کارغه او چينچڼه

هاجره حرکت

192
يو وه، يو نه و، يو کارغه ناببره، يوه چينچڼه چې د لوړ کمر پر سر يې سترګې پټې کړې وې او د ژمي په موسم کې يې د لمر له وړانګو خوند اخیست،  په خپلو پنجو کې ونيوله او غوښتل يې چې وېخوري، چينچڼه ډيره وويريده چې اوس به يې کارغه خوري او ژوند يې پاې ته رسیږي، نو يې کارغه ته په هوښيارۍ سره داسې وويل:
 ستا دا مښوکه خو مرداره ده،ځکه ته يې په هره چټلۍ کې وهې، ته به په ناولې مښوکه زما له خوړو څه خوند واخلي، لاړ شه په سين کې دې مښوکه پاکه پريمنځه، بيا راشه او ما وخوره!
کارغه چينچڼې ته وويل:
که زه دې د کمر پر سر پريږدم، ته خو به والوزې. چينچڼې کارغه ته په ټينګار سره وويل، چې زه به همدلته تاته سترګې پر لار يم او هيڅکله بل خوا نه الوزم. کارغه وويل: درواغ خو به نه وايې او غولوې خو به مې نه.
چينچڼې ځواب ورکړ، هيڅکله درواغ نه وايم.
 کارغه هم د چينچڼې خبره ومنله او دا يې د کمر پر سر پريښوده، په خپله لاړ سین ته چې مښوکه پريمنځې، سین ته يې داسې وويل:
سـیـنـه سـیـنـه لــوړې!
 ماته راکړه اوبه لوړې!
چې زه پريمنځم ماشوړې
زه به وخورمه خورد کم کاڼې چينچوړې
سين ځواب ورکړ، چې نه کارغه، اوبه نه درکوم، دا ځکه چې ستا مښوکه پاکه نه ده، لومړی لاړ شه! له کلال نه کنډولې راوړه! بيا راشه په کنډولې کې له ما اوبه واخله.
کارغه له سین څخه والوت او کلال ته ورغی،چې کنډولې ترې واخلي او داسې يې ورته وويل:
کـلالــه کـلال لـوړي
ماته راکړه کنډول لوړي
چې زه وينځمه ماشوړې
بيا به وخورمه خورد کم کاڼي چينچوړي
خو کلال ورته داسې وويل:
زما سره د کنډولي جوړولو له پاره خاوره نه شته دی، ته لاړ شه او د خاورې له هغه پورې غره نه راته خاوره راوړه، چې زه ترینه تاته کنډولې جوړ کړم او د خاورې کيندلو له پاره ته باید پښ يا اهنګر ته هم لاړ شي، چې ته ترينه بيلچه واخلي.
کارغه والوت او سیده اهنګر ته ولاړ، چې بيلچه ترینه واخلي او ورته يې وويل:
اهنګره اهنګر لوړي
ماته راکړه بيلچه لوړې
چې زه لاړ شمه غر لوړي
غر به راکړي خاوره لوړې
خاوره ورکړم کلال لوړي
کلال جوړ کړي کنډول لوړې
زه به لاړ شمه سین لوړي
سین راکړی اوبه لوړي
چې زه وينځمه ماشوړې
بيا به وخورمه خورد کم کاڼي چينچوړي
 اهنګر ورته وويل:
بيلچه لرم، خو لاستې نه لري، ته لاړ شه له ترکاڼ څخه ماته لاستې راوړه، چې زه يې بيلچې ته واچوم او تاته يې درکړم.
کارغه نور هم اوتر شو او والوت، لاړ د ترکاڼ پسې هغه ته يې داسې کړه:
تـرکـاڼـه تـرکـآن لــوړي
ماته راکـړه لاستې لـوړي
چې زه يې ويسم اهنګر لوي
اهنګر راکړي بيلچه لوړي
زه به لاړ شمه غـر لوړي
غر راکړي خـاوره لوړي
بيا يې يويـسـم کلال لـوړي
کلال جوړ کړي کنډول لوړي
چې زه لاړ شمه سین لوړي
ســین راکـړي اوبـه لـوړي
زه بــه ويـنـځمه ماشـوړي
بيا به وخورمه خورد کم کاڼي چينچوړي
هماغه و چې کارغه ته ترکاڼ د بیلچې له پاره جوړ شوی لاستې ورکړ، بيا والوت او اهنګر ته ورغی، هغه ورته بيلچه کي لاستې واچوو، کارغه په چټکۍ، لاړ والوت،غره ته ورغی او خاوره يې ترینه واخیسته، ښه ستړی ستومانه د کلال خواته ورغی او خاوړه يې ورته ورکړه.
 کلال  خاوره اوبو کې لمده کړه او  کنډولې يې ترينه  جوړ کړ او له ډير ځنډ وروسته کله چيې وچ شو بیا يې ورته ورکړ. کارغه والوت، هماغه لوړ کمر ته يې ځان ورسوو، خو چينچڼه الوتې وه او کارغه وچه مښوکه پاتې شو.
پاي
https://dawatmedia24.com/?p=172851

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.