د احمد جان آریا سره یوه اسلامی یعنی عادلانه محاسبه

محمد داؤد مومند

130

روکیه احمد جانه

  ستا اوتی بوتی می واوریدی، چی دی ته عقده کشایی وایی.

ستا اعتراضونه او انتقادونه، د زړو پخوانی چقمقی ټوپکو چی د (دهن پر) په نامه یادیدل، ته ورته والی لری.

د ټوپک خاوند به باروت او ساچمی په یوه ټکرکی سره و نغښتی او بیا بی د ټوپک د میل په خوله کی د یوه فلزی سیخ په واسطه، د ټوپک هغه ځای ته ورتمبه کړی چی د فیر(فایر) یا (اور) ماشه موقعیت لری، نو څه مهال چی به د ټوپک خاوند، ماشه کش کړه، د ټوپک د خولی نه به د باروتو یو لویه لوخړه (دود) راپورته شو، تر دی حده چی، دی لوخړی به ټوپک د خاوند مخ، د باروتو په لوګی (دود) تورکړ.

ستا اعتراضونه او اتهامات او ښکنځلی هم د هماغه چقمقی دهن پر، ټوپکونو ته ورته دی. چی ستا خپل مخ یی په لړۍ او لوګی تور کړی دی.

زموږ په ملی او ملتی ژبه کی یوه وینا ده چی:

«غلبیل کوزی ته وویل چی تا کی دوه سوری دی»

په دری ژبی کی هم یوه کره وینا ده چی :

«کورخود و بینای مردم»

ښه سو چی ستا بغاری می واوریدی او په دی توګه تا خپل وړکی ظرفیت، سړیتوب، او شخصیت او اهلیت، په اصصلاح مس، دی نورهم څرګند کړل، ستا بغاری او اتهامات د هغی محک بڼه لری چی وایی :

تا سیه روی شود، هرکه در او غش باشد.

روکیه احمد جانه ! ته د آریایی نژاد ادعا لری، ځکه تا د نژاد پرستی د کاذبی انګیزی او د خپل نژادی او قومی اصالت د تظاهر دپاره وویل چی ستا آریایی څټه ۱۷۰۰ کاله تر میلاد ترمخه رسیږي!!!!!!!!

نژاد پرستی ښکر لری که لکۍ؟

ته د تخیلی اسطورو او قیصو پر بناء د آریایی توب دعوی لری، یعنی څه؟

یعنی تاجک فوق همه!!!

یعنی احمد جان آریا، خپل نژاد تر نورو قومی وطنوالو ورونو یعنی هزاره ګانو،  بلوڅو، جټانو او نور میښت قومونو څخه، ځان لوړ او جګ بولی.

په داسی حال کی چی د ستا او دیوه جټ او جولا په لری (خیټه) کی یو شان فضله ځای لری.

ستا او د جټانو، پښتنو، هزاره ګانو، بلوڅو او په مجموع کی د انسانی ټولنی په نړیواله سویه، د وینی په رنګ او ماهیت کی، کوم تفاوت نشته.

ستا او د جټ په انسانی کرامت کی د ذری په اندازه کوم تفاوت نسته.

نو بیا د ۱۷۰۰ سال قبل از میلاد اسطوره او دعوه څه معنی لری؟

آیا ستا نژاد د هزاره وطنوالو په مغلی نژاد او جټانو چی هیتلر، تری نفرت درلود، په نژاد څه برتری او اصالت لری؟

که ستا نژاد د هزاره په نژاد او یا جټانو په نژاد، برتری نلری، نو بیا ستا نژاد پرستانه بغاری او قیل اوقال او واویلا څه مفهوم لری؟

که ته د خپل ټرنیکه او یا تر هغه دمخه، فامیلی شجره نلری، نو بیا د  ۷۰۰سال قبل از میلاد، دعواګانی څه معنی لری؟

څه معلومه ده چی ستا، خپل ټرنیکه د جټانو یا د مغلو له نژاده نه وه؟

ته د داسی فرضیی د رد دپاره دلایل لری؟

اسلامی ارشاد دی، چی فرمایی:

ان اکرمکم عندالله اتقاکم

اسلام بیا هم وایی:

شرافت الانسان بالعلم و الادب، لا باالمال والنسب

اما ته په خپل ادعایی آریایی نژاد باندی د تبختراو تظاهر نه کار اخلی.

هغه هم په داسی حال کی چی د خپل ټرنیکه په نوم هم نه پوهیږی!!

پکارداده چی د خپلو وطنوالو نه، د خپلی نژادی برترۍ، اصلیت او اصالت د ادعا په ارتباط معذرت و غواړی.

احمد جانه روکیه آریا!

