د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار راپور ورکړی چې متحدوایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په دې هېواد کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي.
سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې د جنوري په ۳۰مه نېټه یې کانګرس ته وړاندې کړ او پرون د جنوري په ۳۱مه یې خپور کړ، ویلي دي چې دا پیسې د ملګروملتونو د هغو ادارو له لارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د نړیوال بانک له خوا چې د افغانستان امانت صندوق اداره کوي، په دې هېواد کې لګول شوې دي.
راپور زیاتوي چې دې مرستو که څه هم ښايي د قحطۍ یا د افغانستان د اقتصادي سقوط له مخنیوي سره مرسته کړې وي، خو طالبان یې د امریکايي وګړو له یرغمل کولو، د ښځو او نجونو پر حقونو له تېري، د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله د افغانستان له بدلولو، د رسنیو له سانسور او د تېر نظام د سرتېرو له په نښه کولو نه دي راګرځولي.
سیګار وايي چې دا پیسې د ملګروملتونو ادارو او نړیوال بانک په افغانستان کې لګولي دي.
له بلې خوا له ځلونو اندېښنو څرګندولو وروسته د امریکا د مشرانو جرګې ځینو غړو د “نړیوالو ترهګرو د تمویل د بندولو قانون” په نوم لایحه د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې کړې ده.
امریکایۍ سناتورې شیلي مور کاپیتو چې د دې لایحې طرح ېې وړاندې کړې، د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰مه) په خپله رسمي وېب پاڼه ویلي، د دې لایحې چې د لسو سناتورانو لخوا تایید شوې، د تصویب په صورت کې، هغه مرستې چې امریکا یې د افغانستان لپاره له ملګروملتونو سره کوي، تر هغه مهاله بندېږي چې روڼوالی یې نه وي یقیني شوی او معلومه شوې نه وي چې چیرته لګول کېږي.
مېرمن کاپیتو زیاتوي چې په دې طرح کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه شوې چې، کانګرس ته ډاډ ورکړي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې افغانستان ته د ملګرو ملتونو په نغدي مرستو کې شاملې نه دي او له دغو پیسو څخه د طالبانو په ګډون نورې ”ترهګرې ډلې” نه تمویلیږي.
نوموړې امریکایۍ سناتوره زیاتوي چې “د امریکا خلک د مالیې په ورکولو سره د ترهګرو ډلو د تمویل ملاتړ نه کوي.”
مېرمن کاپیتو ټینګار کړی چې، که ملګري ملتونه په افغانستان کې د پیسو څارنه نه شي کولای نو په خبره یې، باید په دې برخه کې پرې باور ونه شي.
نوموړې زیاتوي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو حقونه اخیستي دي، هغه څه چې سیګار هم په خپل راپور کې اندېښنه پرې ښودلې ده.
امریکایۍ سناتوره وايي امریکایان نه غواړي د مالیې په ورکولو سره د ترهګرو ډلو د تمویل ملاتړ وکړي.
که څه هم ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت لا د سنا جرګې د دې غړې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن د ادارې د بهرنیو چارو وزارت، ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت په وار وار، دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې له افغانستان سره د بهرنیانو بشري مرستې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له لارې په مستقیمه توګه تر اړمنو افغانانو پورې رسېږي.
د یادونې ده چې دا لایحه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه اجرایوي فرمان څخه وروسته وړاندې شوې ده چې د ۹۰ ورځو لپاره یې ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولي دي.
خو څو ورځې مخکې د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د افغانستان لپاره یې د ځینو روغتیایي خدمتونو، خوراکي توکو او نورو بشري مرستو لپاره استثناوې په پام کې نیولې دې.
له افغانستان سره د مرستو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې هیواد کې بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.
د تیرې دسمبر میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د اندېښنې په څرګندولو ویلي و، چې سږ کال د افغانستان ۲۲.۹ میلیون وګړي چې د نفوس سمه نیمایي برخه یې جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.