مجاهد صیب، خپلو خبرو ته ترجمان ونیسه!
چارواکي د تأریخ په اوږدو کې داسې مراحلو او پړاوونو ته رسېدلي چې نه پوهېږي، څه وایي او شاوخوا غوړه مالان یې هم ورته د ویلو جرئت نه لري!
اوس او د طالب د حاکمیت مشران د سولې، ملت، اسلام او د اسلامي رسالت او ښې دولتدارۍ خبرې او قلقلې د مختلفو تصریفاتو او په ډېر سوځ او ظاهراً په پوره اخلاص او حق په جانب څېره کوي، چې د انسان پرې ترحم راشي! خو ډېر داسې موارد شته چې دوی خوارکیان له سره نه پوهېږي، څه وایي او اکثر د خپلو تأکیداتو په ابعادو او مانا بې خبره ښکاري! پوره خبر یېم چې دغو اکثرو مواردو کې د ځان په خیال توجیهات او مبرر هم ورته جوړ کړی (مدني ټولنې، د هغوی د جمهوریت مبتذله پروژوي او ډالري بڼه او بیا پرې د طالب رد، اوږد جدا بحث دی!)، د ښه او موجه تدبیر او کار بد مثال ځانته راوړي او ګویا دا چې کومې طیارې سقوط کړای او کوم روغتون کې انسان مړ شو او جمهوریت کې د جان کیري ټولټاکنې شوي او… په دې توګه، انحرافاتو باندې، خپل تخلفاتو توجیه کولو هڅې مردودې دي! ددې مثبتو او منفي تجاربو نه هغه مثبتې، بشریت ته قابل دسترس تجارب، کړنې او د دولتدارۍ مثبت، ممکن او قابل دسترس اصولو نه استفاده او منفی ردول په کار دي، اما دوی، ټول اساسات او بشري لاس ته راوړنې ردوي او منتفی کوي!
په دولتدارۍ، اقتصادي او عمراني برخو او سیاستو کې یې هم برداشت او پوهه قرنونه روسته پاتې ، زړه ده او د ېوشمېر تېر شاهانو او حاکمانو کړه وړه او محلي، کلیوالي برداشتو، منفي رسوم او عنعنات د اسلام د دین غوښتنه بولي! اوشته ستر مهم موارد، چې یا تېروتلي او یا یې پردي لاسونه په سر کې پاکستاني، مغرضې کړۍ تېر باسي او تېر ایستلي هم دي!
په مشخصه توګه:
د مثال په ډول لاندې د طالبانو د تحریک د ویاند مجاهد سره د تېرې اونۍ تلویزیوني مرکې برخې کې د ده پر ېو څو اظهاراتو او تأکیداتو تم کېږم:
د پاکستان دا ادعاوې چې له افغانستان ورته امنیتي خطرات او د ترور او دهشت د واردېدو خطرات دي د مجاهد اظهارات ډېر ځان غولونکي او غېر واردې وې او دي! دې اظهاراتو کې مجاهد صیب، داسې ښکاري چې له کومې بلې سیارې را غورځېدلای دی او له سره په حقایقو خبر نه دی او یا هم تجاهل عارف کوي!
مجاهد صیب پاکستاني حاکمیت ته د ګنګساو غیر ثابت دریځ لرونکي، خطاب کوي!
مجاهد صیب: پاکستان په افغانستان کې د جنګ نوې ټیکه اخیستل غواړي او هغوی بې ثباته سیاست، نه، بلکې، د پردو د اوامرو ډالري اطاعت کوي او پاکستان غواړي د ښاغلي ترامپ د هغو تأکیداتو ملاتړ ته مستندات برابر کړي، چې ترامپ ویلي چې دوی له تاسو خپله پاتې وسله غواړي!؟ پاکستان د ترامپ دغه او ورته تأکیداتو ته دست آویز وړاندې کوي، جې ستاسې سره پاتې شته امریکایی وسله، نورو ته خطر دی!
