هغې ښکلا وسوم چې جنت یې په درشل کې دی
سل بهاره حسن یې د حسن په هر پل کې دی
ممکن همدا به هغه بیت وي، چې د هندي سبک د لوی پښتون شاعر ارواښاد استاد صدیق پسرلي په «ژوند، شعر او سبک» لیکل شوي کتاب نوم ترې اخیستل شوی دی. «سل بهاره حسن» یو عددي ترکیب دی، چې د شاعر د خلاق او شاعرانه ذهن نوښت يې ګڼلی شو. خو آیا دا نوم د یوه علمي کتاب لپاره هم مناسب دی؟ سل بهاره حسن له مبالغې ډک مجلل عددي ترکیب دی، چې د علم په مدلل کاینات کې ورته ځای لټول ډېر ګران کار دی. پخوانو به د خپل کتاب د نوم علت ته هم اشاره کوله، چې وجه تسمیه يې بلله. په اوسني عصر کې دې کار ته ځکه چندان توجه نه کېږي، چې اوسنی عصر د علمي او عقلي اسلوب عصر دی، نو په دې عصر کې په غوښتلي او ناغوښتلي ډول هم ليکوال د خپل کتاب لپاره داسې نوم نه غوره کوي، چې د کتاب له محتوا دې سره اړخ ونه لګوي. خو زموږ لیکوال په یوه ځای کې يوه غیرمستقیمه اشاره ورته کړې، خو فکر نه کوم، چې لیکوال به همدا خبره د کتاب «وجه تسمیه» ګڼي. لیکوال لیکي، «د پښتو د معاصر شعر لمن يې [استاد پسرلي] له سل بهاره حسنه ډکه کړې ده.» سل بهاره حسن یو شاعرانه ترکیب دی، خو د دې پخوا کې عددي ترکیب هم دی. عدد د یوه شي د محدود او معدود کولو پازه په غاړه لري، یانې یو شی چې معدود کوو، تر شا يې یو هدف لرو، خو دغه هدف چې نه روښانوو، له لوستونکي په لوی لاس هینداره جوړوو. تنها «د بهار حسن» یا «د پسرلي ښکلا» ترکیب عیني او ذهني دواړه دی او تر دې دمه به چا د پسرلي له ښکلا انکار نه وي کړی، خو یو یا دوه بهاره صرف ذهني ترکیب دی، چې د علمي ژبې له عیني فطرت سره يې ډېره راشه درشه نشته. په بیت کې شاعر د حسن (د بيت ظاهر) په توصیف کې له مبالغې کار اخیستی، آیا لیکوال د خپل کتاب لپاره د مبالغې ژبه مناسبه ګڼي؟ بله پوښتنه دا ده، چې آیا د لیکوال مقصود ټول بیت دی، که یوازې د سل بهاره حسن عددي ترکیب؟ که ترکیب مراد وي، د کتاب د نوم لپاره بې معنا دی او که ټوله مسره یا بیت مراد وي، نو بیا مضاعفه مبالغه ده، چې یوازې د بهار حسن نه لري، بلکې د جنت ښکلا هم ور ګډېږي.
«سل بهاره حسن» په څلورو برخو وېشل شوی دی. د ژوندلیکونو په تېره، د شاعر د ژوندلیک لپاره دا یو عام او معمول چوکاټ دی او په دې برخه کې دا کتاب همکومه استثنا نه ده. د کتاب په لومړۍ برخه کې د لیکوال په قول «د استاد پسرلي د ماشومتوب او ځوانۍ په هغو پړاوونو بحثونه شوي دي، چې د هغه د شاعرانه شخصیت د ماڼۍ په جوړېدو کې يې نقش لرلی دی.» په دې برخه کې د لیکوال ټوله هڅه دا ده، چې شاعر حتما د هندي سبک شاعر راته ثابت کړي. دا لکه یو سیاسي رهبر چې د قرآن کريم تفسیر کوي او هر چېرې چې د اجتماعي نظم په تړاو ایتونه مخې ته ورشي، نو د خپلې ډلې او مرامنامې لپاره د استدلال ستنې ترې سازې کړي.
