پاشلي آوازونه

مصطفی صفا

125

| پاشلي آوازونه |

بیا دا غرونه او دا دښتې
راوهي راپسې چیغې
بیا بادونه لپې لپې
راشیندي راپسې چیغې

بیا د زړونو په محل کې
را ببرې دي خلاوې
بیا د کاڼو په ټبر کې
لېونۍ شولې ارواوې

بیا عبثې ګرځومه
په خوبونو کې بېدیاوې
بیا بې ځایه حلومه
د بادونو مُعَماوې

په کوم تال کې به راټول شي
دا پاشلي آوازونه؟
په کوم جرم درېدلي
دا بې ژبې دېوالونه؟

چا په ډک بازار کې لوټ کړې
د باران وروستۍ خبرې
چا د ګلو په موسم کې
بیا راوشړې ډبرې

څوک بهر له خپله ځانه
چا اغوستې تنهايي ده
بې تصویره، بې تعبیره
د هېندارو زندګي ده

زه له خپلې حوصلې نه
د اوبو غوندې روان یم
زما څه دي په ډبرو؟
زه همدمی د باران یم

اې د خیال ورکه ساعته!
راشه وار دې رارسېږي
ته که هرڅومره وزګار شې
خو بېګار دې رارسېږي

د وجدان په کرونده کې
بویوم اغزنې ونې
هېڅ ځواب موندلی نه شم
ژوند پوښتنې او پوښتنې

چې د ځمکې سکون یاد کړم
اسمانونه رانه تاو شي
چې د ښار کوڅې راواخلم
بیابانونه رانه تاو شي

دا مې سترګې شوې ډبرې
که خوبونه مې کنګل دي؟
دا مې برخه تیندکونه
که مې لارې د مزل دي؟

سینده! لاس په لاس کې راکړه
چې راوګرځو له منډو
زه خپه له خپله بخته
ته خسته له خپلو څنډو

ستا په دومره ځل او بَل کې
ساده ګي راشي زما شي
ستا پر غاړه د پېړیو
تنهايي راشي زما شي

زه به څه رانیسم، ته چې
ګلابونه رانه یوسې
هسې نه چې په څپو کې
غبرګ لاسونه رانه یوسې

بیا به څنګه راستانه کړم
رانه تللي اسویلي مې؟
بیا به څنګه ابدي کړم
خپله برخه تنهايي مې؟

غرونه غرونه، خیال مې غرونه
صحرا چېرې؟ پناه چېرې
زه، د زه په ځای کې نه یم
خطا چېرې؟ بلا چېرې؟

اې د تورو سیورو نسله!
ستا آغاز راته اشنا دی
تا له لرې پېژنمه
ستا آواز راته اشنا دی

زه په ويښو درته زانګم
د خوبونو قضاوت دی
لا یو داغ راسره پاتې
د وختونو امانت دی

غمه! ته چېرې مشکل یې؟
په اسانه مې پيدا کړې
بې حسرته، بې مقصده
بې ارمانه مې پیدا کړې

اې په ځان کې راشریکه!
په تاوان کې راشریکه
اې په اوښکو کې راغبرګه
په ګرېوان کې راشریکه

اې په ساه کې رالوېدلیه!
ته اېرې یې، که لمبې یې؟
څو مې نوم شته په دنیا کې
څو مې ژوند دی راپسې یې

بخته لاړې، بخته لاړې!
ټول وطن دې راته پرېښود
حال دې یووړ، قال دې یووړ
تش بدن دې راته پرېښود

د منصور غوندې برباد شوې
خو عِرفان دې چا ونه لید
د جنون آزار دې واخیست
خو جانان دې چا ونه لید

وایه! بیا د زړه په مراندو
هدیرې کله پاڅېږي
زنګ وهلې کیلۍ چېرته
په کولپونو کې تاوېږي

چا د ونې له انځوره
لمن ډکه له مېوې کړه؟
چا د سیند په رسمولو
تنده ماته د مودې کړه؟

۱۳۸۹/۷/۹هـ ل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.