د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کميشنري وایي، په افغانستان کې ډيری کورنیو له ستونزو سره د مقابلې لپاره زیان رسوونکو تګلارو ته مخه کړې.
په افغانستان د بېوزلۍ د پراخېدو په اړه د بېلابیلو نړیوالو سازمانونو له خبرداریو وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کميشنري (یو ان اچ سي ار) وایي په افغانستان کې ډیری کورنیو ورته ویلي چې له ستونزو سره د مقابلې لپاره له زیان رسوونکو تګلارو کار اخلي.
یو ان اچ سي ار په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د جنوري په ٢٩مه نیټه خپور شو؛ ویلي، دا تګلارې د شتمنیو پلورل، په واټونو کې د توکو په پلورلو کې د کورنۍ د غړو ګډون، ښوونځي ته د ماشومانو نه استول، پور اخیستل او د جدي روغتیايي ستونزو په درملنه کې ځنډ دی.
د ملګرو ملتونو لویې کميشنرۍ دغه شان ویلي چې افغان ښځې او نجونې لومړنیو خدمتونو او مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي چې دا د سیستماتیک تبعیض او د دوی پر تګ راتګ د محدودیتونو ښکارندويي کوي.
په ورته وخت کې یو شمیر بېوزلې کورنۍ هم وايي، د شدیدو اقتصادي ستونزو له امله اړ دي چې خپل ماشومان د ښوونځيو پر ځای کار ته ولیږي.
یوه له دوی څخه د پلازمينې کابل اوسیدونکې چې نه غواړي د کورنيو ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل چې د طالبانو د بندیزونو له امله وزګاره شوې: «لوڼي مې خو له ښوونځي پاتې شوې اوس راسره په کور کې خیاطي کوي، زامن مې بهر ځي د واټونو پر سر توکي پلوري بیا هم خرڅ نه شو ایستلای، بیا هم له هټیوالو څخه پوروړې یم ان د لومړنیو توکو د پیرلو توان نه لرم.»
یوې بلې میرمن، ګلدستې ازادي راډیو ته وویل: «زما د کور په څنګ کې یو جومات دی ماشومان هلته ځي، ښوونځي ته یې نه شم لیږلی، ځکه وسه یې نه لرم، دا اوس ٤٠زره افغانۍ پوروړې یم، ډیر په زارۍ مې قرض کړي، اوس یې رانه غواړي. د خلکو په کورونو کې چې کالي مينځم د غرمې یا د شپې خواړه یې چې پاتې وي راکوي خو نور څوک پور هم نه راکوي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کميشنري ویلي، په ډسمبر کې د سروې شویو کسانو په منځ کې، د کورنیو ٥٦ سرپرستانو ورته ویلي چې له یو یا څو ډوله زیانونو سره مخامخ شوي، چې دا د راپور پر اساس د نوومبر میاشتې په پرتله 6٪ کموالی ښيي.
د ددې کمیشنري پر اساس، خوراکي توکي او ورپسې د جامو مرستې تر ټولو مهمې اړتیاوې دي چې سروې شویو کورنیو یادې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) د راپور له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.