لیکوال له ماشومتوب تر مړینې پورې د شاعر د ژوند داستان په ډېره تصویري او هنري ژبې راته بیانوي، خو په دغه ډول ژبه کې چې دقت ونه شي، د بې ځایه اطناب سبب ګرځي. لیکوال چې موږ د شاعر په ژوند پوهول غواړي، د هغه د ژوند کیسه نه راته کوي، بلکې یوازې هغو شېبو ته مو تم کوي، چې کله شاعر د هندي سبک په سمندر کې د غوپې وهلو لپاره له ماحول څخه د ژبې، کلتور او فرهنګ اکسیجن ترلاسه کړی؛ کله يې د هندي سبک د مشهورو لامبوزنو (بیدل، شیدا، صائب…) او د هغوی د لارښودلیکونو (دیوانونو) ملګرتیا په برخه شوې. د دې ټولې برخې له لوستو وروسته هم بنده په دې نه پوهېږي، چې زموږ شاعر څومره زده کړې کړې وې؟ چېرته يې دندې کړې؟ او د شاعري په خوا کې يې زموږ فرهنګ او جامعې ته نور څه او څه ورکړي؟ لوستونکی د دې برخې له لوستو وروسته یوازې دې پایلې ته رسېږي، چې استاد پسرلی نړۍ ته راغی، لوی شو او یوه ورځ يې د بیدل دیوان په لاس ورغی او په دې ډول د هندي سبک شاعر شو. د دې خبرې یو دلیل دا دی، چې کله لیکوال د شاعر د ژوند په پېښو کې داسې څرکونه نه ویني، چې خپله ادعا پرې ثابته کړي، نو بیا شاوخوا د استاد د ۲۷ کلونو ژوند په دوو جملو کې را لنډوي. د لیکوال بله هڅه دا ده، چې شاعر په لاشعوري ډول د هندي سبک شاعر شوی راته ثابت کړي، حال دا چې شاعر په خپلو خاطراتو کې ځای ځای دا منلي دي، چې دغه سبک يې خوښ شوی او په شعوري ډول يې انتخاب کړی دی.
د کتاب په دوهمه برخه کې «د هندي سبک د پیل په زمانه او هغو تاریخي شرایطو باندې بحث شوی، چې د دې ډېر هنري سبک له زوکړې سره يې مرسته کړې ده.» د شفعیعي کدکني په قول، د ختیځې نړۍ ټولنیز، سیاسي او فرهنګي چاپېریال دومره مبهم او ګونګ وي، چې بنده اصلاً د یوه سبک یا مکتب د ایجاد عوامل نه شي په ګوته کولی. دغه عوامل کله دومره مبهم وي، لکه د چراغ بدست دیوجانس انسان او کله يې له یوه سبک سره هېڅ نېغ په نېغه اړیکه نه وي. لیکوال د دې برخې په ډېر اوږد سریزه ډوله څپرکي کې یوازې یو لامل په ګوته کړی او هغه دا چې په دربار کې د شاعرانو د ارزښت پخوانی مشعل غلی شو، شعر عوامو ته لاره وکړه او په دې ډول له بزګر او اهنګر نه تر رئیس او دوکاندار پورې ټولو شاعري ته مخه کړه او شعر ته د درباري ژبې په ځای د عوامو ژبې لاره وکړه.
لیکوال (په خپل زعم کې) په دغو عواملو ډېر زیات ډاډمن برېښي، خو پوښتنه دا ده، چې که د سبک په ایجاد کې واقعا هم «د ټولنیزو عواملو او د خلکو په ژوند او چاپېریال کې ژور تغییرات» او «شاوخوا پېړۍ» پکار وي، نو بیا ولې د یوه سبک د مؤجد په اړه اختلافات لرو؟ او ولې بابا فغاني ته د دې سبک د بنسټګر تاج ور په سروو او هغه پراخه بستر هېروو، چې «د زاړه سبک ستوري پرېوځي او د شعر په افق کې د نوي سبک لمر را وخېژي.» نوی لمر څه معنا لري؟ آیا له نوي لمر نه مراد یو یا څو شاعران دي؟ که مو مراد شاعر وي، نو آیا د ایمرسن دا خبره خو به مو نه وي تکرار کړې، چې «د شاعر زوکړه په نړۍ کې تر ټولو ستره پېښه وي. په دې معنا چې د شاعر زوکړه په نړۍ کې د لویو بدلونونو نښه وي.»
