال له ښځو سره د رومانس په اړه ډېر شعرونه لري، مثلا وايي:

خوله مې غوښته له نګارې، رایې نه کړه!
د رقیب په خوله شوه آرې، رایې نه کړه
وې یې دربه کړم بوسه د خوږو شونډو
رانېژدې، نېژدې شوه بارې، رایې نه کړه

يا:
که يې تل لکه شکر خورم، کم به نشي
ستا له دواړو خوږو شونډو آز زما

يا:
مگر تا څخه سامان د سلطنت دى
چې په هوډ مې سپينه خوله غواړې خوشاله

د محبوب او د محبوب د خولې او شونډو په اړه دا ډول ګڼ شعرونه موږ هڅوي، چې له لومړني بيت نه رومانتيکه مانا واخلو او د لېوال صاحب مانا راته عجيبه وبرېښي.

يوازې د خوشحال په شاعرۍ کې نه، تر خوشحال مخکې وروسته د پښتو تقريبا د هر شاعر په شعر کې، بلکې د ختيځ په زياتره شاعرۍ کې د بوسې لفظ او مفهوم راغلى دى. دروېش وايي:

يوازې زه نه يم، چې شونډې ښکولوم د ښکلو
د ګل له پاڼو سره دغه کار هوا هم کوي

په ولسي ادبياتو، په تېره په لنډۍ او غاړه کې هم د خولې اخيستلو، خولې ورکولو او خولې غوښتلو مفهوم ډېر راغلى:

خوله به د خداى په رضا درکړم
منګى مې ولې ښوروې، لنده دې کړمه

د ليکنۍ او ګړنۍ شاعرۍ دا دومره لوى متن موږ نه پرېږدي، چې له شعره هغه مانا واخلو، چې غفور لېوال ترې اخيستې ده. په بله وينا، موږ ته وايي، چې د خوشحال په بيت کې د “خولې يې راکړه” له فقرې څه مانا واخلو.

يو بل او مهم بستر زموږ فرهنګ او ژبه ده، چې موږ ته وايي، چې د خوشحال له بيت نه رومانتيکه مانا واخلو. موږ په خپله ژبه کې د خولې اخيستلو، خولې ورکولو او خولې غوښتلو اصطلاحات لرو، چې د خوشحال په بيت کې هم د خوله يې راکړه” په بڼه راغلى؛ نو ځکه موږ په اسانه رومانتيکې مانا ته ورماتوي.

او بالاخره څه نا څه له يوې پېړۍ راهيسې د خوشحال او د شاعرۍ په اړه يې د پوهانو رامنځته کړيو متونو بيا بيا زموږ په ذهنونو کې همغه رومانتيکه مانا پيچکاري کړې ده او د دې مجال يې نه دى پرېښى، چې بله مانا ترې واخلو.

د خوشحال ژوندليک، شعرونه يې، ليکنۍ(پښتو او شرقي شاعري)، فرهنګ، ژبه او د خوشحال د شاعرۍ په اړه رامنځته شوي آثار ټول د معاصرې متنپوهنې له زاويې متون ګڼل کېږي، چې د بين المتنيت د پوهانو په اند، يوه شعر ته مانا ورکوي.

بين المتنيت د شلمې پېړۍ اصطلاح ده، چې بلغاريۍ فرانسوۍ ژوليا کريسټوا د باختين او نورو فورماليستانو او رغښتوالو د نظريو په اغېز کې وکاروله؛ خو ژرار ژنت او نورو پوهانو دا نظريه وپالله او ډېرې نوې خبرې يې پرې ورزياتې کړې. باختين د کيسه پوهنې په مورد کې پر مکالمه ټينګار وکړ. دا د هغه وينا ده، چې ژوند مکالمه دى او ژوندي پاتې کېدل په مکالمې پورې تړلي دي. د بين المتنيت پوهانو دا مکالمه د متونو ترمنځ د تړاو په مانا واخيستله.

د بين المنتيت پر بنسټ متن په خلا کې نه پنځېږي، بلکې هر متن له تېرو متونو سره په تړاو کې رامنځته کېږي يا مانا اخلي او راروانو متونو ته مانا ورکوي. په بله وينا، هر متن د تېر متن يوه خاطره وي.

دې نظريې يوازې د متونو پر اړيکو خبرې و نه کړې، بلکې متن يې له سره تعريف کړ. د متن پخوانى مفهوم زموږ او ستاسو په کتابونو کې د حاشيې پر وړاندې د کتاب مرکز ته ويل کېده؛ خو د بين المتنيت د پوهانو په اند، متن ګړنى، ليکنى، اډيو، ويډيو، عکس، ډبرليک، مجسمه او هر هغه څيز کېداى شي، چې يو پيغام او مانا انتقال کړي او د اجزاوو ترمنځ يې محتوايي يووالى موجود وي. د متن په دې تعريف کې پخپله فرهنګ هم راځي، چې د دې نظريې پوهانو يې لوى متن بولي، چې نور واړه متن يې له بطنه زېږي او په تړاو کې يې له مانا برخمنېږي.

