په خثا نژادی آریایی کنجاړه شخوند وهل

محمد داؤد مومند

159

یو ځل بیا په آریایی نژادی کنجاړه باندی، شخوند وهوونکی، خپل د نژاد پرستۍ اصلیت او ماهیت څرګند کړ، او د شاعر دی خبری مصداق وموند چی وایی:

  خوش بود ګر محک تجربه آید  به میان

  تا سیه روی شود هرګه در او غش باشد

په هیواد کی مختلف قومونه لکه هزاره، ترکمن، ازبک، بلوڅ، ایماق، پشه یی، جټ، تاجک، پښتانه او داسی نورقومیتونه شتون لری، ولی هيڅ قوم د آریایی قوم په نامه نسته او نه یادیږی، نو هغه څه چی عملا شتون ونلری، او ته ورته ځان منسوبول غواړی، آریا جانه، دا ستا د کهترۍ او حقارت کاذب احساس ممثل ګڼل کیږی، یعنی د ۱۷۰۰سال قبل از میلاد په اسطورو او افسانو پوری ځان منسوبول، په روحیاتی لحاظ د خپلی برترۍ او افضلیت مفتانه او کاذبه هڅه ده.

زه د صدیق فرهنګ د یوه نظریی سره موافق یم او هغه داچی زموږ په ټولنه کی دا آریایی توب او آریایی نژاد، دعواګانی، د حقیقت او واقعیت نه لیری خبره ده.

دا د آریایی توب برتری خواهانه بغاری د یوه نوع افضلیت غوښتنی دعوی او ادعا ده، او دا ادعا که د تاجکانو له خوا وی او که د پښتنو لخوا، په هیواد کی د نورو اقوامو او قومیتونو لکه جټ، هزاره، ازبک، ترکمن چی مغلی نژادی ریشی لری، سپکاوی، په ټيټه سترګه کتل او برتری خواهی ده!

ددی برتری خواهی نه مطلب او مدعا څه ده؟

آیا آریایی نژاد د انسانی کرامت له مخی پر نورو نژادونو برتری او افضلیت لری؟

آریا جانه!

په صراحت ووایه چی ستا قوم او قومیت څه دی؟

په صراحت ووایه چی په هیواد کی ځانله ستا قوم آریایی ریشه لری؟

په صراحت سره ووایه چی آیا پښتانه هم له هماغه آریایی نژاده دی، چی ته پری فخرفروشی کوی؟

ووایه چی هزاره، ازبک، ترکمن، پشه یی او جټ له کومه نژاده دی؟

که دا اقوام د ژیړ یا بل کوم نژاده پوری اړه ولری، نو بیا ستا د آریایی توب او آریایی نژاد اصالت او پیاوړی تمدن باندی، فخرفروشی او تظاهر او تبختر، په حقیقت کی، بورتنیواقوامو ته په ټیته کتل، ستا په بی فرهنګۍ دلالت نکوی؟

دا ستا آریایی نژاده قوم څه نومیږی او افغانستان په تاریخ کی یی څه داسی توری کړی دی چی نور قومونه د هغی نه وروسته او محروم راغلی دی؟

آریا جانه! بخوان و بدان:

ستا بی ځایه ادعا داسی تلقی کیږی چی په هیواد کی مغل نژاده اقوام د داسی درخشانه تاریخی تمدن نه بی برخی دی، لذا دوی د ستا د ادعایی قوم؟ په تناسب په یوه ټيټه او غیرمتمدنه نژادی کړۍ پوری اړه لری.

د پښتنو د نژاد په اړه د مغلو د دوری مورخین او کتابونه لکه مخزن افغانی او داسی متعدد کتابونه ، وایی چی پښتانه د سامی له نژاده دی، ځینی یی آریایی بولی او ځینی هم، نورڅه، خو نن ورځ فارسیستان (د فارس د فرهنګ د اصالت پلویان او ستمی ډلی لکه د نظار شوری او د ربانی جمعیت)  صرف د پښتنو سره د ضدیت او کاذب حقارت احساس له مخی ادعا کوی چی پښتانه د بنی اسراییل له نژاده دی، او ځانله دوی د آریایی نژاده پوری اړه لری، او دا په حقیقت کی برتری خواهی ده!!!!

