درېیم لیک

شېبه ګهیځ

86

هغه ته!
نن زما رخصتي ده، واورې ورېږي، د کتابونو المارۍ ته ودرېدمه له کابل مې یوازې د هغه ډالۍ شوې کتاب راوړی. اه نن هغه څه غواړم ولیکم چې موده کېږي ما ازاروي. زه د لیکلو استعداد نه لرم او نه شم کولی هر هغه څه چې په زړه کې لرم هغه ولیکم؛ خو نن چې څه لیکم هغه ځانګړی مخاطب لري. داسې مخاطب دی چې نه پوهېږم چې زما دا لیک لولي یا نه.
په ملګرتیا کې تر ټولو مهم اصل رښتینولي ده. پوهېږئ هره اړیکه په خپل ځای پاکه اړیکه وي؛ خو اړیکې هغه وخت شلېږي چې له یوې لوري دوه مخي توب او دوکه رامنځته شي.
نه پوهیږم!
اړیکې ولې داسې شوې یا هم موږ خپله اړیکې داسې کړې، چې حسادت، دوه مخي توب او هر ډول نارواې مو روا کړې. ایا دا هر څه له ملګرتیا او مینې ډېر ارزښت لرل؟؟
د یو او بل په خبرو او سترګو کې مو کرکې ولیدې. څومره درد لري؛ څومره درد لري. کله چې د ژوند نږدې ملګری/ملګرې دې په هر کلام کې درته له درد او غم پرته بل څه در نه کړي او هغه څه ترې واورې چې عمراً د اورېدو تمه ترې نه لرل.
ستړې یمه. اه له نفاق، دوکې، دروغ او دوه مخی توب ستړې یمه. له هرې اړیکې ستړې یمه.
زه له دې هر څه ستړې یمه؛ خو دا هر څه نه یوازې دا چې ما ته ماته نه شي راکولی بلکې زه به تل خپلې لارې ته دوام ورکوم. مینه، رېښتینولي او ارام ژوند به زما تلپاتې لاره وي.
بیا!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.