نو د متن مانا په مجرد ډول يوازې په همدې متن کې نه وي، بلکې د ټولو متونو ترمنځ په ګردش کې وي او په دې ډول متن د ځان او شرايطو ترمنځ اړيکه جوړوي او مانا پيدا کوي؛ خو دا بايد هېر نه کړو، چې بين المتنيت د متونو ترمنځ يوازې پر مانيز يا منځپانګيز تړاو خبرې نه کوي، بلکې جوړښت او نور توکي هم په بر کې نيسي؛ خو موږ چې دلته د خوشحال په بيت کې پر مانا غږېږو، نو يوازې همدې اړخ ته مو خپله پاملرنه ورګرځولې ده.

له دې زاويې که وګورو، د خوشحال په بيت کې د خولې ورکولو په مانا کې راسره ټول هغه متون مرسته کوي، چې پاس مو وشمېرل.

دا به ومنو، چې يو متن له تېرو او هممهالو متونو سره په تړاو کې رامنځته کېږي؛ خو دا تړاو له کومه پلوه وي. په بله وينا، دا تړاو کوم توکي رامنځته کوي؟ د بين المتنيت پوهان په دې توکيو کې کسان، پېښې، نقل قول، ژانر، فورم، محتوا او نور راولي. په خپله شرقي شعرپوهنه کې موږ د تلميح، اقتباس، تضمين، اشارې، سرقت (هندي مکتب: د مضمون غلا)، احسان، ضرب المثل، د چا پر ځمکه شعر ويل، اصطلاح او داسې نور مفاهيم لرو، چې د متونو ترمنځ تړاو ښيي او د بين المتنيت له معاصرو بحثونو سره اړيکه لري؛ خو دا دواړه لوري خپلې موخې او ارزښت سره په ځينو مواردو کې بېلوي.

بين المتنيت له خنثى زاويې نه د متونو پر اړيکه بحث کوي؛ خو د سرقت، تضمين او اشارې غوندې مفاهيم ارزښتي مسايل دي. د بين المتنيت موخه د متونو ترمنځ د تړاو رابرسېره کولو دي؛ خو د تلميح يا نورو موخه په متن کې هنري ارزښت پيدا کول دي. درېيم دا چې بين المتنيت خپل بحثونه يوازې تر شعر او ادبي نثره پورې نه محدودوي، بلکې د ټولو متونو ترمنځ د تړاو خبره کوي او هڅه کوي، چې هغه توکي معلوم کړي، چې د متونو ترمنځ اړيکې ښيي.

اوس که د خوشحال شعر ته راشو، په هغه شعر کې د خولې ورکولو منځپانګه د تلميح، اقتباس، تضمين او نورو زېږنده نه ده، بلکې د اصطلاح توکى دى، چې له ژبې راغلى؛ خو په نورو متونو کې يې تکرار هم په دې شعر کې له مانا سره مرسته کوي.

ژرار ژنت د بين المتنيت دا توکي په درو ډلبنديو کې رانغاړي: يو، صريح، چې زموږ د اقتباس مفهوم هم پکې راځي. دوه، ناڅرګند، چې زموږ د سرقت مفهوم هم پکې راځي او څنګزنى(ضمني)، چې تلميح او ايما هم پکې راځي.
د خوشحال په بيت کې د خولې ورکولو مفهوم زموږ د شعرپوهنې له مخې کوم صنعت نه دى، چې په تلميح کې يې وشمېرو؛ خو بين المنيت چې د هر ډول متونو ترمنځ پر تړاو غږېږي، د ژرار ژنت په ډلبندۍ کې په صريح چوکاټ کې راځي، ځکه چې تر دې مخکې په نورو متونو کې په صراحت سره راغلى دى.

ژرار ژنت وروسته د بين المتنيت پر ځاى د ټرانسمتنيت (Transtexuality) د متونو ترمنځ د تړاو لپاره غوره کړ او دا يې د بينامتنيت، پيرامتنيت، پورې متنيت (metatextuality)، سرمتنيت (architextuality) او ډيرمتنيت(hypertextuality) په پينځو ډولونو ووېشه.

په بيامتنيت کې همغه د صريح او ناصريح مفاهيم راځي، چې پاس مو پرې خبرې وکړې. په پيرامتنيت کې د متن سرليک، د ليکوال تخلص، ژانر او نور راځي، چې د متن خونې ته پرې لوستوال ورننوځي. په پورې متنيت کې له نورو متونو سره د حاضر متن انتقادي اړيکه ده. په سرمتنيت کې د ژرار ژنت په اند، هره هغه اړيکه راځي، چې حاضر متن يې له تېرو متونو سره تړي او په ډېرمتنيت کې په حاضر متن کې د تېر متن اغېز راځي، چې دا اغېز يا د يو رنګوالي او يا د بدلون په ډول وي. دا وروستى ډول يې موږ د هم مکتبو شاعرانو په سبکونو کې وينو.