پښتنو ته فارسیستانو دا پیغور چی پښتانه د بنی اسرائیل له اولادی څخه دی خورا جاهالانه او احمقانه بریښی!!!

نن ورځ شل ملیونه بنی اسرائیلیان په ټوله نړۍ حکومت کوی، د متحده ایالاتو دواړه مقتدر ګوندونه که دیمکرات دی که جمهوریت غوښتونکی، د یهودانو لاس تړلی چرګان دی.

آیا د فارسیستانو، پښتنو ته دا پیغوراحمقانه نه بریښی؟

ماته دا مهمه نده چی زه د سامی نژاده څخه یم که عرب نژاده یا بل کوم نژاده.

ته دروغ وایی: چی ګوندی ما لیکلی دی چی پښتانه په نورو اقوامو شرف لری.

قرآن کریم، ستا په څیردروغجنو او منافقو وګړو په هقله فرمایی چی:

لعنت الله علی الکاذبین

په انسانی لحاظ، پښتانه پرهیڅ بل قوم کوم افضلیت نلری، زه د حضرت محمد په دی مبارک کلام اعتقادلرم چی فرمایی:

لافضل لعربی علی عجمی و علی عجمی علی عربی و لا احمرعلی اسود و لا اسود علی احمر الا بالتقوی.

ترجمه:«هیڅ عرب پرعجم اوهیڅ عجم پرعرب او هیح سپین پرتوراو هیح تور پرسپین شرف نلری مګر په تقوی»

البته ددی نه سترګی پټی کیدای نشی چی د مغلو او فارس د استعماری دولتونو او وروسته هم ، د ناتو د استعماری هیوادونو، د اشغال په دوره کی د پښتون ولس د جهاد او مبارزی ونډه نظر قومونو ته درنه وه.

د هیواد په تاریخ کی دوه ځله حکرانی په نا مشروع توګه د تاجک لاس ته ولویده، یو د بچه سقو حکمرانی او بله هم د مسعود – ربانی د دوری حکمرانی د آی – آس – آی په ذریعه.

د بچه سقو او شورای نظار – جمعیت دوری، د تیمورشاه نه نیولی د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه او سردار داؤد خان د جمهوریت د دوری سره مقایسه کړه، بیا که سالم وجدان لری، اسلامی قضاوت وکړه چی کومی دوری په نسبی توګه د هر لحاظه غوری وی؟

مسعود وایی چی «پشتون ها نه تاریخی داشت و نه فرهنګی»

دوی هم ستا په څیر۱۷۰۰ قبل از میلاد په آریایی خثا کنجاړه باندی نشخوار وهی.

دوی ځان د فارس په تاریخی او فرهنګی افتخاراتو کی ځان شریک بولی، یعنی په تاریخی لحاظ، ځانونه د فارس خاوره خپله خاوره بولی.

آریا جانه!

بخوان و بدان چی:

ماته دا مهمه ده چی د نړۍ د هیوادنو په لړکی،  د هیواد د نورو اقوامو سره یو مشترک کوراو مشترکه مور لرو، چی نوم یی افغانستان او مؤسس لوی احمد شاه بابا دی.

زه د خپلو ننګیالیو وطنوالو او په هغه مشرانو چی د خاوری او اولس د خپلواکۍ او آزادۍ دپاره یی قربانۍ ورکړی دی که هغه بایزید روښان وه که خوشحال بابا، ایمل خان مومند، دریا خان اپریدی، میرویس بابا، لوی شاه محمود، لوی شاه اشرف، ستر احمد شاه بابا او داسی نورو، ویاړم، خو زه په دی افتخار نه کوم چی ستراحمد شاه بابا د آریایی نژاده وه یا د سامی نژاده!

