شیطاني فکرونه ــ شیطاني خویونه

عبدالوکيل سوله مل

209

د شریف سترګو ته خولو لاره کړې وه، پنډې ګوتې یې په لندو کمزرو وېښتانو کې تېرې کړې، د ویښتانو په څېر يې د بدن  له نورو برخو هم خولې روانې وې.

ګلالۍ له ځایه ولاړه شوه، لندې جامې چې خولو یې په بدن پورې سریښ کړې وې، کرار له بدنه جلا کړې، شریف ته یې وکتل، کرار يې وویل:

ــ زه نوره نشم کښېناستی، ساه مې بندیږي، ځم چې اوبو ته ځان ور واچوم.
شریف سترګې وموښلې، سر يې وښوراوه:

ــ ورځه! زه هم په خولو کې ډوب یم، خو لږ نور هم پاتې کېږم چې غوړ مې نور هم ووځي.

ګلالۍ په کرار د سونا دروازه پرانیسته، د اوبو لوی ډنډ ته ولویده. له دروازې سره ناست ګل عالم چې مونډۍ ږیره او ډبل برېتونه يې درلودل، ګلالۍ ته سترګې سيخې ونیوې اود اوبو ډنډ ته د لوېدلو تر شېبو ېې وڅارله، شریف ته يې  مخ راواړاوه:

ــ اسلام علیکم! لکه چې وطن دار يې وروره؟

شریف وخندل:

ــ وعلیکم السلام په خیر راغلې!

او چې څو ګل عالم بلې خبرې ته ځان جوړاوه، شریف هم له ځایه پورته شو:

ــ یو ساعت کېږي چې ناست یم، نور تنګ شوم، لږ به د باندې هوا تنفس کړم.

شریف روان شو، ګل عالم هم غلی ورسره پورته شو، دواړه د ډنډ پرغاړه ودرېدل.

ګل عالم سترګې د اوبو ډنډ ته واړولې، د ګلالۍ طرف ته يې سترګې ونیوې. د ډنډ یوه طرف خلکو لمبل او بل طرف ته د  موسیقۍ او نغمو په بدرګه خلکو د لمبا تمرین کاوه، ګل عالم  شریف ته مخ ورواړاوه:

ــ دا دې لور ده؟

شریف مسکی شو سر يې د نه په مانا وښوراوه:

ــ نه، مېرمن مې ده!

د ګل عالم له خولې بېواکه ووتل:

ــ ما شاالله!

غلی شو لکه په خپله خبره چې پښېمانه شي، د شریف تندی هم ګونځي شو:

ده پرته له دې چې د شریف غوسې ته پام واړوي او وویریږي، له شریف بیا وپوښتل:

ــ زما د خور پر ځای ده! دا دې دویمه مېرمن ده؟

د شریف ټنډه بیرته وغوړېده، بده يې ونه ګڼله:

ــ هو!

د شریف ساړه چلن او ورین تندي سړی ډاډمن کړ چې د پوښتنو لړۍ وغځوي:

ــ نو لومړی میرمن دې چېرې ده؟

د شریف تندی بېرته ګونځې شو، خو سړي د هغه په غبرګون هیڅ سر ونه ګراوه.

ــ هسې ما ویل خامخا به په وطن کې  وي؟ ځکه چې دلته خو دوه مېرمنې له چا سره نه پریږدي!

شریف يې خبره تصدیق کړه:

ــ همداسې ده، خو زما بله مېرمن پنځه کاله مخکې په حق رسېدلې ده.

په دې سره دواړه غلي شول، ګل عالم په خپله منډۍ ږیره لاس تېر کړ. پورته شو د ډنډ پر غاړه یې قدم وهل شروع کړل. ښه شېبه په ډنډ کې د هغو ښځو په ننداره بوخت شو، چې د موسېقۍ په بدرګه ېې د لامبو تمرین کاوه. له خپل راوړي کوچني بوتل يې اوبه په سر واړولې، بېرته د شریف څنګ ته راغی.

