د (ژوند یعني څه؟) کتاب چاپ شو

95

 د مطالعې مینوالو ته زېری

 د علم، فلسفې، تاریخ او ادب شوقیانو ته ښه او په زړه پوري خبر دا دۍ چي: بعد له کلونو فکرو، پلټنو، مطالعو او تجربو څخه ما وکړای سول چي خپل کتاب (ژوند یعني څه؟) تکمیل او بیا ٸې چاپ کړم۔

زه (لیکوال) د نړۍ جګړو، شخړو، کشمکشو او په ګران افغانستان کي د نړۍ والو زبرځواکونو د سیالیو په نتیجه کي پرله پسې نیابتي جنګو او ورانیو وهڅولم چي پدې هکله باید څه نا څه ولیکم او ګرانو لوستونکو ته واضح کړم چي ولي انسانان په تیره بیا د اوسنۍ یویشتمي پېړۍ پر مخ تللي انسانان چي اسمانو ته وختل او د اوبو تل ته کښته سول پدې ندي توانېدلي چي په نړۍ کي تل پاته، سرتاسري او عادلانه صلحه او ثبات ټینګ کړي، څو د ورورۍ په فضآ کي ارام او هوسا ژوند وکړي. یعني خپلي ستونزي، دعوې او ناخوالي په خبرو، منطق او استدلال سره حل و فصل کړي نه په جنګ، وژلو، ورانیو او وینو تویولو سره. نو د همدې سوال د حل او ښه روښانتیا په اړه مي دادۍ (ژوند یعني څه؟) تر عنوان لاندي یو کوچنئ کتاب ولیکۍ چي تاسو ګرانو لوستونکو ته ئې وړاندي کوم.

 دا چي زه پر نوښت، ابتکار او فیوچریزم باورمند یم، نو تاسي به په نوموړي کتاب کي داسي فلسفي او علمي نوي څه ولولۍ چي شاید تر اوسه مو نه وي لوستي۔

ژوند یعني څه؟ زما (داؤد اڅک) دوهم چاپ سوی کتاب دۍ چي هم ٸې د ځان او هم ٸې د پښتو ژبي لپاره ستره سرمایه بولم۔ معنا هم ٸې خپله مطالعه کړۍ او هم ٸې د نورو سره شریک کړۍ۔

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.