یو شاعر د هغه نژاد پرسته وګړو، چی د نژاد پرستۍ د کاذب احساس لاندی لکه   ۱۷۰۰ سال قبل از میلاد ادعا، چی په آریایی افسانواو اسطورو باندی فخر فروشی کوی وایی:

                            آن کس  که  افتخار  بر  اجداد  میکند

                           چون …به استخوان دل خود شاد میکند

که جرمنان د آریایی نژاد، دعوی درلوده یا لری یی، دوی په حقه دی. دوی ټول سپین پوسته، شنی یا آبی رنګه سترګو او لوړو ونو یا قدونو، اوعالی او لوړ تمدن خاوندان دی.

تاسو اوس تاجک بچه سقو، تاجک مارشال فهیم معروف په خرمګس، تاجک مسعود پنجشیری، تاجک سمندر غوریانی او تاجک احمد آریا، د یوه آریایی جرمن وګړی سره مقایسه کړۍ، د دی تاجکانو کوم رنګ، پوټکی، سترګی او قدونه، تمدن او سړیتوب، د جرمن آریایی نژاده  سره مشابهت لری؟

په اروپایی او متحده ایلاتو کی د افغانستان خلک د آسیایی اتنیکی ګروپ په لړکی حسابیږی، نه د آریایی جرمن نژاده ګروپ په نامه.

ما د خپل کارکولو کار په فورمو کی همیشه ځان «آسیایی» بللی دی نه آریایی یا جرمن نژاده.

په اشیاء کی دا د آریایی نژادی د عوی د احمقو ایرانیانو لخوا شروع شوی ده چی د حقارت په مرض اخته دی.

لوده ایرانیان د فرانسوی اصطلاحاتو په استعمال لکه «مغسی» د ځان د متمدن توب، تظاهر کوی.

ایرانی میرمنی به غربی دنیا کی خپل و یښتان او حتی وریځی (ابرو) ته طلایی رنګ ورکوی تر څو، جرمن نژاده معلومی شی.

د افغانستان بد بخته میرمنی هم په غربی نړۍ کی د ایرانی ښځو په تقلید کی قدم ږدی !!!!!!!

ولی د هندوستان میرمینی چی د لوړو تحصیلاتو خاوندانی دی، خپل کلتور او فرهنګ ته په درنښت ګوری، ما یوه هندی میرمن په غربی نړۍ کی ونه لیده چی  لکه بی فرهنګی ایرانی میرمنو، خپلو ویشتانو ته طلایی رنګ ورکړی او یا بی عفته غربی جامی واغوندی.

ددی نژاد پرسته (تاجک فوق همه) بابولالی او اسطوری د مولانا شهاب روایت ته ورته ښکاری.

مولانا شهاب د ښونځیو د ثانوی یا عالی دوری د زدکونکو دپاره د عقایدو د درسی مضمون په توګه یو کتاب کښلی و، چی په دی مضمون کی، مولانا شهاب د حضرت سرور کائنات د نبوت د ثبوت دپاره یو روایت ته ځای ورکړی وه پدی تفصیل چی:«د دوه وګړو په مینځ کی د یوه اوښ په مالکیت دعوی وه، خبری د حکمیت دپاره حضرت پیغمیر اسلام ته ورسیده، دواړه مدعیان د اوښ سره د حضرت سرور کاینات حضورته حاضر شوی او دواړو د اوښ د مالکیت دعوی کوله، حضرت سرور کاینات حیران پاتی شو، چی د کوم یوه، په ادعا باندی خپله فیصله صادره کړی؟

پدی وخت کی اوښ په خبرو راغلی دی او حضرت محمد ته یی د خپل حقیقی مالک عرض بیان کړی دی او مشکل حل شو.

دا د مولانا شهاب یو جعلی او احمقانه روایت وه، د حضرت محمد د نبوت د ثبوت په ارتباط.