دواړه بېرته سونا ته راوګرځیدل، کښېناستل، ګل عالم د شریف لور ته وکتل، غوښتل يې چې څه ووایي خو چې و يې لیدل د شریف پام بلې ډډې  ته اوښتی، د خبرو زړه یې ونه کړ. پر پپړوشونډوېې ژبه راتېره کړه ،څنګ ته ناستې هندۍ مېرمن ته چې له خپلې ملګرې سره په هندۍ ژبه ګډه وه دسترګو لاندې وکتل ، بیا يې  یوې سپېنې پېغلې  ته سترګې واړولې. پورته شو چې ووځي چې د

 شریف ور پام شو. بېرته کېناست، د اوبو ډنډ ته یې سترګې ونیولې لکه په ستونې کې يې چې څه ونښلي ټوخي واخیست، غاړه يې تازه کړه، د شریف خواته ته يې وکتل، خوله يې خبرو ته جوړوله چې بېرته پښېمانه شو. مخامخ  ځوانې انګریزې ته يې پام ورواوښت، چې په څوکۍ کې برابره غځېدلې او د تیونو یوه برخه یې دباندې راوتلې وه.. شريف ته مخ ورواړاوه کرار يې وویل:

ــ خدای دې د سړي پرده وکړي.

 شریف د هغه خبرې ته هېڅ غبرګون ونه ښود، داسې لکه د هغه خبره چې یې هیڅ اوریدلې نه وي او یا يې بابیزه وبولي. هغه بیا هندوې ته ور وکتل. شریف ته يې سترګې ونیوي:

ــ ته او مېرمن دې هر وخت  یو ځای او جوړه راځئ؟

شریف په بي پروايي سر وښوراوه خو نور يې هیڅ ونه ویل ، ده له ځانه سره ووېل:

ـ ښه کوئ، ښه کوئ!

شریف سترګې  رډې ونیوي. اوږې يې وښوریدې:

ــ ولې؟

 ده وخندل!

هندوې او بیا يې هغې مېرمن ته وکتل چې د تېانو يوه برخه ېې د باندې راوتلې وه:

دغسې به ستا مېرمنې ته هم زما په څېر پردي سړي ور ګوري!

د باندې ډنډ ته یې لاس ونېو:

ــ دا بې شرمي خو لا څه کوئ چې په نجونو درته ګډا هم تمرینوي!

د شریف غمبورې سره واوښتل، په ډډ غږ يې وویل:

ــ خو نه ویني چې زما مېرمنه له سره تر پايه په کالیو کې پټه ده، حتی سر يې هم په لوپټه کې را تاو کړی دی؟

سړي سر وښوراوه ،ويې ستایه:

ــ ماشاالله ! پوهیږم، خو بده يې مه ګڼه وطنداره! هغه به په حجاب کې وي خو د دې ځای نارینه چې په حجاب کې نه دي، او ټول عمر يې په پردیو ښځو کې سترګې ښخې دي.

شریف ځان خبرو ته جوړاوه چې دی لکه ماشین  چالان شو:

ــ بده يې مه ګڼه وروره، خو یوه خبره مه هېروه، داسې چې د نارینه په اوږو  شیطان کېني، دغسې  ښځې هم خدای ناقص العقله پیدا کړې دي، دوی هم زړه لري، په دوی هم شیطان غالبېدی شي.

د شریف د غوسې رګونه راوپاریدل سترګې يې رډې را ووتي، ېواو لورته ېې وکتل ، لاسونه ېې کلک موټی کړل ، تابه وېل ګوزار ته ځانه جوړوي ،  په لوړ اواز يې ورغبرګه کړه:

ــ نو ستا څه فکر دی چې په کور کې يې بندي کړم؟

سړي د ده په غوسه سر ونه ګراوه:

ــ وروره ګله! بده يې مه ګڼه ولې زما غوندې نه کوې؟

دشریف مخ سور شو، په لوړ آواز ېې ورغبرګه کړه:

ــ څه وکړم؟ تا څه کړي دي؟

سړی نېغ کېناست په غرور يې وویل:

ــ وطن ته يې ولېږه!

شریف هک پک شو، دده وړانديېز ورته احمقانه وبرېښېد، ځکه اوس نه ېوازې ورځ تر بلې افغانان له هېواده وتل ډېری بهر مېشتو هېواد ته ان لنډ سفر ته هم زړه نه ښه کاوه، په ورو ېې وپوښت:

ــ ولې تا وطن ته لېږلې ده؟

سړي بیا په غرور ځواب ورکړ:

ــ ما لېږلې نه دي، ما هیڅکله راوستې نه دي، ته یوه لرې او زه مال د خدای درې او له

 دې سره کړس په خندا شو:

ــ څلورمه مې هم په نښه کړې ده، که پلار يې خدای راضي کړ او که په افغانستان کې وې،

 نو د مېلمنو په بر سر کې به ته هم د واده په ورځ ناست یې.

