د ټینګ عزم خاوندان

سید عبیدالله نادر

187

د یوې ادبی ټوټې په انداز کې

منظور پشتین ټه ډالۍ!

واقعی رهبران په چوپه چوپتیا او په خاموشۍ او په ختینو کورونوکې د خپل قام د سوکالۍ او بیدارۍ فکرونه کوي، او د قام د بیدارۍ له پاره یو څه لیکي. چې زمونږ ګران منظور پشتین هم د همغو له جملي څخه دی .

کله کله تنهائي او خاموشي هم د انسان تفکراتو او سوچونو ته وزرونه ورکوي او په لوړو هسکو یې خیژوي .ډیر ځله د همدي خټینو کورو نه لوړ لوړ شخصیتونه ټولنې ته راوتلي .

په دي چوپه چوپتیا او د ښارونو د غوغا نه لیري پرتي سیمو کښي، ډیر سکون دی. کوم سکون چې دلته دی په ډیرو شاهانه قصرونو کښي نشته ،د همدې ختینو کورونوڅخه ډیرد معنویاتو او پوهنې او د ټینګې ارادې خاوندان راپاڅیدلي دي . د یوې ټولنې رهبری ټینګ عزم غواړي چې د پاک خدای په توکل سره زمونږ منظورپشتین سره دا شته. زمونږ منظور پشتین په اندیشنو کې ډوب د قام د بیدارۍ له پاره یو څه لیکي ځکه د سو کالۍ خواته تګ روښانه ذهنیتونه غواړي ،نو د دي له پاره چې خلک له تیاره ذهنیتونو څخه وباسو،نو همداسي رهبرانو ته اړتیا ده .

مونږ پښتانه په ډیر تیاره ذهنیتونو کې ساتل شوي یو، د دوي د روښانولواو روښانتیا له پاره کوششونه هم د دي له پاره دي،چې دوی بیا په خپلې پوهی سره و کولای شي چې لیری لید ولري ،یانی د زمان لیري واټنونه د علم او تجربو په رڼا سره وویني او دا کارد علم په حصول سره کیدلای شي . د علم او تجربو په حصول سره انسان د پردې شاته لاسونه سازشونه،او لوبې چې زمونږ په برخلیک کیږي هغه لیدلای شي، او بیداره ملتونه دا لوبې او سازشونه ویني.

او ورته بیداره وي مونږ د منظور پشتین د پښتنو دي ځوان رهبر ته د ځښتن تعالی څخه بری غواړو ، او د ده ډیر لیري راتلونکی روښانه غواړو، او د خپل مقصد په لاره کې ورته د پاک خدای څخه ورته بری غواړو.

ګوشه های پنهان و آشکار کنفرا نس آموزش دختران

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.