په دې ورځو کې په ټولو نړیوالو تلويزوني چاينلونو او ټولنيزو رسنیو کې پاکستان ته د لوړو زده کړو په موخه د افغانو جینکو لیږلو خبر تود دی، ورسره ویل کیږې چې پاکستان د طالبانو حکومت یرغمل کړی دی.
افغان سیاسي څارونکو په اند، د طالبانو حکومت د پنجاب ( اي اس اي) ادارې په منګولو کې ښکیل دی او اوس یې بله لوبه دا روانه کړې، چې په افغانستان کې په دريو کلونو کې پر جینکو د ښوونځيو دروازې تړل شوې، تر اوسه د پرانيستلو کوم څرک نه لیدل کيږي، خو زموږ دغه ګاونډی هېواد چې خونړۍ پنجې يې لا هم زموږ د ځوانانو او بيوزله هېواد والو پر وينو سرې دې، څرنګه څلور يا پنځه زره ښځينه محصلينو ته د لوړو زده کړو لار برابروي.
حال دا چې د طالبانو واک ته د رسیدلو په دویم کال د هغوي له خوا پر جينکو د زده کړو بنديز ته پاکستان سر ښورواوه او ويل يې چې په افغانستان کي دا کلتوري مسله ده او د جينکو زده کړې سره افغانان هم غږي نه دي.
دغه وضعیت ته په کتو، ډیرې سیاسی څارونکي په دې اند دي، چې پاکستانی چارواکي مدام پر دې ټکي ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د خلکو روحيه ډيره زواکمنه ده او هر افغان د پاکستان پر ناوړه او کرغيړنو اعمالو خپله کرکه څرګندوي، دوي غواړې پر هر چل او فریب سره چې وي، خپل شوم اقدامات تر سره کړي او د خلکو په دغه روحیه کې بدلون راولي.
لکه په تير کال کې پاکستاني سیاست وال، مولانا فضل رحمن، پاکستاني ازاد خبريال طاهر خان سره، افغانستان ته د خپل سفر څخه وروسته، په تر سره شوې مرکه کې وويل:« طالب چارواکو له موږ سره ژمنه وکړه، چې وروسته له دې به خپل تعلیمي نصاب داسې جوړوي، چې د پاکستان ضد روحيه په کي له منځه ولاړه شي.»
خو د نړيوالو او سیمه ايزو چارو کارپوه ښاغلي سيد بلال احمد فاطمي له طلوع نيوز سره په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د طالبانو حکومت د پنجاب له خوا يرغمل شوی دی او دا ټول بندیزونه، لکه د جينکو زده کړه، د ښځو کار، د اساسی قانون نه جوړول او نور د ( اي اس اي)په خوښه تر سره کيږي.
ښاغلي فاطمي وويل:«د ای اس ای سره تړلي کسان لومړی په خپله ملا هيبت الله دی، نور محمد ثاقب،محمد حکيم حقاني، مولوي عبدالکبير، حبيب اغا، خالد خنفي، نورالدين ترابي، ندا نديم او يو شمير نور دي.»
د ده په خبره ټولي هغه څيرې چې له پنجاب سره نږدي دي، اوس يې خبره چليږی او هغه چې د دوحې په تړون کې ګډون وال و، هغه اوس هسی تش په نوم په واک کې دي، له سیاسی ډګر نه ويستل شوي دي. لکه ملا عبدالغني برادر، عباس ستانکزی او يو شمير نور.
ځکه د امريکا پلان دا و، چې، د دوحې په تړون کي ګډون کونکي به په واک کې راځي، خو دا پلان يې عملي نه شو او هغه کسان چې د( اي اس اي) له خوا ګمارل شوي وو، هغه يې په واک راوستل، په حقيقت کې، پنجاب خپله کودتا ترسره کړه.
په دې اړه د نړيوالو چارو کارپوه سید بلال احمد فاطمي زياته کړه:« ملا عبدالغني برادر چې په دوحه کې تر ټولو مهم شخص و، اوس يې له ټولو سیاسي کړنو ګوښه کړی او د هېواد ودانيزو کارونو مسولیت يې ور پر غاړه کړی. لکه د بندونو، سړکونو جوړول او نور. د سياسی ځواک لرونکي کسان هغه دي، چې د پنجاب د ( اي اس اي) ادارې له خوا ټاکل شوی دی.
دغه راز يو شمير نور سياست وال هم دا خبره کوي، چې پاکستان اوس مهال خپل هماغه پلان عملي کوي، چې څلور يا پنځه زره ښځينه محصلينو ته، د لوړو زده کړو له پاره سکالرشيپونه ورکوي، تر څو په دې توګه د هغه انديښنې له منځه وړلو له پاره عملي ګام پورته کړي، چې دوي وايې، په افغانی ټولنه کې د پاکستان ضد روحيه بايد له منځه ولاړه شي. په دې توګه نو دغه محصلينې چې له تحصيل وروسته هېواد ته راځي، دوي به بيا جلا روحيه لري او د هغه هېواد په هکله به خواخوږي پيدا کوي،چې دوي په کې تحصيل کړی وي.
په دې ډول دوي غواړي د افغانانو په ځوان نسل کې د پاکستان په هکله مثبته او ښه روحيه پیدا کړي او هغه په کې وروزې، چې دوي غواړي په تعليمي نصاب کې بايد بدلون راشی، نو اوس يې ورته ښه لار پيدا کړې او هغه د ځوانو جينکو روزل دي، چې تر ټولو اغيزمنه او لنډه لار ده، ځکه دا محصلينې راتلونکې ميندې دي او د طالبانو نږديوالې هم د دغه ( اي اس اي) له ادارې سره ترينه څرګند دي. بل دا چې پاکستان د دغه محصلینو د تحصیل له پاره له نړیوالې ټولنې په میلونو ډالر اخلي، چې له هغې څخه ډیره کمه برخه پر دغو جینکو لګوي او نور لکه د جهاد پر مهال خپلو جیبو ته اچوي.
دلته بیا لکه د لمر په څیر روښانه ده چې د طالبانو خواخوږي د پنجاب له ادارې سره ډیره زیاته ده، ځکه په خپلو بوهنتونونو کې پرې دروازې تړې او پاکستان ته چې ټول جوړښت یې شر او فساد دی، هلته یې استوي. دا د طالبانو له پاره یو بل تاریخې شرم، پور او پیغور دی..
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.