زیلینسکي: د لویدیځ ملاتړ دوام لري او کورسک عملیات یو مهم بریالیتوب و.

78

 د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څرګنده کړه، چې د اوکراین لپاره د امریکا او اروپایي اتحادیې ملاتړ به دوام ولري، او دا چې هېواد یې د جګړې په ډګر کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي.

زیلینسکي وویل: “نن هېڅ داسې نښې نشته چې د امریکا او اروپایي اتحادیې مرستې به پای ته ورسېږي. زموږ خپل تولید ۴۰٪ دی، او نږدې ۳۰٪ ملاتړ له امریکا او اروپا څخه راځي.”

ولسمشر د کورسک عملیاتو په اړه هم خبرې وکړې، ویې ویل:

“که د کورسک عملیات نه وای، ښایي خارکیف او سومي به نن اشغال شوي وای. دا یو ډېر هوښیار او مهم ګام و، چې وروسته به یې هر اړخیزه تحلیل وشي.”

 هغه زیاته کړه، چې دا پرېکړه بې له دې چې له نړیوالو شریکانو سره سلا مشوره وشي، په چټکۍ او ناڅاپي توګه ترسره شوه.

زیلینسکي څرګنده کړه، چې د اوکراین جګړې پوځيانو د تجربې نوې کچه ورکړي ده.

 “د اوکراین پوځیان اوس د لویدیځ د نظامي روزنو څخه ډېر تجربه لري. زموږ عسکر له بهرنیو روزنو راستنېدل، خو دلته یې بیا د جګړې ډګر کې عملي زده کړه کوله، ځکه چې اصلي جګړه دلته روانه ده.”

هغه خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا هم اوس دا تجربه ترلاسه کوي او بېرته يې خپل هېواد ته یې وړي، چې دا وضعیت د امریکا او لویدیځ لپاره خطرناک

ګڼل کېږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.