د مینې د ښکلا یوه نغمه

پیر محمد کاروان

120

راځي له تور ځنګل په شدومد یوه نغمه
د مینې د ښکلا د محمد یوه نغمه

سپوږمۍ د شنه آسمان هم ورته غوږ نیولی دی
شاید پر دې خوږه نغمه یې زړه بایللی دی

د وړانګو په چترۍ کې ده راکوزه له آسمان
په ځل ده لکه یو ټوپکی اوښکې د ایمان

یو څو نېزې اوچته له ځنګل ولاړه ده
ته وا لکه اروا د یوه غزل ولاړه ده

شاعر په شومه دم کې دی له خوبه را بیدار
له ځانه لرې وړی، دې نغمې دی په قرار

د خیال په وزر تللی د سپوږمۍ تر څنګه ناست
ډېر لرې لرې لرې دی له خپله رنګه ناست

دی هم دی له سپوږمۍ سره همدې نغمې ته غوږ
په دې نغمه ویده دی د ځنګل د پاڼو ځوږ

دا څرنګې نغمه ده رغوي د زړه تغمې؟
پوښتنه له سپوږمۍ کوي شاعر د دې نغمې

سپوږمۍ وایي چې وړې یم د دې نغمې دریاب
بې هوشه یم، نشه یم، راسره نه شته ځواب

شاعره که زما منې راځه و به کړو چل
راګډ به په ځواب د دې پوښتنې کړو ځنګل

شاعر او سپوږمۍ دواړه شول راضي په دې سلا
پوښتنه له ځنګل کوي په ورو په تَسلا

ځنګله ستا په غېږ کې دا نغمه په سُروتال
چې زړونه زنګوي د خوشحالۍ په ورېښمین ټال

له کوم جنت راغلې راته وایه دا نغمه؟
چې جوړه ده له مینې سر تر پایه دا نغمه؟

ځنګل وایي ځواب ته کړئ د زړه غوږونه څک
له ډېرې خوشحالۍ به شئ له خپله ځانه ورک

د خپلې یوې ونې درته وایم خوږ داستان
چې اوسي یې په څانګو کې جوړه ښکلي مارغان

دې دوو مارغانو جوړ و، په دې ونه کې یو کور
بچي هم ورسره وو ښایستوکي درې څلور

جوړۍ مارغان به ډېر ځله تر لرې الوتل
بچي به یې په ښو پاکو خوږو دانو ساتل

غرمه وه د مارغانو د بچیو موروپلار
تر لرې لرې تللي وو بچیانو ته په ښکار

له لوږې او له تندې یې بچي وچغېدل
د لارې لاروي دا آوازونه واورېدل

د لمر په وړانګو پټ وو شین بڼکي ګلابي
له ورایه ولیدل په لاره تلونکي صحابي

دې ځالې ته نظر د صحابي شو کوز و پاس
ناڅاپه یې و ځالې ته ور وغځاوه لاس

په یو دم یې را ونیول دا ټول کوچني مارغان
لستوڼي ته یې واچول بې غمه شو روان

بچي د مرغۍ چغ و پغ کوي ژړا فریاد
چې ګوندې صحابي ته شي و خپل بچي ور یاد

خو نه نه صحابي نه دی یوه ذره پښېمان
په زړه کې نه ورګرځي د دې کار ذره تاوان

له بلې خوا ځنګل ته د چوچوڼو مور و پلار
راغلي تشې ځالې ته په چیغو په چغار

له ډېره غمه ګوري دغه تشه ځاله ګۍ
ایله په کې پرتې یو څو بڼکې دي تنکۍ

خوږې دانې یې ښکته له مښوکو شوې ګوزار
ښکاري ته یې خولې پرانیستې له درده په ازار

مخونه یې وهلي په وزرو دي په شړک
تاوېږي له ځنګل نه د ښکاري ګوري درک

ښکاري بې غمه راغی په طرف د پیغمبر
په ډېرې خوشحالۍ یې له دې ښکاره کړو خبر

بچي یې د مرغیو له لستوڼي را ایستل
له درده رېږدېدل او له خپګانه چغېدل

خواخوږی پیغمبر خپه بې شانه په دې کار
په نرمه ژبه وایي صحابي ته په وار وار

که ستا بچي له تانه داسې څوک وتښتوي
ته وایه ستا له زړه به پورته نه خېژي زګېروي؟

په سترګو کې یې اوښکې صحابي ښوروي سر
بې شکه مهربان یې په رښتیا خیرالبشر

بچي د مرغۍ بېرته بیا تر ځالې رسوم
دا ظلم به په عمر کې بیا نه تکراروم

بچي د مرغۍ وړي صحابي دي په تلوار
په ځاله کې خوشحاله دي سره له مور و پلار

ځنګل کوي سپوږمۍ ته او شاعر ته دا بیان
زرغونه په دې ونه کې نغمه د اطمېنان

همدا خوږه نغمه چې ده روانه جنتي
چې نه پسې رسېږي د شیدو شاتو لښتي

په دې نغمه کې ګډ دی خوږ احساس د محمد
مارغان په دې نغمه ښکلوي لاس د محمد

سپوږمۍ غواړي شاعر غواړي وصال د محمد
درود پر محمد وایي پر آل د محمد

۲۱ عقرب ۱۴۰۳ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.