غازی ببرک خان، غازی میرزمان خان
او امیرعلی احمد خان
زما په آند، د هیواد میړنو او وطنپالو شخصیتونو د یاد ساتل او نوی نسل ته د هغوی ور پیژندل، د هر باخبره وګړی ملی وظیفه ده، نوی نسلونه د پخوانی نسلونو د مشرانو او د هغوی د میړانی، تدبیر، مشرۍ او قیادت او احیناْ د هغوی د تیروتنو او اشتباهاتو څخه، زدکړه کوی.
تاریخ ټولنی ته د لارښود حیثیت لری، تاریخ هغه هنداره ده چی یوه ټولنه په کی لکه هنداره، خپله ماضی وینی او د هغی په رڼا کی ځان د حال او مستقبل دپاره عیاروی.
ډیرکلونه وروسته یو ځل بیا، غواړم چی د هیواد د دوه ولسی شخصیتونو یعنی غازی ببرک خان اوغازی میزمان خان او دولتی شخصیت امیرعلی احمد خان شاغاسی، معروف په والی علی احمد خان په مورد کی په ډیره مختصره توګه، څه ولیکم.
د غازی ببرک خان ځدراڼ، کورنۍ، په معاصر تاریخ کی د جنوبی سمت، لوی ترینه او متنفذ ترینه کورنۍ ده چی د هیواد د ولسی مشرانو او خانانو په لړ کی بی مثاله ښکاری، البته دولتی کورنۍ که د سردار یحیی خان کورنی ده او که د شاغاسی او لویناب کورنۍ ده، چی تل یی په دولت او دربار او اقتدار کی لویه ونډه درلوده په دی لړکی نه حسابیږی.
غازی ببرک خان د امیرعبدالرحمن خان په وخت کی د خپلو جهادی ملګرو سره د جنوبی یعنی پکتیا په سیمه کی، د دیورند له کرښی هخوا، د انګریزانو په عسکری تأسیساتو حملی کولی، انګریانو پدی اړه امیرعبدالرحمن خان ته، د هغه سیاسی پروتوکل پر بنسټ چی ددوی به مینځ امضاء شوی وه امیرعبدالرحمن خان ته شکایت وکړ.
امیر، غازی ببرک خان خپل حضورته د مرکی دپاره وغوښت، غازی ببرک خان امیر ته وویل چی دا خپله اسلامی او پښتنی دنده بولی چی د انګیزانو د مورال د دضعیفولو او تعرضی حرکاتو د مخنوی په هیله د لویی پکتیا د سوق الجیشی امکاناتو نه د ګټی د اخستلو په منظور داسی جهادی فعالیتونو ته دوام ورکړی.
امیر عبدالرحمن خان د غازی ببرک خان د میړانی او صداقت او ایماندارۍ له امله، هغه ته د غونډ مشری عسکری مقام او څو جریبه د انعام په توګه ورکړه.
امیرعبدالرحمن خان د دیورند کرښی په امتداد کی ، د خاوری د نظارت او تحفظ وظیفه ببرک خان ته وسپارله، ببرک خان ددی کرښی په امتداد کی دولس تاڼی او په خپله سیمه کی، د یوی عسکری کلا په جوړولو بریالی شو.
د برتانوی هند یو هیئت د سرحدی مواضعو د تثبیت او ببرک خان سره د تفاهم څخه وروسته، د خپلس خوښۍ د مراتبو د څرګندولو لپاره ببرک خان ځدراڼ ته د یو پتنوس طلا د تحفی په څیر وروړاندی کړ، خو غازی ببرک خان د تحفی د اخستلو څخه دیوه تشکر ویلو په ترڅ کی ډډه وکړه.
د محترم سراج الحق ځدراڼ په روایت، غازی ببرک خان او دهغه قهرمانو زامنو لکه نایب سالار زمرک خان او مولوی شیرخان د پکتیا په جګړه کی د انګریانو د ماتی سره سم د افغانستان نه په مفتوحه کلا کی د افغانستان بیرغ، جګ او ورپاوه.
د استقلال د جګړی وروسته، غازی امان الله، ببرک خان ته جرنلی مقام ورکړ.
ویل کیږی چی غازی امان الله ، د پکتیا د جګړو د قیادت په حقله د ببرک خان سره مشوره کړی وه، غازی ببرک خان د غازی نادر د عسکری لیاقت او په سیمه کی د محبوبیت له مخی د غازی نادرخان د تقرر مشوره امان الله خان ته ورکړی وه.
غازی امان الله، زمرک خان ځدراڼ ته هم د نائب سالاری مقام اعطاء کړ.
غازی امان الله د استقلال د جګړی وروسته د غازیانو او اتلانو په افتخار په سلطنتی ماڼۍ کی د یوه لوی او ستر دعوت په ترڅ کی چی د خارجی هیوادونو کوردپلوماتیک اعضاء هم حاضر وه په خپل لاس د لمراعلی مدالونه سپه سالار غازی نادرخان، غازی شاه ولی خان، غازی شاه محمود خان او غازی ببرک خان ته ورکړل.