بله موضوع دا ده، چې د وقوع له سبک نه موږ د کومو عواملو له مخې هندي سبک ته ورسېدو؟ ایا دا دواړه د یو بل د تداوم او تکامل د اصل له مخې رامنځته شوو؟ او ولې ویل شوي دي چې «بلاخره په یوولسمه هجري پېړۍ کې د پارسي ژبې په لویه حوزه کې د شاعرانو یو داسې نوی نسل راوټوکېده…» آیا لیکوال «راوټوکېده» کلمه شعوري کارولې او که يې یوازې تصویري ژبې ته د لیکوال شدید تمایل وګڼو؟ یوه بله پوښتنه دا ده، چې لیکوال په همدې تاریخي او جغرافيوي مقطع کې دا مني، چې ټولنیز او سیاسي چاپېریال اصلاً شعر او هنر ته مساعد نه و، نو بیا ولې یو نوی مکتب منځته راغی؟
دا سمه ده، چې د سبکونو په ایجاد کې د ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي عواملو او چاپېریال لاس وي، خو د بشري دنیا په سټېج باندې د «اغېزناکې پېښې» اصل هم باید هېر نه کړو او د هندي سبک په اړه کټ مټ همدغسې اغېزناکه پېښه رامنځته شوه او د یوه نوي سبک ایجاد ته يې لاره هواره کړه. هندي سبک د پخوانیو سبکونو د اجزاوو له ارتقا رغېدلی سبک دی او د لیکوال د خبرې برخلاف «کاملا متفاوت سبک نه دی.» د اجزاوو ارتقا په دې معنا چې د ادبیاتو په دنیا کې لومړی ځل د ډاروین د تیوري له مخې د survival of the fittest پېښه واقع شوه او دا خبره په خپله د تر بحث لاندې کتاب لیکوال هم مني او لیکي چې «د شعر د واحد او د هغه د تکامل او لنډیز له مخې که پارسي شاعري وګورو، نو هندي سبک يې د ایجاز او تکامل څوکه ده.»
زموږ په عمومي فرهنګ کې په کوزه کې د سمندر د ځایولو خبره ډېره مشهوره ده. د دې خبرې معنا همدا ده، چې د سمندر په اندازه یوه پدیده (پخواني سبکونه) کې چې کوم جوهري عناصر (لفظي او معنوي صنایع، تخيل، فکر، موسيقي) موجود وو، هغو د survival of the fittest د اصل مخې ارتقا وکړه او د هندي سبک په کوزه کې را ټول شوو. د دې معنا دا ده، چې عراقي یا خراساني سبک په هېڅ لحاظ هم تر هندي سبکه ټیټ نه وو، خو هندي سبک د هغو سبکونو له جوهري عناصرو څخه رغېدلی سبک دی. د دې يو دليل په دې سبک کې د شعر د ډېرو اساسي عناصرو په برخه کې د نويو زاويو او معناوو لباس اغوستل اصلا د هېرولو نه دی.