ما خو په خپله تحقیقی مقاله کی ، هډو ستا نوم هم ندی اخستی، خو د دری ژبی کره وینا ده چی «دزد به سرکلاه خود پردارد» فلفوردی عکس العمل(ستاسی په ژبه واکنش) وښود، نو اوس واوره او: (بخوان و بدان)

تا یوکال دمخه په همدی وزین او مبارک ویب سایت کی، چی د افغان جرمن زعامت او مطبوعاتی استبداد، موږ دی ویب سایت ته مهاجر کړی یو او دی ویب سایت موږ ته مطبوعاتی پناه راکړی ده، تا د پښتوالی او پښتونولی کود ته چی د ۷۰ ملیونو پښتنو، د زرګونو کلونو د ټولینز ژوند او هڅوب «فرهنګ»  د پلرونو او نیکونومیراث دی د «ایدیولوژی منحط» نوم ورکړ.

لدی نه به تیر شو چی ستا ادعا، ضد ملی او ضد علمی او په حقیقت کی دا ستا د پوهی، معلوماتو، ادراکاتو، حدسیاتو، مطالعاتو، تحصیل او تعلم په ضعف او فقر، دلالت کوی، ستا دا فارسیستی او نژادی اتهام او توجیه په واقعیت امرکی، د پښتنو د ۷۰ ملیونی کتلی ته یو صریح او څرګند اهانت او سپکاوی دی!!!!

که ستا په مریض ذهن کی کوم انسانی احساس موجود وی نو ته باید د پښتنی ټولنی نه معذرت وغواړی.

روکیه احمد جانه چی ځان اریایی بولی!

تا دهیواد شمال ته چی باید د افغانستان د غذایی تولیداتو کندو ووایو، د بی وزله پښتنو کوچانو لیږدول، د بدخشی طاهر، بدخشی  پدرام، بدخشی ربانی، بدخشی لعل زاد، بدخشی فایق او دشمال د ستمی جمعیت او نظار شوری او تجزیه غوښتونکر او فدرالیستانو، به څیر او موازاتو کی غندلی دی.

ددی نه ستا مطلب دا دی چی په شمالی صفحاتو کی د پاردریایی مهاجرینو راتګ او اسکان د هغوی حقوقی، قانونی او طبیعی حق و، مګر پښتانه په دی ګناه چی پښتانه دی هلته د اسکان او ژوند او کار او بار او زراعت او تجارت حق ندرلود!!!!!

آیا پښتانه کوچان چی د ژوند د ټولو انسانی او بشری امکاناتو له د تعلیم او تربیی حق، د اسکان او زمکی لرولو حق ، د صنعت او تجارت حق، د هدیری لرولو حق، د کلینیک او صحی امکاناتو د لرولو حق، د خپلو څارویو د ژغورلو حق نلری !!!

افغانستان د ټولو وطنوالو که په هر قوم او قومیت پوری اړه لری، مشترک کور دی.

د شمال اوزبکان، ترکمنان او تاجکان حق لری چی په پکتیا، هلمند، کندهار، ننګرهار، کنړونو، نورستان او لغمان کی ژوندی وکړی او دکار او بار خاوندان شی، د اقوامو اختلاط، د ملی تفاهم ستره او مؤثره وسیله ده چی د بیګانګۍ او قومی او قومیتی او منطقوی، حساسیت په لیاره کی یوه حتمی او ضروری خبره ده.

ما په کندوز کی پنځه کاله او په تخار کی دری کاله او څه موده می د امام په ولسوالی کی تیری کړی، پښتنو او نورو اقوامو سره په ګده او صلح سره ژوند کاوه، دوی به په خپلو کی خپلوۍ کولی، مړی او ژوندی یی سره شریک وه،

دا ټول قومی حساسیتونه د بدخشی تور فکرانو لکه بدخشی طاهر او ګڼ شمیر تجزیه غوښتونکو لخوا تزریق شول.

د نظارشورا او ستمی جمعیت حکمرانی، هیواد د تجزیی خواته بوت.

د افغانستان د مفاخرو د ډلی د یوه ځلانده ستوری، لوی علمی او ادبی او سیاسی شخصیت، علامه صاحب رشاد بابا،  شمال صفحاتو ته د بی وزلو پښتنو د لیږدولو په ارتباط ما د هغوی یوه لیکنه په همدی ویب سایت کی خپره کړی ده.

چیری ته، او چیری علامه صاحب رشاد؟

علامه صاحب فرمایی چی:«په هغه مهال په شمالی صفحاتو کی په لکونو جریبه دولتی شاړی زمکی وی، هغه شاړی زمکی په ځنګلونو بدل شوی وی او خوکان به په کی ګرزیدل، لازمه بشری قوه شتون ندرلود چی دا شاړی زمکی او ځنګونه آبادی کړی، څرنګه چی به ویل کیدل:

مرګ میخواهی قندوز بر

خو مفکرمحمد ګل مومند په عذر او زاریو بی وزله پښتانه کوچان دی ته و هڅول چی د هیواد شمالی برخو ته منتقل شی او دا شاړی دولتی زمکی د کر وړ او زراعت وړ وګرزوی»

روکیه احمد جانه چی ځان آریایی بوولی!

تاته مهمه نده چی د هیواد په تاریخ کی د ازبک تباره محمود نه تر اوسه پوری د پښتنو د فرهنګی حق درناوی ندی شوی!