دا هم د ویلو وړ ده چی څه مهال سپه سالار نادر خان د هیواد د ژغورولو دپاره هیواد ته راغی، د غازی ببرک خان په جنګی کلا کی اوسیده.
د ببرک خان یو کشری زوی، شهید سید اکبر خان نومیده، دی نومیالی ملی اتل په هغه مهال د پاکستان صدراعظم، لیاقت علی په یوه لوی مجلس کی د وینا په حال، افغانستان ته سپکه خوله وخوځوله، د شهید سید اکبر خان ځدراڼ لخوا د تمانچی به ډزو ووژل شو.
پنجابی عسکرو دا ملی اتل ځای په ځای شهید کړ.
د خواشینی ځای دی چی زموږ محققین او مورخین لکه شاغلی سیستانی او داسی نور، ددی ملی قهرمان په مورد غلی پاتی دی او په حکومتی سطحه، حتی د سردار صاحب داؤد خان پاکستانی ضد، صدارت حکومت په وخت کی هم، دده درناوی ونشو.
د مشرقی یا لوی ننګرهار په سطحه، غازی میرزمان خان هم د یوه ولسی قهرمان په توګه یونومیالی، ملی مبارز او ملی مجاهد تیر شوی دی.
دغازی امان الله لخوا، کونړی میرزمان خان ته د لوی خان او ورور خطاب ورکړل شوی وه.
په همدی توګه یی میرزمان خان ته د جرنیلی مقام هم ورکړی وه.
غازی میرزمان خان، د استقلال په جګړه کی د یوی نوی جبهی په پرانستلو سره لوی افتخار تر لاسه کړ. دا جبهه د استقلال د څلورمی جبهی یا د چترال د جبهی په نامه یادیږی.
د تأسف وړ ځای دی چی مورخینو لکه میرمحمد غبار، صدیق فرهنګ په دی جبهه باندی د میر زمان خان په مشرۍ سترګی پټی کړی دی، ښایی دا کار د یوه نژادی تعصب له مخی وی.
دا پیاوړی شخصیت د سید شمس الدین خان مجروح په کور کی د هیواد د میرڅمنو له خوا په شهادت ورسید.
د غازی میرزمان خان ټوله کورنۍ د غازی امان الله خان د نژدی روبطو او علایقو له امله، د سردارهاشم خان د صدارت په دوره کی زندانی شول او د ولږی او نهایی مشقت ورځی یی دهمزنګ په محبس کی تیری کړی.
د غازی میرزمان دوهم زوی چی لیکوال او تکړه شاعروه، څو کاله دمخه یی، په دی اړه یو کتاب د «زندانی خاطراتو» په نامه ولیکه.
د زمانی صاحب په امر، ما هم د همدی کتاب د محتویاتو په اړه یو تقریظ ولیکه.
دا کورنۍ د خپل جیل د میعاد د تیرولو څخه وروسته د سردار صاحب داؤد خان د صدارت په مهال له بنده راخلاص شول، خو سردار صاحب دی کورنۍ ته اجازه ور نکړه چی خپلی پلرنۍ سیمه ولاړ شی بلکه په جزایی توګه یی، هرات ته تبعید کړل.
له نیکه مرغه په همدی کلونو کی والی صاحب محمد اسمعیل خان مایار د هرات نایب الحکومه وه، او والی صاحب اسمعیل خان ددی کورنۍ عزت او درناوی کاوه.
والی اسمعیل خان لکه والی علی احمد خان د افغانستان د معروفو والیانو څخه وه.
د غازی میرزمان خان کورنۍ حق لری چی د نادرخان او دهغه بد ګویی وکړی.
هرکه را دردی رسد ناچار ګوید وای وای
په وروستۍ برخه کی به د امیرعلی احمد خان شاغاسی چی په والی علی احمد خان زیات شهرت لری څو خبری وکړو.
د افغانستان په تیرسل کلن تاریخ کی دوه کورنۍ چی غړی یی د لوړو دولتی مقامونو خاوندان شول خوراشهرت لری.
یوه د سردار یحیی خان کورنی ده چی په هیواد کی د پرچمی او خلقی ملی ضد دوره کی په یحیی خیل یادیدل، او دوهمه لویه کورنۍ د شاغاسیانو کورنی ده چی دا دواړه کورنۍ د تبعید له یوی دوری څحه وروسته، بیرته هیواد ته ستانه شول او د دولت په چوکاټ کی د لوړو مقامونو او اقتدارخاوندان شول.
د والی علی احمد خان پلارلویناب خوشدل خان نومیده چی د میوند په ډګر او سنګر کی ددی محاذ مرستیال وه او نیکه یی لوی ناب شیردل خان نومیده چی د امیرشیرعلی په دوره کی د لوړ منصب او اعتبار خاوند وه.
دا کورنی د لویناب، شاغاسی او د افغان تاج په نومونو شهرت درلود.