دا ټول ډولونه متن له متنوالى برخمنوي، چوکاټ ورکوي او له لوستوال سره د مانا په اخيستو کې مرسته کوي، چې د متن موخه ده.

د خوشحال بيت د ژرار ژنت د دې وېش له مخې په سرمتنيت کې راځي، چې د خولې ورکولو مفهوم يې له تېرو او اوسنيو ټولو متونو سره نښلوي او مانا ورکوي.

بين المتنتيت چې د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې وده وکړه او د رولان بات غوندې کره کتونکو مطرح کړ، د متن او ماتن پر ځاى د متن او لوستونکي خبره وکړه او متن يې د ماتن پر ځاى د نورو متونو تابع وباله، چې د ماتن کار پکې يوازې د حاضر متن پر ډګر د تېرو متونو راټولول دي او لوستونکى په حاضر متن کې د نورو متونو د دغې نوا پر بنسټ ترې مانا اخلي. په دې ډول لوستونکى له نورو سره متونو سره د حاضر متن په اړيکه پيدا کولو کې فعال نقش لوبوي او د مانا د معما حل يې راباسي.

د خوشحال له بيت نه د دې نوې مانا په اخيستلو کې غفور لېوال د يوه فعال لوستونکي نقش لوبولى؛ خو دا مانا يې له خلا نه ده راايستلې او نه يې يوازې له همدې متن اخيستې ده. د خولې ورکولو دا مانا زموږ په فرهنګ او ژبه کې کارېږي، مثلا خلک وايي، چې خوله يې راکړې، خبړې خو به کوم. دا ډول جملې زموږ په ليکنو او ګړنيو متونو(ويناوو) کې ډېرې وينو، چې موږ هڅوي، چې د خوشحال له شعره د ليوال صاحب مانا واخلو.

د “راکولو” مفهوم په پښتو ژبه کې د پيدا کولو په مانا عام دى او له لاسونو، غوږونو او سترګو او نورو سره کارېږي، مثلا خداى سترګې د ليدو لپاره راکړې. خوشحال وايي:

خداى په کور کې راکړه هغه تورې سترگې ترکه
اوس به يې په مرسته څه فرخار لره وردرومم

په يوه بله مسره “سترګې چې پيدا دي، خو ديدار لره کنه” کې پيدا د “راکړې” پر ځاى کاروي.

په پايله کې ويلاى شو، چې د خوشحال له بيت نه دوديزې او د لېوال صاحب اخيستې نوې مانا دواړو ته بستر نورو متونو برابر کړ. هغه کسان چې له دې بيته يې تل رومانتيکه مانا اخيستې، ښايي فکر وکړي، چې د خوشحال مراد همغه لومړۍ مانا وه، چې د دې يو بل لامل هم دى او هغه دا چې رومانتيکه مانا يې زموږ په ذهن کې پخه شوې او دومره ډېره تکرار شوې، چې موږ فکر کوو، چې د خوشحال مراد همغه مانا ده. دا دويمه مانا ښايي دوى پر همدې بنسټ د ماتن په مانا کې د لېوال صاحب تصرف وبولي او زړه ته يې و نه لوېږي يا يې پر خوشحال ظلم وبولي؛ خو دوى ته يوازې د زړه د صبر غوښتنه کولاى شو، ځکه چې بيت اوس د ماتن له بطنه راوتى؛ خو تش شعر نه دى راوتى، مانا يې هم له ځان سره راايستلې او اوس د متونو په بطن کې دى، چې دې نوې مانا ته يې توجيه ورکوي. ان په راتلونکې کې امکان لري، چې لوستوال ترې د وخت په تېرېدو بله مانا واخلي.

خو که د خوشحال د شعر دا دواړه ماناوې سره خوا په خو ا کېږدو او د يوې د انتخاب حق ولرو؛ نو حق به د هغې مانا په طرف وي، چې ډېرو متونو رااخسيتې وي. تاريخ راته وايي، چې د يوې پېښې په اړه په ګڼو تعبيرونو کې خلک هغه تعبير رښتونى بولي، چې د ډېرو متونو له خولو يې اورېدلى وي او په اړه يې ډېر متون توليد شوي وي، خداى وکړه، چې هغه تعبير له واقعيت سره سروکار و نه لري. د خوشحال د بيت دوديزه مانا مو ځکه زړه ته پرېوځي، چي تر شا يې ګڼ متون ولاړ دي. دا په حاضر متن کې د نورو متون پراخه لاس ښيي.

بين المتنيت د نقد يو نظريه ده، چې ژوليا کريسټوا د باختين او ژاک درېدا د رغښت شننې په اغېز کې په متونو کې د ښځو په اړه د راغليو مفاهيمو د شننې لپاره وکاروله؛ خو اوس د ادبي کره کتنې نظريه ده، چې موږ يې د خپلو متونو د شننې او څېړنې لپاره کارولاى شو او هنري ارزښت او پټې ماناويې رابرسېرولاى شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.