د سوریې لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع په خپل لومړني سفر کې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی دی.
د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د احمد الشرع او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیبانی هرکلی کړی دی.
ویل کېږي چې الشرع له محمد بن سلمان سره د سوریې پر تحولاتو، د امنیت او ثبات په پروګرامونو او همدارنګه د دمشق او عربي هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم دمشق ته تللی و او هلته یې په «الشعب» ماڼۍ کې له احمد الشرع سره کتلي وو.
نوموړي ډاډ ورکړی و چې سعودي عربستان به له سوریې څخه د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې همکاري وکړي.
احمد الشرع چې پخوا په احمد الجولاني مشهور و، د هغه وسله والو ډلو د اتحاد مشر و چې د بشر الاسد په مشرۍ رژیم یې ونړواوه.
الشرع د سوریې د هغه لنډمهالي حکومت ولسمشر وټاکل شو چې د روان کال د مارچ تر ۳۱مې پورې به فعالیت کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.