د ده په دې خبره د شریف غوسه لکه په سکروټه چې یخ کېږدي. بېرته سړه شوه، په کرار يې وویل:

ــ ښه نو داسې ده!نو ته څه فکر کوې چې  هلته به د افغان نارینه په اوږه شیطان نه کېني؟ او د ښځو شیطاني هوس به نه را پاریږي؟

ګل عالم د شريف په دې خبره ټکان وخوړ، دې پوښتنې لار ترې ورکه کړه، بې ځوابه شو، خو بیا یې هم ځان  ونه بایلود، سر ېی وښوراوه او بې واکه یې د ده پوښتنه پخپله ناپړيته ځواب کړه:

ــ ولې نه! افغانان له هر چا ډېر کونیان دي خو ……

شریف يې په خبره کې ورولوېده:

ــ نو خو يې بیا په څه کې ده؟ که هلته په وطن کې دې مېرمن له چا سره جوړه شي او یا يې کوم لوچک په کور ور واړوي؟

دا ځل د سړي د غوسې رګونه وپړسیدل، د شریف خبره لکه د ټوپک ډز پرې بده ولګېده، سترګې یې سرې واوښتې، پورته شو او بېرته کښېناست، تابه ویل سر پرې وګرځيد. اخوا دېخوا یې وکتل، لاسونه یې وغورځول:

ــ هلته د چا پلار دا زړه نشي کولای!

خوشریف یې هم د غوسې او اندېښنې پروا ونه کړه:

ــ څنګه يې نشي کولای؟ ته څه خبر يې چې هلته هره میاشت څومره نجوني په ځوانانو پسې له کورونو تښتي؟

سړي نور هم اور واخېست، سترغلي یې وپړسېدل، لاس یې داسې په شړک پورته ونیو لکه شریف ته چې لاس ور اچوي:

ــ خو ته له دې هم  نه یې خبر چې څومره دغسي نجونې د ټوپک په مرمیو غلبیلیږي، یوازې زموږ په کلې کې تېره مېاشت څلور ځوانان او نجونې، وروڼو او پلرونو په رڼا ورځ ووېشتي!

 شرېف چې ولېدل ګل عالم  له غوسې غاښونه چېچي او شیبه په شیبه لا ګرمېږي  او لړزېږي ګل عالم ته د چوپ پاتې کېدو په اشاره لاس جګ ونیو. خوګل عالم نه ېوازې چې غلی نشو، نورهم پخپله خبره ټېنګ ودرېد:

ــ د هغه ځای حالات ما درک کړي دي، ځکه دلته داسې بې غمه ګرځم.

شریف چې وپوهېده  له ده سره نور بحث بې ګټې دی او هسې نه چې له ده سره په شخړه وانه وړي، خوله ونیوه، بحث یې ودراوه، مخ یې بل لور ته واړاوه. ګل عالم  هم پورته شواو ووت. شریف لکه خوب چې ورشي سر یې وځړېده، سترګې یې پټې او بېرته وغړولې، یو بل لور ته یې وکتل، ګل عالم نه ښکارېده، له ځانه سره یې وویل:

ــ ښه دې چې خوله مې ونیوه او غلی شوم، کنه نور به یې څه غول بادول!

 د باندې یې وکتل، مېرمن یې له ډنډه راووته، دی هم له ځایه را ولټېده، له سونا راووت، خومخکې له دې چې د مېرمن خواته قدمونه واخلي، د ګل عالم سودا ورولوېده، شاوخوا یې نظر وځغلاوه:

ــ دا احمق چېرې لاړ. خدای دې نور نه راباندې ګوري!

خو چې مخامخ یې وکتل، ټکان یې وخوړ، ویې لېدل چې هغه په ډنډ کې د بربنډو ښځو په ننداره داسې بوخت دی لکه د سېنما په لویه پرده چې کوم بربنډ فلم ویني.

لندن ـ انګلستان

جنوری ـ ۲۰۲۴

حمل مینه او احساس

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.