تېره میاشت په غزني ولایت کې یوې مېرمنې د دویم واده په اعتراض کې له خپل مېړه څخه د هغه د بدن مخصوص غړی پرې کړ. دې عمل یوه څه موده د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو د مسخرو او ساتېریو مجلسونه تاوده وساتل خو دا پېښه ژر هېره شوه. سره له دې چې دا عمل یو غیر انساني عمل و خو په افغانه ټولنه کې مسخره شوه ځکه په افغانه ټولنه کې ناوړه عملونه او وژنې دومره ډېرې شوي دي چې اوس د انسانانو وژل او د اندامونو پرې کول د خلکو د بانډارونو د مسخرو او ساتېرۍ وسیله کېږي.
د طالبانو د اسلامي امارت له راتګ سره د نارینه وو د مخصوصو غړو د پرې کولو پېښې ډېرې شوې دي ځکه په اسلامي امارت کې د دویمو او درېیمو ودونو پرته، نور څه نه شته او یوازنی چټک پرمختګ چې لیدل کېږي همدغه مکرر ودونه دي او پر وړاندې یې د ښځو خونړي کېدو چټک غبرګون هم روان دی. د نارینه وو د مخصوصو غړو د پرې کېدو د ناوړو عملونو سرته رسونکې ښځې ځکه ملامته نه دي چې د بنې غږ ډېر دروند او بې خونده دی او لومړۍ ښځه باید دغسې عکس العمل ښکاره کړي لکه غزنیچۍ وطندارې چې ښکاره کړی و.
د ډېرو ودونو ناوړو پېښو په افغانه ټولنه کې لویو بدمرغيو او فساد ته وده ورکړې ده چې یوه بېلګه یې د غزني پېښه ده. ما په خپلې یوې لیکنې« دویم واده شخصي موضوع او که ټولنیز فساد» کې دا موضوع روښانه کړې وه چې دویم یا ډېر ودونه شخصي موضوع نه ده بلکې یو ټولنیز فساد دی. د غزني او دې ته نورې ورته پېښې ثابتوي چې د دویم یا ډېر ودونه ټولنیز فساد دی ځکه د نرانو دویم ودونه، ښځې د کمتري په احساس اخته کوي، عقدیي کېږي او په پایله کې د خپل مېړه د بدن مخصوص غړي پرې کوي.
د غزني پېښه د ټولنیزو رسنیو تر مسخرو ورها خوا یو لوی ټولنیز فساد و او ټولنې ته یې زیان دا و چې یوه باعزته او روغه ښځه مجرمه شوه ځکه ناوړه عمل یې وکړ. بل زیان یې دا شو چې روغ سړی معیوب شو او ټولنې ته یې زیان دا شو چې یوه مجرمه، عقديي ښځه او یو معیوب نر په میراث ورته پاتې شو او د ټولنې دا مجرم کېدل او معیبوبیت یوازې له یوې کورنۍ څخه و.
راځئ، یوه شېبه تصور وکړو چې د ورځې په حساب څومره دویم ودونه کېږي او دې ته ورته تاوتریخوالی به پر کورنیو څه اغېزه پرېږدي او ټولنې ته به یې زیان څومره وي؟
د دویم واده موضوع ځکه بیا په دې لیکنه کې راخلم چې په دې نژدې ورځو کې سندرغاړې شرافت پرواني هم دویمه کوژده کړې ده. د ښاغلي پرواني دویمه کوژده کوم نادر عمل نه دی، نادره دا ده چې امریکا مېشتې خبریالې نذیرې کریمي له ښاغلي پرواني سره په مرکې کې هغه ته مبارکي ورکړه.
ښاغلی شرافت پرواني له نذیرې کریمي سره په یوې مرکې کې په ډېرې خوشالۍ د دویمې کوژدې زیری خپلو مینه والو ته ورکړ او خپلې کوژدې ته یې دا دلیل راوړ:
« په آزادو ملکونو کې مسافري او یوازیتوب ښه نه دی، ځکه شیطان تل موږ سره مل دی، ما ویل چې نوم مې بد نه شي يا هم خطا راڅخه ونه شي، حلاله شرعي لار مې غوره کړه او له یوې نازیینې سره مې کوژده وکړه.»
د دې مرکې په لېدو زه دې ته حیرانه شوم چې د یوې ښځې میړه او د پنځو بچیانو پلار، په امریکې کې د بلې ښځې مېړه هم شو. د دې مرکې تر ټولو بد اړخ دا دی چې خبریالې نذیره کریمي د ښاغلي پرواني دا خبره تاییده کړه چې نر د خپلو نفساني خواهشاتو په مقابل کې کمزوری دی او باید بل واده وکړي.
ښاغلي پرواني چې درې کاله مخکې په محرومي افغانې ټولنې کې له خپلې کورني سره ژوند کاوه، د طالبانو له راتګ سره امریکې ته کډوال شو او محرومیت یې په هوساینې واوښته. د ښاغلي پرواني کوژدې ته ډول ډول غبرګونه ښکاره شو. ډیری خلک په دې باور دي د پرواني په څېر محروم خلک چې ازادو او بډایو هېوادونو ته لاړ شي د ژوند، جامو او ټولنيزو خواهشاتو رنګ یې بيا دومره بدل شي چې د کالونو کالونو د ښو او بدو ورځو د ژوند ملګرې او نازولي بچي يې هېر شي او د نوي ژوند له پاره نوې ښځه وکړي.
