ایلون ماسک: يو اېس ای آی ډي يوه مجرمانه اداره ده

90

د ټولنیزو شبکو مالک ایلون ماسک ادعا کړې چې د امریکا پراختیایي اداره (USAID) د COVID-19 پراختیا تمویل کړې ده.
ماسک USAID یوه “مجرمانه اداره” وبلله او وویل چې دا اداره د امریکا د مرکزي استخباراتو (CIA) د نفوذ وسیله ده.

د ماسک دا څرګندونې وروسته له هغې راغلې چې د USAID رسمي حساب په X (پخوانی ټویټر) کې ړنګ شو. دغه حساب نږدې یو میلیون تعقیبونکي درلودل، او د ادارې رسمي ویب‌سایټ هم د لاسرسي وړ نه دی.

ماسک یو بل پوسټ هم بیا شریک کړ، چې پکې راغلي CIA د USAID له لارې د نړۍ په کچه د امریکا مخالفو حکومتونو ته نفوذ کړی او د چین په ووهان کې یې د ویروس د څېړنې تمویل کړی دی.

تر اوسه د USAID یا د امریکا حکومت له لوري په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.