نپوهیږم چې زه څوک یم!؟

نظیفه دفتاڼۍ

156

آزاد شعر:

نپوهیږم چې زه څوک یم؟!

لکه غرونه ورو ورو پورته کېږم،
لکه شګه په زوره شیندل کېږم،
لکه لمر په پټه کې سوځېږم،
لکه وریځه په مینځ کې پاشېږم،
لکه ستوری په اسمان کې ځلېږم،
لکه باران په ځمکه کې خټېږم،
لکه ګل د پسرلي زه خلاصیږم،
لکه پاڼه په منی کې رېږدېږم،

لکه سیند په مستۍ سره نڅېږم،
لکه شپه په چوپتیا کې خاموشه کېږم،
لکه ورځ په شور کې روښانه کېږم،

نپوهیږم چې زه څوک یم؟!
یا جوړېږم،
یا ورانېږم،
یا ماتېږم،
یا رغېږم،
یا سمه یم، او خوشحاله،
یا غمجنه او بې‌حاله،

کله وایم چې تر ټولو یم نېکمرغه،
خو کله بیا وایم چې یم یوه غمجنه کوتره،
کله پرواز کړم په آسمان کې،
کله ننوزم د لحد په تِیاره کې،
کله شکر باسم چې پیدا په دې خاوره،
کله ژاړم له دې درد او له دې زاره،

نپوهیږم چې زه څوک یم؟!

نظیفه دفتاڼۍ
2025-01-25

زما د ژوند نوې لسېزه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.