واشنګټن کې د مسافر وړونکې الوتکې او نظامي هیلي کاپټر خونړۍ پېښې نوي جزیات.

103

واشنګټن، جنورۍ ۳۱، ۲۰۲۵ – د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د مسافر وړونکې الوتکې او نظامي هیلي کاپټر تر منځ د ټکر د پېښې په اړه تازه معلومات خپاره شوي دي.

د راپور له مخې، هغه Black Hawk نظامي هیلي کاپټر چې د American Airlines له مسافر وړونکې الوتکې سره ټکر شو، د جو الیس په نوم یوه پیلوټه چلوله.
ویل کېږي، چې نوموړې ۱۵ کاله د ویرجینیا د ملي ګارد غړې وه او په وروستیو میاشتو کې یې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغه فرمان نیوکې کړې وې، چې د ټرانسجینډر کسانو لپاره یې د پوځ د خدمت بندیز لګولی و.

په دې پېښه کې ټول ۶۷ کسان، چې په دواړو الوتکو کې سپاره وو، وژل شوي دي.
د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري، او چارواکي وایي، چې د یخنۍ له امله د پاتې کسانو ژوندي پاتې کېدل ناشوني دي.

د امریکا د ترانسپورت ملي امنیت شورا (NTSB) د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې پیل کړي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د هوايي ډګر د کنټرول برج کې د کارکوونکو کمښت او د اړیکو ناسم مدیریت د پېښې احتمالي لاملونه ګڼل شوي دي.

که څه هم ځینې امریکایي رسنۍ د الیس د جنسیت په اړه راپورونه خپروي، خو نورې لویدیځې رسنۍ وایي، چې پیلوټه یوه تجربه‌لرونکې ښځه وه، چې له ۵۰۰ ساعتونو زیات الوتونه یې ترسره کړي وو، خو دا نه ده تایید شوې چې آیا هغه ټرانسجینډر وه که نه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پېښې په غبرګون کې ویلي
“هیلي کاپټر مستقیم د الوتکې لوري ته روان و، شپه صافه وه، او د الوتکې څراغونه بل و. زه د هیلي کاپټر د پیلوټانو او د هوايي ډګر د کنټرول برج په مسلکي توب شک لرم.”

همداراز، ټرمپ اعلان کړی، چې په امریکا کې به د الوتنو معیارونه سخت کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.