ما په صنف کی د عقایدو د مضمون معلم ته وویل، چی مولانا شهاب دی لمړی دا ثابته کړی چی اوښ څنګه په خبرو راغی، دا خو د منطق او عقل له نظره یومحال او مستحیل کار دی!

که څوک د حضرت محمد په نبوت عقیده ونلری، نو څنګه ممکنه ده چی د مولانا شهاب په بی منطقه روایت چی اوښ په خبرو راغی، د حضرت محمد نبوت ومنی؟

استاد جهانی د جعلی احادیثو او روایاتو په ارتباط داسی تحقیقی رساله ولیکله چی تر نن ورځی پوری هیڅ محقق نه وه لیکلی او نه یی د لیکلو توان لری.

زه اوس د آریایی نژاد وارث او مدعی ثانی مولانا شهاب ته وایم، چه ته د آریایی نژاد د اصالت به مورد کی د کهزاد او غبار او نورو، روایتونه پریږده، ته اول دا ثابته کړه چی ته په خپله د جرمنانو په څیر د آریایی نژاد پوری تعلق لری؟

ته خپله شجره څرګنده کړی چی ترکومه پشته، د آریایی نژاده پوری تعلق لری، د   ۱۷۰۰ سال قبل ازمیلاد نه موږ تیر، ته  ۱۷۰۰ سال بعد ازمیلاد شجره دی موږ ته څرګنده کړه.

برڅیره پردی، ستا رنګ او قواره د خرمارشال فهیم او سمندرغوریانی او مسعود په څیر، آریایی جرمن نژاده ته د یوی زری په اندازه هم شباهت نلری، او د مولانا شهاب په څیرپه خامو روایاتو، هم ځان غولوی او هم وطنوال !!!!!!!!!

قرآن فرمایی:

لعنت الله علی الکاذبین

دا آریا پرسته، دوه چپی جان  و روان برابر ملګری لری چی تل یو بل ته وایی:

تو مرا آخوند بګو، من ترا ملا

یوملګریی یو بی مسلکه افغان جرمنی شعله یی دی چی د اوبو په څیر د یوه اقتضاء پرسته وګړی په څیر د هر ظرف، مظروف ګرځی، په دی معنی چی کله سوردو آتشه انقلابی شی، کله سردار پرست او کله هم امانیست، بد تره دا چی سیاسی یابوګان ورته هورا هورا وایی او دده په سرنی، ناڅی.

هغه متل دی چی :«شیطان په خره مین شوی وه»

دوهم ملګریی هم یو ببرکیست او خیبریست فیلسوف دی چی تل، یو بل ته په سیاسی شاد باش او درود ویلو او د محبت، په معانقه بوخت دی.

که بی مسلکه ستمی شعله یی چپګراء افغان جرمنی، د هیواد د تاریخ او تاریخ سازه مشرانو سپکاوی وکړاو پښتنو ته «پښتون غول پشت کوه» وویل، نه د ببرکیست، خیبریست د اعتراض ژغ  پورته شو او نه د هغه صمیمی رفیق ثانی، آریایی نژاد پرسته.

په همدی توګه که بی فرهنګه، نژاد پرسته، د ۷۰ ملیونو پښتنو د فرهنګ او ټولینیزی معاشری اهانت وکړ، د ببرکیست، خیبریست فیلسوف نه، د اعتراض  ږغ پورته نشو.

خو ما چی د خپل قوم د فرهنګی حقوقو ږغ پورته کړ، ببرکیست، خیبریست، په داؤد مومند باندی، د (ریسست ) تور ولګاوه !!!!!!

د استاد الفت وینا ده :

په داسی رنګ بی تمیزۍ د خرو خندا راځی

خدای دی روغ که، ببرکیست خیبرسته!!

ستا اتهام، ماته د یوه معروف عربی څلوربول چی د حمارقبرسی په نامه یادیږی د ټیز حیثیت هم نلری، نور خو لا څه کوی؟

یوه کره وینا ده چی:

انګشت مکن رنجه به  در کوفتن  کس

 تا کس نکند رنجه به در کوفتنت مشت

لایشعر نژاد پرسته ، پر مامعترض دی چی ستا تخلص خوهم مومند دی!!!