پاکستان ټولې جهادي او تروریستي ډلې د افغانستان او ضعیف، متخلف جمهوربت ړنګولو لپاره منظمې ، بسیجې او افغانستان کې په بریا سره مصروفی کړې! آیا تاسې د پاکستاني ملا مولانا فضل الرحمن ښکاره اظهارات نه دي اورېدلي چې د ډلی ۳۰ زره جنګیالی له تاسو سره ېوځای افغانستان کې جنګېدلي او حضور لري؟! آیا تاسې د مولانا فضل الرحمن دا تأکیدات رد کړل؟
شمال ټلوالې ته پاکستان کاذب تصور ورکړ، چې د افغانستان آینده به د دوی او طالبانو کې تقسیم اوًخلاصه کېږي! د جمهوریت د سقوط په جریان کې د دوی مشران په اولینه الوتکه کې پاکستان ته ولاړل او خپل حق یې غوښته. آیا نه مو دي اورېدلي چې د داکتر عبدالله عبدالله معاون ، جناب خنجاني ېوکال مخکې ښکاره اقرار وکړ چې دوی د اشرف غنی !؟ له جمهوریته دفاع ختمه کړه! خنجانی وویلې: چې: « مونږ نور د داکتر غني له جمهوریته دفاع کول قطعه کړل او بس کړل…». پاکستان له هماغه اوله پوهېده چې دا ځواکونه او دا حلقې به بیرته د پاکستان درد سر، مشکل اوکړکېچ شي، خود هغه وخت د افغانستان نظام، اردو او اقتصاد ړنګول اوپر پاکستان معترض داکتر غني ړنګول ورته اولویت شو!
هو پاکستان پوهېږي څه شمېر تروریستان یې افغانستان ته لېږلي!. او دلته مصروف کړي. خو د خبرداریو سره سره، دا تاسې واست چې د هغوی د کاذب تصور ورکولو په پایله کې، تاسې همدا تروریستان !؟ د کابل په انتر کانتیننتال هوتل کې له همدو پاکستانیانو سره کښېنول او هغوی مستندات جوړول چې د دوی مطلوب تروریستان له تاسې سره دي، او وه!
نو بیا د دوی له وجوده انکار او ستاسې قاطع مواضع چې تاسو سره نه شته، څوک نه شي منلای! دا حد اقل اخلاقی او انساني نه ده چې د سنګر ملګری د دشمن په لاس ورکړل شي.
پاکستان پرېږده،
ایمن الظواهري له کوم پراشوته را ولوېد جې د کابل په زړه کې ووژل شو، معامله شو او یا یې هلته مړی راوستل شو؟ زه وایم چې تاسې سره دوی وه او شته او ستاسې انکار شخصیت ته سخت ضرر رسوي، خو څوک پرې باور نه کوي!
مجاهد صیب په کابل او پېښور کې افغان ېو دی!
افغان ته پر خپله خاوره مهاجر اطلاق کول د پنجاب او ای اس ای ادبیات او غوښتنه ده.
آیا طالبانو او مرحوم ملامحمد عمر آخند زاده « ډیورند» غیر مشروع، خیالي او غیر قانوني کرښه کله هم منلې؟ چه ته افغان ته په پښتونخوا او پښتنه خاوره د مهاجر اطلاق کوئ او د میلیونو افغانانو زړه ماتوئ او ناروا خبر کوئ!
مونږ ته دغه افغانان په محکوم افغانستان د ستاسې ناروا دغه اظهاراتو له کبله طعنې او بر حقه طعنې راکوي!
له سره دې پام دی؟ څه ویل غواړې؟!
د ېو ستر حرکت د نطاق په توګه د بې ځای شوو افغانانو او مهاجرو ترمېنځ فرق کولای شې؟
داسې ښکاري چې نه!
ستاسو تأکیدات چې ګویا د وطن له ناموسه د پاکستان له تجاوزه دفاع کوۍ!
آیا دا خبره او تأکیدات مو عملي جنبه لري!