امیرعلی احمد خان خورا ښکلی، با عظمته او د لوړی ونی (قد) خاوند وه، د فوټوګانو له مخی داسی بریښی چی دی به د شپږو فټو چی تقریباْ ۱۸۳ سانتی متره سره انډول کیږی، د ونی لوړوالی درلود چی دده د فزیکی صلابت ښکارندوی وه.
امیرعلی احمد خان، د امیر حبیب الله خان د وږل کیدو نه وروسته، د سردار نصرالله خان په حمایت کی په کلکه او فعاله توګه ونډه واخسته، خو دی د اعلیحضرت امان الله خان مور ته خورا نازولی وه، څرنګه چی ملکه صاحب ورته خپله لوروکړه او د امان الله خان په دوره کی پادشاه ته خورا مقرب وه.
ویل کیږی چی ده په پنځه ژبو تسلط درلود او خپل وقت د لویو او مدبرو سیستمدارانو څخه وه. ده د امان الله خان نه، د ستور او سرداراعلی مدالونه تر لاسه کړی وه.
ما پنخه کاله دمخه، په خپله یوه لیکنه دده د شخصیت په مورد کی، څه ناسم مطالب څرګند کړی وه، چی اخلاقاْ ضرور بولم په دی اړه معذرت وغواړم.
ما د مضمون په عنوان کی، علی احمد خان د امیرعلی احمد خان په نامه یاد کړی دی، او دا دوه دلایل لری، په دی عبارت چی:
لمړی شکلیاتی دلیل – امیرعلی احمد خان شاغاسی، دوه ځلی د سلطنت اعلان وکړ، لمړی په ۱۹۲۹په مشرقی کی، چی د نقیب علی ګیلانی لخوا، امیراعلان سو او خطبه هم دده په نامه وویل سوه.
دوهم په هماغه کال کی چی د امان الله خان له تیښتی وروسته یی په لوی کندهار کی د امارت یا سلطنت اعلان وکړاو د مولوی عبدالواسع لخوا، امیراعلان سو.
دوهم، حقوقی یعنی، استدلال برسبیل تمثیل:
شاه امان الله د بچه سقو له ډاره استعفاء وکړه ، او سلطنت یی خپل ورورسردار عنایت الله خان ته پریښود، خو چی دری ورځی وروسته، عنایت الله خان هم د انګریزانو په مرسته د یوه انګریزی طیاری په وسیله و تښتید، امان الله په کندهار کی بیرته اعلان د سلطنت وکړ، خو څه مهال چی یی د سقویانو سره د غزنی په جګړه کی شکست وخوړ، په ابدی توګه له هیواده فراری سو اوایتالیی ته ولاړ.
اوس که امان الله خان، د استعفاء نه وروسته د څو ورځو دپاره پادشاه سو، نو علی احمد حان چی دوه ځلی د سلطنت اعلان وکړ او خطبه یی هم په نامه وویل سوه، ولی د امیر د خطاب مستحق ونه ګرزی؟
همدا راز، که بچه سقو د یوه غاصب، ډاکو، باغی، متمرد، جانی او قاتل په توګه د امیر په نامه یادیږی، امیرعلی احمد خان چی نه باغی وه، نه متمرد، او د سقوی باغیانو نه د وطن او هیواد د نجات په عزم کی ټینګ ولاړ وه، ولی د امیر په نامه یاد نشی؟
زما هیله د مورخینو لکه استاد سیستانی او داسی نورو څخه دا ده چی لدی وروسته زما د پورتنیو دلایلو په اتکاء، علی احمد خان شاغاسی، د امیرعلی احمد خان په نامه یاد کړی.
امیرعلی احمد خان لویناب شاغاسی، د سپه سالار نادر خان په څیر یو اقتدار غوښتونکی شخصیت وه.
داسی بریخی چی دی د سیاست په ډګر کی د هماغه ابتداء نه د سلطنت په فکر کی وه.
دده شهامت او سلطنت غوښتنی یو څرګند دلیل هم همدا دی چی له کندهاره د امان الله خان په څیر ونه تښتید او د سلطنت اعلان یی وکړ.
ده د سقاوی قواو سره د یوه با شهامته پښتون په حیث په نره او میړانه جګړه وکړه، تر څو له بده مرغه، د بی ناموسه سقاوی باغیانو لاس ته ورغی.
سقاوی باغیانو چی لچک، رذیل، ذلیل، بی ناموسه، جاهل، شقی او سپک خلک وه، امیرعلی احمد خان لویناب شاغاسی چی دده کورني د تاج افغان نوم ګټلی وه، د ډیره بی عزتۍ نه وروسته په توپ والوزاوه،
امیر علی احمد خان د شهادت نه تر مخه د توپ میله شکل کړه او د خپل شهادت دپاره خپل ټټر یی مخامخ د توپ میل ته وګرزاوه.
نر او اصیل پښتون همداسی عالی جناب وی لکه امیرعلی احمد خان لویناب شاغاسی.
زندۀ جاوید ماند هرکه نکو نام زیست
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.