د دې برخې په تړاو د لیکوال (زما په اند) یوه لویه ادعا دا هم ده، چې د دې سبک ګڼ عناصر یا اړخونه داسې دي، چې ان لوی هندي، ایراني او افغاني ادیبان او نقادان هم نه دي پرې پوه شوي او په دې کتاب کې د هندي سبک په مرکزي عناصرو یا له نورو سبکونو څخه په بېلوونکو ځانګړنو ډېر نوی او بې سابقې بحث شوی دی. موږ به د لیکوال د دې ادعا لپاره د هندي سبک تر ټولو ډېر جوهري او مرکزي عنصر «مضمون» ته تم شو او وبه ګورو، چې لیکوال په دې اړه څه راته وايي. د یادولو ده چې «مضمون» یوه له هغو سوژو نه ده چې د کتاب لیکوال په اصلي متن او لمنلیکونو کې بار، بار او د بېلا بېلو نقادانو په اړه ادعاوې کړې، چې ګوندې د هندي سبک «مضمون» يې سم نه دی پېژندلی. د مضمون په هکله د لیکوال د ټول بحث نچوړ دا دی، چې د هندي سبک مضمون «د شعر محتوا یا معنا ته نه وايي» بلکې په نوې ژبه بیان شوی «تخیلي تفسیر» دی. لیکوال چې تر دې نتیجې پورې رسېدلی، د ګڼو ایراني او هندي لیکوالو نظرونه يې رد کړي دي، خو عجیبه خبره دا ده، چې په پای کې لیکوال بېرته له هغوی نه هېڅ متفاوته خبره نه ده کړې. بله دا ده، چې لیکوال له دوکتور پورآلاشتي سره خو اختلاف لري، چې مضمون يې له محتوا سره تړلی دی، مګر کله چې استاد اسدالله غضنفر «د شیدا ادبي بحثونه» کې د کاظم شیدا له نظره مضمون «رنګینه محتوا» ګڼي، نو بیا يې هېڅ نقد یا یادونه نه لیدل کېږي، بلکې په یوه لمنلیک کې یې یوازې دومره اشاره ورته کړې ده، چې استاد غضنفر «مضمون د هندي سبک په فني اصطلاح اخیستی او هغسې يې تشریح کړی، چې شیدا او د هغه د سبک اسلافو پېژانده.» نو که لیکوال د پورآلاشتي خبره نه مني، مګر له استاد غضنفر سره یوه خوله دی، نو بیا د مضمون بحث نور نه پاتې کېږي، بلکې باید دا وڅېړل شي، چې په هندي سبک کې «رنګین» څه معنا لري او «رنګینه محتوا» څه ډول محتوا ده؟ بله عجیبه نکته دا ده، چې د رنګین په تعریف کې پورآلاشتي هم «د نوې رابطې کشفول» خبره ياده کړې ده، خو لیکوال دا خبره نه ورسره مني، بلکې د نوې رابطې په ځای د «تخیلي تفسیر» اصطلاح ورته سمه ښکاري، خو پوښتنه دا ده، چې یوازې د اصطلاحاتو په بدلون سره دې ولې یوه نظریه سمه یا غلطه شي؟ تر دې پخوا ما هېڅ کله فکر نه و کړی، چې د هندي سبک مضمون به دومره پېچلې او مبهمه مسئله وي، خو په «سل بهاره حسن» کې مې چې د لیکوال ضد او نقیض بیانونه مخې ته راغلل، نو په خپل اطمینان یو څه شکي هم شوم. د مضمون په اړه چې د لیکوال خبرې را لولو، نو څو پوښتنې حتمي د بنده سترګو ته درېږي، چې آیا دغه ټول بحث يې د محمود فتوحي رودمعجنی د «مضمون در فن شعر سبک هندي» یوه ځیرکانه خلاصه وګڼو او که د «سل بهاره حسن» د صاحب د خپل ذاتي فکر او څېړنې ګلونه؟ او بله دا چې آیا د لیکوال پنځولي «د مضمون درې مهم اړخونه: نویوالی، منبع او د مضمون د تړلو طرز» خو به د فتوحي صاحب د درې نقطو «یافتن، بستن، رساندن» تشریحي ژباړه او توضیح نه وي؟ په دې بحث کې ډېره جالبه نکته دا هم ده، چې لیکوال د فتوحي په اړه په لمنلیک کې راته وايي، چې «… د مقالې په پای کې د نورو کره کتونکیو په څېر په خپله دی هم د مضمون په دقیق تعریف کې بریالی شوی نه دی. هغه مضمون د الفاظو له صنعت او اوډون سره غوټه بللی دی.» خو کله چې د مضمون په اړه خپل بحث را ټولوي، نو بېرته د فتوحي خبره راته تکراروي، چې «کلمات یې له یو بل سره د جال د حلقو غوندې نښتي وي او د مخاطب په ذهن کې د نویو او تازه معناوو زړي کري.» د لوستونکو د اطمینان او دلچسپي لپاره به د فتوحي د مقالې دغه برخه په اصلي ژبه کې را نقل کړو، تر څو دا قضاوت لوستونکي وکړي، چې آیا زموږ لیکوال جلا خبره کړې او که یې پخپله د فتوحي خبره کټ مټ را ژباړلې. فتوحي د خپلې مقالې په پای کې لیکي چې «مضمون شبکهای از پیوندها او ارتباطات میان الفاظ یک بیت است که موجب تداعی معانی ناګفته و اشارات ضمنی در ذهن خواننده شده است.»