څه کولای شۍ؟
د تکنولوجي، علم او کمپیوتر عصر کې خو په ډانګی جنګ نه کېږي او ته خو باور لرۍ چې د مدرنو علومو زده کړه خو «هسې مباح کار دی …». د ټولنې نیم ځوان نسل دې له علمه په ناروا توګه محروم، او له سره د زده کړو کچه په تېرو ۴ کلو کې تر ۶۰ سلنه کښته راغلې! معلم او استاد او د وطن کدر د ستاسو د ظلم او بې کارۍ له کبله ( نور لاملونه به هم لري!) تېښتې ته مجبور شو، په دریابونو غرق، ګرده او زړه یې شق او وپرول شو، جنکۍ بی ناموسه او د مافیا لاس کې اسیرې او هغه خوشوخته یې پاکستان، ایران او ترکیه کې زنداني او تاسې چړچې او دوه او درې نوې ښځې کوۍ!
دا جفا او ناروا به عمدي وي که سادګي اوکه ګنګس توب؟ هر څه چې وي، خو د پنجاب همدا غوښتنه او بې سواده ځوان ښه انتحاری و وړبا سربازي کولای شي!
یقین مې نه شي چې سلهاو ملایان ناست او ېو ځوان طالب ورته تقریر کوي چې: غرب کې مسلمانان د ګیرو او لنګوټو تړلو او لرلو ټکس او مالیه ورکوي!
که د اسلام صدر، د خلفای راشدین، أبوبکر صدیق او حضرت عثمان (رض) کارنامې تاسې لپاره مثالي دي او د اسلام د ستر پیامبر محمد مصطفی کارنامې تاسې ته د ستاسو د لارې مشعل وې او دي، آیا دوی ته د مرګ، ژوبلې او شهادت خطر نه وه؟ آیا دوی د اسلام ستر پیامبر او راشده خلفاو په توګه له ملته کله پټ شوي؟ د حرا په غار کې ېوازې له مشرکینو او هغه هم د لږ وخت لپاره پټه وي. نور یې کله هم دا کار کړای؟
ځواب ښکاره دی!
دا لست او دا تېروتنې او جنایات، اقتصادی او سیاسي برخو کې تخلفات او د هغو لست، ډېر اوږد او د نه منلو وړ او دا به ددې ملت ا، د اسلام او افغانستان په تأریخ کې په تورلیک لیکل کېږي!
ډاره، ترس، ویره، لاقانوني، جبروت، استبداد، تیرانی هغه اصطلاحات او مصداق یې ستاسې حاکمیت کې، د ژورې اندیښنې وړ دي!
دا ددې مانا نه ورکوي چې لاملونه اوعاملین به نور هم نه وي، چې دي! خو اوس اوس لمړي مسؤولین تاسې یاست!
هماغسې چې په جمهوریت کې د ناروا کړو، د نړۍ د ۲۰۲۱ کال د دوحې د خیانت په پایله او د پاکستان د افغان دښمنه سیاستو په سلسله کې تاسې په قدرت ورسیدلای، نو که تاسې هم په دغه پورته یادو شوو تیروتنو او تخلفاتو سره، خپلو تېرو عبادتونه به په داسې کړو، هدر کړئ!
تاسې به افغان ملت او افغانستان له سترو نورو بحرانو، سقوط او انحطاط سره مواجه ، د اسلام، لونګۍ، څپلۍ او واسکټ رنګه به هم بده کړۍ!
مونږ د لیلی د دشتې تکرار نه غواړو!
الله ج دې مونږ ټولو ته د نیکۍ هدایت وکړي!
فرصتونه د تېرېدو په حال کې دي!
مونږ دربانې غاړه خلاصه کړه او دا بحث نور وسیع افعاد او جوانب او د حل معقولې لارې هم لري!
و ما علینا الا البلاغ المبین
و ما توفیقنا الا بالله.
علیه توکلنا و الیه المصیر!
آمین یا رب العالمین
نو سفارش هم کوم چې خپلې خبرې او خپل تأکیدات ځان ته وژباړۍ او ترجمه کړئ او یا خپلو خبرو ته ژباړونکی او ترجمان ونیسئ!
داکتر صلاح الدین سعیدی
صلاح الدین سعیدی۷/۲/۲۰۲۵
https://dawatmedia24.com/?p=172624
Comments are closed.