تا ته مهمه نده چی د هیواد مشرانو اوعالی رتبه مامورین حاضر نشول چی د پشتو ملتی ژبه زده کړه او پری د تقریر او تحریرسواد ولری او د پشتنو ورونو سره پری مرکه وکړیی!!!!.

تا ته مهمه نده چی د دربار ژبه هیڅکله پښتو نشوه!!

تا ته مهمه نده چی د هیواد یو دری ژبی پوهاند، داکتر، استاد، اکادمسین او داسی نور په پښتو ژبه وپوهیږی!!!

ستا هم مسلکه او هم مشربه داکتر سید کاغذ وایی چی :«ما فارسی زبانان کدام ضرورتی نداریم که زبان افغانی یعنی پشتو را یاد بګیریم.»

سمندرغوریانی پنځه ژبی په علمی توګه زده وی خو زموږ د ټولنی په ملتی پښتو ژبه کی بیسواده وه!!!

ته ویلای شی چی سمندرغوریانی چی په پنځه بیګانه ژبوعلمی تسلط درلود ولی په پښتو ژبه کی بیسواده وه ؟

زما اټکل دا دی چی ته هم حد اقل په یوه بیګانه ژبه تسلط لری ولی د هیواد او ملت د یوه غوڅ قومی اکثریت په ژبه کی بیسواده او بیړا پاتی شوی یی.

که داسی نده دا ګز او دا میدان !

زه په دوه سایتونو کی تر ۳۰۰ زیاتی مقالی لرم چی ۹۰ فیصده یی په دری ژبه دی.

زما دواړه زامن چی په غربی نړۍ کی ستر شول په دواړه وطنی لویو ژبو د وینا او خبرو په سطحه، تسلط لری.

نو اوس ووایه چی متعصب او فاشیست څوک دي؟

تا ته مهمه نده چی صفوی جنایتکارانو د پښتنو ژبی پری کولی!!!

تاته مهمه نده چی په کابل کی ستا هم مشربه او هم تباره فرهنګیانو به پښتنو ته افغان غول وایه!!!

تا ته مهمه نده چی د افغان جرمن په ویب سایت کی، ستا هم نفس او به جان برابر او ملګری، د افغانستان مؤسس ستر احمد شاه بابا ته د تن خرڅونکو میرمنو په سویه ناروا ښکنځلی وکړی!!!!!!!

تا ته مهمه نده چی ستا همدا رفیق شفیق، پښتنو ته (پښتون غول از پس کوه آمده وایی)

زما د مضمون د لیکلومشوق همدا ستا د فرهنګی به جان برابر، برادراو ملګری، ملی او انسانی ضد شعارونه وه، چی الله و اکبر ووایم چی خدای حق دی او پښتانه هم دده مخلوق دی او د انسانی حقوقو مستحق دی!!!

خو په تا اوربل شو چی زه ولی الله و اکبر وایم او د پښتنو او د هغوی د فرهنګی حقوقو .غ پورته کوم.

یوه شاعر ویلی دی چی:

ظالم می هم وهی هم می ژړا ته نه پیږدی

داسی بریښی چی ته هم د صفویانو د ظالمانه فرهنګ، خلف الصدق او وارث یی.

صفویانو هم د آریایی نژاد ادعا کوله او ته په هماغه کنجاړه شخوند وهی.

صفویان هم د پښتنو او د پښتو ژبی دشمنان وه او ته هم د هماغه شعارونو منادی یی!!!

ټول تجزیه طلبه، افغان او افغانستان دشمنه، ستمی ډلی هم د پښتنو او پښتو ژبی ماد زاده دشمنان دی، او تا هم د هغوی پسی اقتداء کړی ده !!!!!

احمد جانه بچیه!

تا په خپله دریچه ای تبصری کی د قوانین عمومی او قونین ایالتی په تذکر سره د تخویف، ترعیب، ارعاب او دباو د نامردانه تکتیک نه ګټه پورته کړی ده چی دا ستا په بی ایمانۍ، بی ننګۍ او معنوی کمزورتیا، ډار او جبن دلالت کوی. موږ په خپله ملتی ژبه کی یوه و ینا لرو چی :

«یو څوک چی د سیند موجونه پرمخه کړی د ځان د نجات دپاره هر بوټی ته لاس اچوی.»

داسی بریخی چی زه د څپانده اباسین د څپو حیثیت لرم او ته هم د داسی وګړی حیثیت لری چی د خان د نجات دپاره، هر بوټی، خس او خاشاک ته لاس اچوی!

احمد جانه!

ماته ستا او (نجیب بارور) کوم فرق او تفاوت نشته.

نجیب بارور خپله خاوره ایران ته ورکوی، او ته احمد جانه! ته خپل وطنی فرهنګ د ایران د فرهنګ سره معاوضه کوی!

لاس دی ترخپل مربی او مربا یعنی تهرانه خلاص!

وروستی اتمام حجت او د مناطقی خاتمه.

   تأملی بر پندارهای، فرهنگیان بی فرهنگ

خړ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.