انګېزه بښونکي او انګېزه کمونکي عبارتونه چې غوره مشري تعریفوي

ژباړه: نصيراحمد څپاند

151
شش
کارکوونکي یوازې د معاش، امتیازاتو یا دندې له عنوان څخه نه، بلکې د ارزښتمن او اورېدل شوي احساس څخه هڅېږي. هغه کارکوونکي چې احساس کوي د دوی هڅې د مشرانو له لوري ارزښت لري، د نوښت اخیستلو او د خپل لوړ ظرفیت مطابق کار کولو ته ډېره لېوالتیا لري. سره له دې، یوازې ۳۰٪ کارکوونکي په نړیواله کچه له خپل کار سره بوخت دي، نو لا هم د ښه‌والي لپاره لوی فرصت شته.
د دې بوختیا کلتور د رامنځته کولو لپاره، مشران باید د خپلو خبرو اترو پر مهال قصدي چلند ولري، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی هره خبره باور او هڅونه پیاوړې کوي. مؤثره مشري د ژبني دقت له لارې تعریفېږي – یعنې د کلمو هوښیار او قصدي کارول، تر څو انګېزه او روښانتیا رامنځته کړي.
د مشرتابه ژبه
کلمې ذهني چوکاټونه جوړوي، چې خلکو ته د حالاتو د تفسیر لاره ښيي. مثبته، باوري او د عمل پر بنسټ ولاړه ژبه د لوړې بوختیا لامل کېږي، پداسې حال کې چې مبهمې، منفي یا غیرفعاله عبارې ګډوډي او بې‌علاقګي رامنځته کوي.
د یوه مشر له خوا خپل ټیم ته دا دوه جملې پرتله کړئ:
✅ “موږ یوه ستونزه لرو، او زه ډاډه یم چې موږ به یوځای حل‌لاره ومومو.”
❌ “موږ یوه ستونزه لرو، او زه نه پوهېږم چې دا به څنګه حل کړو.”
که څه هم دواړه جملې د ستونزې شتون مني، خو لومړۍ جمله خوشبیني او د ټيم پر وړتیا باور څرګندوي، چې د عمل کولو احتمال یې زیاتوي.
بې انګېزې کوونکې جملې
ځینې جملې، که قصداً وي یا نه، کارکوونکي ناهيلې کوي. دلته ځینې عامې بې انګېزې کوونکې جملې دي او دا چې ولې باید له هغوی څخه ډډه وشي:
❌ “تاسو باید دا ښه پوهېدلی وای.”
دا جمله ملامتي القا کوي، چې کارکوونکي د تېروتنو له کولو څخه وېرېږي، نه دا چې ورڅخه زده کړه وکړي.
❌ “دلته موږ کارونه داسې نه کوو.”
دا نوښت بندوي او پیغام ورکوي چې نوي نظرونه نه منل کېږي.
❌ “دا ستاسې د صلاحیت څخه بهر دی.”
مشران د کارکوونکو وړتیا محدودوي، چې دا د هغوی هیله او نوښت کموي.
❌ “یوازې هغه وکړئ چې ما ویلي دي.”
دا جمله د ډېر کنټرول لرونکو مدیرانو لخوا کارول کېږي، چې پایله یې د کارکوونکو نه‌لیوالتیا ده.
❌ “تاسو ډېر فکر کوئ.”
دا د کارکوونکو فکري پروسه بې‌ارزښته ښيي، چې هغوی بیا د نظر ورکولو زړه نه ښه کوي.
❌ “زه اوس د دې لپاره وخت نه لرم.”
دا کارکوونکي داسې احساس ته اړباسي، چې د هغوی اندېښنې یا ونډه ارزښت نه لري.
انګېزه بښونکې جملې
سمې جملې د ستونزو د حل کولو روحيه پیاوړې کوي. کله چې مشران مثبتې خبرې کوي، نو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي، فشار کموي او مثبته کاري فضا رامنځته کوي. دلته ځینې تشویقوونکې جملې دي:
✅ “زه پر تاسو باور لرم چې دا به سم ترسره کړئ.”
دا جمله د کارکوونکي پر وړتیا باور څرګندوي، چې د هغوی خپلواکي او د پرېکړو نیولو مهارتونه پیاوړي کوي.
✅ “زه ستاسو هڅې ستایم.”
که دا جمله په مناسب لحن و ویل شي، نو کارکوونکو ته د هغوی ارزښت ور په ګوته کوي، چې هغوی ځان لیدلی او منل شوی احساس کړي.
✅ “راځئ دا ستونزه یو ځای حل کړو.”
مشران د دې جملې په ویلو سره د کارکوونکي د یوازیتوب احساس مخه نیسي.
✅ “ستاسو نظرونه ارزښت لري.”
دا جمله د کارکوونکي ونډه تاییدوي، چې د هغوی باور پیاوړی کوي او هغوی ته د نظر ورکولو انګېزه ورکوي.
✅ “زه پوهېږم چې تاسو دا چیلنج حل کولی شئ.”
هوښیار مشران د کارکوونکو وړتیا ته وده ورکوي، چې دا د هغوی باور او هڅونه زیاتوي.
✅ “زه څنګه درسره مرسته کولی شم؟”
دا پوښتنه مشران د لارښوونکي پر ځای د همکار په بڼه ښيي.
✅ “ښه کار مو کړی! راځئ وګورو چې دا څنګه نور هم ښه کولی شو.”
دا جمله د مثبتې هڅونې ترڅنګ دوامداره پرمختګ ته هم انګېزه ورکوي.
څنګه د مشرتابه اړیکې پیاوړې کړو؟
✅ په پیغامونو کې “موږ” تر “زه” ډېر وکاروئ.
د “زه غواړم تاسو دا کار وکړئ” پر ځای، ووايئ “موږ به د دې کار په ترسره کولو سره بریالي شو.”
د “زه فکر کوم دا تر ټولو ښه لاره ده” پر ځای، ووايئ “موږ یو ځای پرېکړه وکړه چې دا تر ټولو غوره لاره ده.”
✅ منفي ارزونه په رغنده لارښونه بدله کړئ.
د “دا راپور بسنه نه کوي” پر ځای، ووايئ “دا راپور ښه ټکي لري، او دا هغه لارې دي چې موږ یې ښه کولی شو.”
د “تاسو ضرب الاجل له لاسه ورکړ” پر ځای، ووايئ “راځئ دا وڅېړو چې څنګه کولی شو د وخت مدیریت ته وده ورکړو.”
✅ شکمنه ژبه د یقین له الفاظو سره بدله کړئ.
د “زه احساس کوم چې دا ممکن کار وکړي” پر ځای، ووايئ “زه ډاډه یم چې دا طریقه اغېزمنه ده.”
د “زه فکر کوم چې تاسو دا پروژه رهبري کولی شئ” پر ځای، ووايئ “تاسو د دې پروژې مشري ته چمتو یاست.”
پایله
هغه مشران چې د انګېزه بښونکې ژبې مهارت لري، یو وفادار کاري فرهنګ رامنځته کوي. کله چې مشران په قصدي ډول د خپلې ژبې انتخاب ته پاملرنه وکړي، نو خپل نفوذ له عادي معاملاتي اړیکو څخه بدلون ته اړوي.
سرچينه:Frobe.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.