د «سل بهاره حسن» په دریمه برخه کې «د استاد پسرلي د شخصي سبک په اړه بحثونه شوي دي.» د دې برخې په تړاو په خپله لیکوال هم لیکلي دي، چې دا «د کتاب لویه او ښايي تر ټولو اساسي برخه» وي. لیکوال د شاعر په ټوله شاعري کې دومره ذره بیني کړې ده، چې بنده يې تش د هغې خوارۍ په تصور هم حیرانېږي، چې لیکوال د شاعر د شاعري په یوه، یوه برخه تېره کړې ده. د لیکوال د هغې ادعا واقعي مصداق چې لټوو، نو زما په نظر د کتاب په همدې برخه کې يې باید ولټوو. لیکوال د استاد تر ځانګړي او «منحصربفرد» سبک پورې د رسېدو لپاره د هغه د شاعري درې پوړونه (ژبني، بلاغي او عاطفي/فکري» په ډېر هنري او دقیق انداز راسپړلي دي او د هندي سبک تقریباً په هره شاخصه يې له نویو زاویو رڼا اچولې ده. دلته یوازې لیکوال دا نه درته وايي، چې د شاعر په شعر کې پلانکۍ او بیستانکۍ استعارې راغلې او يا يې د استعارې له هغه او دغه ډول نه استفاده کړې، بلکې هغه او دغه هنرآله ولې او څومره هنري او شعري ارزښت لري، په دې يې هم ډېر پرمغزه بحثونه کړي دي. په دې برخه کې یوه خبره د یادونې وړ ده، چې سبکپوهان عموماً دریمه سطحه د شاعر په سبکي ځانګړنو کې نه شمېري، دا خبره په خپله لیکوال هم کړې ده، خو د دې خبرې په رد کې يې دوه دلیلونه راوړي دي، چې دواړه يې محل نظر دي. فکرونه مشترک وي، خو په دې فکرونو کې ډېر زیات انحراف او بیا د دې انحراف تکرار هم د شاعر شخصیتي ځانګړنه خو کېدلی شي، مګر سبکي ځانګړنه يې نه شي کېدلی. مثلاً د استاد پسرلي د فکر یوه مهه ځانګړنه معتدل مزاجي ده، لومړی خو دا هېڅ انحراف نه دی، بیا د دې انحراف ډېر تکرار هم د شعري سبک ځانګړنه نه ګرځي، په دې چې د شعر له معتدل او مفرط مزاج سره سروکار نشته. په دریمه سطحه کې د عاطفې بحث هم په بیا بیا لوستو ارزي او د لیکوال د دې ادعا په تول پوره خېژي، چې ویلي يې دي، په کتاب کې به ډېرې خبرې نوې وي.
په پای کې دا خبره نه کول به لویه بې انصافي وي، چې د «سل بهاره حسن» د لیکوال د استدلال ځانګړی اسلوب او «منحصربفرد» طرز يې په ټول کتاب کې داسې خور وور دی، چې لوستونکی له ټول اختلاف سره، سره هم سترګې نه شي پرې پټولی. په دې سربېره، د کتاب د تصویري او هنري ژبې د اثبات لپاره هېڅ ضروري نه ده، چې په بېلګو پسې يې وګرځو، بلکې هره پاڼه چې اړوو، د خوږو اوبو غوندې نثر نه لپې را ډکولی او خپل ادبي ذوق پرې خړوبولی شو. دا به ښايي لوی کمال وي، چې علمي او فني خبرې هم په داسې ژبه وکولی شې، چې د لوستلو په ځای يې په سترګو ولیدلی شې، محسوس يې کړې او فني دنیا د یوې څو بعدي فضا غوندې ومومې.
د قدرمن ډاکټر احسان الله درمل د دغسې نورو «سل او زر بهاره حسنونو» د لیدو په هیله!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.