دا بیړا، په دی نپوهیږی چی مومند د پښتنی اقوامو لکه: شینواری، خټک، ساپی، یوسفزی، بارکزی، پوپلزی، اپریدی، محمد زی، وزیر، میسود، مشواڼی، خروټی، ځاځی، منګل، ځدراڼ او داسی نورو یوه څانګه ده، دا څانګی په عمومی توګه په جفرافیایی لحاظ یو بل ته څیرمه پراتی او هره سیمه ددی څانګو به نامه شهرت لری.

هیڅکله د پښتنو یوی څانګی پربلی څانګی د اولویت او قدامت ادعا نه ده کړی او نه یی دی ویلی، چی په تاریخی لحاظ  ۱۷۰۰ سال قبل از میلاد پرتا قدامت لرم، دا قومی څانګی، د اسلامی ارشاد چی، ملحد باده مست نژاد پرسته ، پری اعتقاد نلری، یو د بل د پیږندګلوی دپاره، د یوی ذریعی په توګه کار اخلی.

د نړۍ د مسلمانانو مقدس کتاب فرمایی:

«یا ایهاالناس انا خلقنا کم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا وقبایل لتعارفو ان اکرمکم ان الله علیم خبیر.»

پښتانه به عمومی صورت په دوه څانګو ویښل شوی دی: درانی او غرزی یا خلجی.

د مومندو څانګه په درانی ګدیزی، خو د پښتنو څانګی پرپر بله څانګه ، که درانی دی او غرزی یا خلجی کوم افضلیت نلری. د پښتنو دا قومونه د ژبی د لهجی په وجه او ولسی دودونو او رواجونو له امله یو د بل سره تفاوتونه لری، خو هیڅکله یو پربل د افضلیت او برترۍ دعوی نه کوی.

خوشحال بابا ځټک تخلص کاوه او رحمن بابا چی یو متصوف وه، مومند، حمید ماشو خیل هم مومند تخلص کاوه، ملی مبارزین ایمل خان د مومند او دریا خان د اپریدی به نامه پیژندل کیږی، لوی ملی مبارزعبدالصمد خان بابا د اڅکزی، او د ماویستی ډلی مشر محمد افضل، بنګښ تخلص کاوه، علامه محمود، طرزی تخلص غوره کړی وه، علامه صلاح الدین هم، سلجوقی.

که شهید محمد هاشم، میوندوال، دستګیر، پنجشیری، غلام صفدر، پنجشیری، اسمعیل، بلخی، محمد رسول خان، پشتون، نور محمد، تره کی، داکتر روستار صاحب، تره کی، قدیر خان، تره کی او په زرګونو نورو خلکو داسی تخلصونه انتخب کړی وه او دی،  صرف د تشخص په منظور نه د قومی یا منطقوی افضلیت او برترۍ په منظور.

دا که ته په خپل مریض ذهن دا ټول علمی، متصوف، او ادبی او سیاسی ذوات د ځان به څیر په انحراف متهم کوی، بهتره ده چی یو روانی ډاکتر ته مراجعه وکړی.

د سردار صاحب د جمهوریت د دوری یوه اشتباه هم دا وه، چی دا قومی او منطقوی تخلصونه یی په وګړو بند کړل.

آریا جانه!

که په تا کی دومره شعور نشته او دا قومی موجوده تخلصونه چی قومونه یی همدا اوس د افغانستان په مختلفو برخو کی اوسیږی د یوه افسانوی او اسطوره یی  جرمن نژاده آریایی تخلص سره برابروی، دا ستا په بی سوادی او کاذب غرور او تکبر دلالت کوی، څرنګه چی شاعر ویلی دی:

                               کسی را که خصلت تکبر بود

                             سرش پر غرور از تصور بود

د مناطقی خاتمه

 غازی ببرک خان، غازی میرزمان خان  او امیرعلی احمد خان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.