واشنګټن– وروسته له هغې چې د غزې په اړه د ټرمپ خبرو د نړیوالو اندېښنې لامل شوې.د امريکا حکومت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ورستيو څرګندونو وظاحت ورکرو.
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې ټرمپ د غزې د نیولو یا هر ډول نظامي مداخلې ژمنه نه ده کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي،چې ټرمپ یوازې وړاندیز کړی و چې امریکا کولی شي د غزې د بیا رغونې مسؤولیت پر غاړه واخلي، خو د زور زیاتي یا نظامي مداخلې هېڅ نیت نه لري.
مارکو روبیو وویل:
“یوازینی کار چې ولسمشر ټرمپ کړی، او زما په نظر دا یو سخاوتناک اقدام دی، دا دی چې امریکا چمتووالی لري، مداخله وکړي، کنډوالې پاکې کړي، ځای د ټولو ورانیو څخه پاک کړي… تر څو خلک بېرته ستانه شي او هلته ژوند ته دوام ورکړي.”
د ټرمپ څرګندونو د نړۍ په کچه بحثونه پارولي دي. د فلسطیني ډلو استازو ویلي، دوی د امریکا د هر ډول مداخلې په اړه اندېښمن دي، او دا یې د فلسطینیانو د حقونو سرغړونه بللې ده.
د سیمې عربي هېوادونو لکه مصر،سعودي عربستان او اردن هم خبرداری ورکړی چې د غزې مسله باید د فلسطینیانو په رهبرۍ حل شي، نه د بهرنیو قدرتونو له خوا.
د سپینې ماڼۍ وضاحت ښیي چې امریکا د غزې د نظامي نیولو نیت نه لري، بلکې غواړي د بیا رغونې لپاره ګامونه واخلي.
خو د سیمې هېوادونه او نړیوال تحلیلګر لا هم د دې وړاندیز پر عمليکېدو شک لري، او وایي چې دا مسله باید د فلسطیني خلکو د ارادې له مخې حل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.