واشنګټن، ۴ فبروري ۲۰۲۵: د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) ځینې پروګرامونه د ځانګړو استثناوو پر اساس بېرته فعال شول.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د دې پرېکړې له مخې USAID ته اجازه ورکړل شوې چې ځینې مهمې پراختیايي مرستې بیا پیل کړي.
روبیو؛ چې تازه د USAID د سرپرست مدیر په توګه ټاکل شوی، وویل چې د ادارې پخوانۍ مشرتابه د مرستو د لګښتونو په اړه د امریکا حکومت ته کافي معلومات نه ورکول. نوموړي زیاته کړه چې USAID باید د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ له مخې عمل وکړي، نه د یوې خپلواکې ادارې په توګه.
د امریکا حکومت د USAID ځینې پروګرامونه د روڼتیا نشتوالي له امله ځنډولي وو، خو اوس د نوي مشرتابه تر لارښوونې لاندې ځینې برخې بیا فعالې شوې دي.
د دې بدلونونو تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي مرستو د بیا ارزونې پروسه هم پیل کړې، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دغه مرستې د امریکا د ملي ګټو مطابق دي.
په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی، خو لا تر اوسه دا معلومات رسمي نه دي تایید شوي.
د USAID د اصلاحاتو د راتلونکو مرحلو او د امریکا د بهرني سیاست په لور د دې بدلونونو د اغېزو په اړه لا هم څېړنې روانې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.