تجربو ثابته کړې ده چې د محرومو خلکو یوه خاصه دا وي چې تل خپلې عقدې په ناوړو عملونو سړوي، دوی عیش او عشرت ته مخه کوي او د خپلو هوسونو د سړولو لپاره ډېر ودونه کوي او دې هوس ته د سنت او شریعت نوم ورکوي چې دا نوم پرواني هم خپلې کوژدې ته ورکړ. د هوس سړولو دا شرعي عمل تنها پرواني نه دی کړی، ډېرو نورو سندرغاړو، فرهنګیانو او مدني فعالانو هم کړی دی خو دا ټولنیز فساد په ډېره لږه کچه غندل کېږي او ډیری خلک د شخصي موضوع نوم ورکوي.
له ښاغلي پرواني څخه په مرکې یوه پوښتنه دا وشوه چې د هغه لومړۍ مېرمنه خفه ده؟ ښاغلی پرواني دې پوښتنې ته ډېر جالب ځواب ورکر او ویې ویل:«هو، لږه خفه ده خو ما دا کار د هغې د عزت ساتلو په خاطر کړی دی، دې کې زموږ ټولو خیر دی.»
د ښاغلي پرواني د ټولو د خیر خبره وکړه خو دا یې روښانه نه کړه چې لومړۍ مېرمنې ته یې د دې کوژدې خیر څه دی، هغې خو د تل له پاره خپل ژوند ملګری او د خپلو اولادنو پلار یې وبايله. د خپلې کورنۍ او د خپلوانو د پیغور شوه، امریکې ته یې د تګ ارمان هم خاورې شو او ټول عمر به په خړ پړ افغانستان کې به خړه پړه له خپلو اولادونو سره یوازې وي خو مېړه به یې په رنګینې امریکې کې له نوې ناوې سره رنګین ژوند تېروي، نوخپلې لومړۍ مېرمنې د خیر خبره ښاغلي پرواني په کوم دلیل وکړه؟
د ښاغلي پرواني بله جالبه خبره د شیطاني خطاوو خبره وه، په دې معنی چې که شیطاني وسوسې غلبه پرې وکړه نو زنا به ترې وشي او اغلې کریمي هم ورسره تایید کړه چې تر شیطاني خطا دویم واده ښه دی.
پوښتنه دا چې پرواني خو له شیطان څخه ځان وژغوره خو د هغه لومړي ښځه به څه کوي، ولې هغه هوس او خواهشات نه لري، یا شیطان یې خطا کولای نه شي؟ هغې هم درې کاله ژوند بې مېړه تېر کړي او د مېړه له دویم واده سره به ټول عمر بې مېړه تېروي نو د هغې نفساني خواهشات به څرنګه کېږي او چاته به پنا وروړي؟ هغه که طلاق اخلي فکر نه کوم سړی به واده ورسره وکړي او هغه د اولادونو په خاطر هم بل واده نه کوي ځکه ښځه د نر غوندې بې رحمه نه ده چې د هوس له پاره خپل اولادونه پر تش میدان پرېږدي.
د پرواني د لومړی مېرمنې ټول نفساني او نور خواهشات د شرم او حیا په پرده کې د تل له پاره ووژل شول خو د مېړه خواهشات یې تر او تازه شول او دا تازګي یوه واده شوي سړي ته یوې پېغلې وربښل.
اغلې نذیره کریمي چې تل د ښځو د حقونو ډولونه غږوي، د شرافت پرواني په دویمې کوژدې زمزمه کوي، د یوې ښځې مېړه ته د بل واده مبارکي ورکوي، ایا اغلې کریمي خبره ده چې د شرافت پرواني په لومړۍ مېرمنې به څه تېر شوي وي او د ښځو د حقونو دعوېدارې ولې د بنې د راتګ درد نه محسوسوي؟
د ډېرو ودونو له بحث څخه زما د خبرو موخه د یوه سندرغاړي دویمه کوژده نه ده، زما حیراني یوې شرعي او دنیاوي بې انصافي ته ده چې نرانو ته په ډېره روا طریقه ورکول شوې ده او لکه پرواني داسې کس په ټولې فزیکي او سني بدرنکۍ یوه امریکایي لوستې خریداره پیدا کوي خو د ده لومړۍ ښځه به ټول عمر د محرومي افغانې ټولنې د رواجونو بندیوانه وي.
په پایله کې په دېری خواشینۍ سره دا خبره کوم چې که یوه اړخ ته ښځې د مېړه په دویم واده قهر کېږي او په اعتراض کې د هغه د بدن مخصوص غړي پرې کوي بل اړخ ته داسې ښځې هم شته چې بن خوښوونکې دي او لکه نذیره کریمي د نارینه د دویم واده هرکلی کوي او مبارکي ورکوي.
بن خوښوونکو ښځو او د هېواد وران فرهنګ ته چې ګورم یوازې همدا سوی فریاد کوم چې افغانستان وطنه، الله دې مل شه! ستا ورانې کنډوالې به آبادې شي خو ستا وران فرهنګ، وقار او عزت به زر کاله وروسته هم جوړ نه شي او ستا راتلونکي واکداران او مبارزین به هم لکه طالبان د ښځو د حقونو خوړونکي او بن خوښوونکي تشویقیانې وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.