ډونالډ ټرمپ غواړي چې د نړیوال جزایي محکمې پر ضد بندیزونه اعلان کړي

122

واشنګټن – د فبرورۍ ۶، ۲۰۲۵

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د نړیوال جزایي محکمې (ICC) پر چارواکو او د هغوی د کورنیو غړو مالي بندیزونه او د ویزې محدودیتونه وضع شوي دي.

دغه بندیزونه د هغو چارواکو پر ضد لګول شوي چې د امریکایي اتباعو یا د هغوی د متحدینو په ځانګړي ډول اسرائیل پر ضد د تحقیقاتو ملاتړ یې کړی.

د تېر نومبر په میاشت کې د نړیوال جزایي محکمې قاضیانو د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د دفاع پخواني وزیر یواف ګالانت او د حماس د مشرانو د نیولو امرونه صادر کړل.

واشنګټن د ICC دا پرېکړه “شرموونکې اخلاقي انډول” وبلله، ځکه چې محکمې د اسرائیل او حماس مشران په یوه قطار کې ودرول.

محکمې ادعا کړې چې نتانیاهو او ګالانت د غزې پر ضد “د جګړې د وسیلې په توګه د لوږې کارولو” ته دوام ورکړی او قصداً یې ملکي وګړي په نښه کړي.

خو د اسرائیل چارواکو دا ادعاوې “دروغ او یهود ضد” بللي دي او ویلي یې دي چې د دوی عملیات د ځان دفاع لپاره دي.

ټرمپ پخوا هم ویلي وو چې ICC د امریکا پر اتباعو هیڅ ډول صلاحیت نه لري، ځکه چې نه امریکا او نه اسرائیل د روم اساسنامه (Rome Statute) لاسلیک کړې.

دا بندیزونه ښيي چې امریکا د نړیوال جزایي محکمې پرېکړې نه مني او هڅه کوي د خپلو متحدینو په ځانګړي ډول اسرائیل ملاتړ ته دوام ورکړي. دا مسئله د نړیوالو حقوقي ادارو او د نړیوال عدالت مفکورې لپاره یو ج

دي چلنج ګڼل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.