ښه مشرتابه یوازې په کار کولو یا د پروژو مشري کولو پورې محدود نه ده. دا د نورو هڅولو او الهام ورکولو په اړه ده، څو هغوی خپل بشپړ ظرفیت ته ورسېږي. په هر سازمان کې چې کار کوئ، ستاسو د ټیم مدیریت کولو طریقه د هغې د بریا لپاره ډېره مهمه ده. لکه څنګه چې وایي، “ټیم کار خوبونه په حقیقت بدلوي.”
دلته اووه عملي لارې دي چې تاسو سره مرسته کوي داسې مشرتابه طرز جوړ کړئ چې ستاسو ټیم ته الهام ورکړي او هغوی لویې موخې ترلاسه کړي.
۱. عاطفي هوښیاري (EQ) رامنځته کړئ
عاطفي هوښیاري د الهامي مشرتابه کلیدي برخه ده. دا د ځان پوهې، همدردۍ، او د خپلو او د نورو د احساساتو د سم مدیریت په اړه ده. لومړی خپل احساسات درک کړئ او وګورئ چې څنګه ستاسو چلند پر نورو اغېز کوي. فعال اورېدونکی شئ، یعنې د ټیم د غړو خبرې په غور او توجه سره واورئ، ترڅو د هغوی نظریات او لیدلوري درک کړئ. دا ډول اړیکه باور رامنځته کوي او ستاسو ټیم ته د ملاتړ او ارزښت احساس ورکوي.
۲. خلاصه او شفافه اړیکه وښایئ
که تاسو غواړئ ستاسو ټیم په اغېزمن ډول کار وکړي، نو اړینه ده چې شفافه او روښانه اړیکه ونیسئ. څېړنې ښيي چې ۶۹ سلنه مدیران د خپلو کارکوونکو سره په اړیکه نیولو کې ځانونه ناارامه احساسوي. داسې چاپېریال جوړ کړئ چې ستاسو ټیم وکولای شي په ازاد ډول خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي. کله چې تاسو شفافیت او خلاصون وښایئ، نو داسې فضا رامنځته کېږي چې خلک پکې ځانونه خوندي او پیاوړي احساسوي.
۳. د بدلون منلو وړ اوسئ
په نننۍ نړۍ کې، چیرې چې بدلونونه په چټکۍ سره رامنځته کېږي، انعطاف او زغم لرونکی اوسېدل د ښه مشرتابه لپاره ډېره مهمه ځانګړنه ده. بدلون ته په مثبت ډول ورنږدې شئ او نوې نظریې ومنئ. خپل ټیم وهڅوئ چې نوښت وکړي او د ستونزو حل لپاره نوې لارې ومومي. دا ډول چلند نه یوازې باور زیاتوي بلکې یو ځواکمن او ځواب ویونکی ټیم هم جوړوي.
۴. د لید او موخې سره مشري وکړئ
یو لرلید لرونکی مشر راتلونکی روښانه کوي. خپل لید له خپل ټیم سره شریک کړئ او هغوی ته وښایئ چې په دې کې څه رول لري. دا د موخې احساس رامنځته کوي او د ټیم د غړو هڅونې لامل ګرځي. د کوچنیو بریاوو جشن ونیسئ ترڅو خپل ځان او ټیم ته انرژي ورکړئ. کله چې کارکوونکي پوه شي چې د هغوی کار د یوې سترې موخې برخه ده، هغوی به ډېر هڅېدلي او متمرکز وي.
۵. نورو ته واک ورکړئ
د کارکوونکو پیاوړتیا د هغوی د مسؤلیتونو سپارلو سره تړاو لري. دندې هغوی ته وسپارئ او پرېږدئ چې خپلې پرېکړې وکړي. که اړتیا وي، سرچینې او ملاتړ ورکړئ، خو په هره وړه پرېکړه کې مداخله مه کوئ. کله چې تاسو پر خپل ټیم باور وکړئ، هغوی به هم پر تاسو باور ولري او خپلې دندې په غوره ډول ترسره کړي.
۶. د قدردانۍ او پېژندنې تمرین وکړئ
کله چې تاسو د خپلو کارکوونکو لاسته راوړنې وپېژنئ او ستاینه یې وکړئ، دا د هغوی مورال لوړوي. په منظمه توګه د انفرادي او ډلهییزو بریاوو لپاره ستاینې وکړئ، که په غونډو کې وي، که په لیکلي ډول، یا د رسمي جایزو په شکل. کله چې کارکوونکي ځانونه ارزښتمن احساس کړي، هغوی هڅېدلي او وفادار پاتې کېږي.
۷. د ودې ذهنيت څرګند کړئ
الهامي مشران ننګونې د زده کړې فرصت بولي. د ودې ذهنيت سره تاسو خپل ټیم وهڅوئ چې له تېروتنو څخه زده کړه وکړي، نه دا چې له هغوی ډار وکړي. خپلې د ستونزو حلولو کیسې شریکې کړئ او وښایئ چې تاسو څه زده کړي دي. دا ډول شفافیت د داسې کلتور بنسټ ږدي چې پکې د ټیم غړي هڅه کوي نوې لارې او نوښتونه رامنځته کړي.
سرچینه: Inc.com
ژباړه او نچوړ: نصیر احمد څپاند
(EQ ) لنډير
EQ د Emotional Quotient
لنډیز دی، چې په پښتو کې ورته عاطفي هوښیاري یا احساسي وړتیا ویلای شو.
دا مفهوم د دې توان ته اشاره کوي چې یو کس څنګه خپل احساسات درک کړي، کنټرول یې کړي، او په اغېزمن ډول د نورو احساسات مدیریت کړي. EQ په ځانګړي ډول د اړیکو ښه کولو، شخړو هوارولو، د ټیم مشرتابه کولو، او د خلکو ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړولو لپاره مهم دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.