نکریزې زموږ د ټولنې له مهمو دودونو څخه دي، چې د ښکلا تر څنګ یو کلتوري ارزښت هم لري. دا دود د پښتنو په فرهنګ کې له پېړیو راهیسې دوام لري او د خوښیو، واده، اختر، او نورو ځانګړو مراسمو مهمه برخه ده. د نکریزو دود نه یوازې د نجونو او مېرمنو د ښایست لپاره دی، بلکې د مینې، احساس، او برکت یوه نښه هم بلل کېږي.
د نکریزو یادونه د پښتو کلاسیکو شاعرانو لکه خوشحال خان خټک، حمید بابا، او نورو په شعرونو کې شوې ده. خوشحال بابا وايي:
“نه به سپین لاسونه سره کړم په نکریزو
نه به نور په ږمنځې ساز د سر وېښته کړم”
دا ښيي چې نکریزې نه یوازې د ښځو سینګار و، بلکې یو مهم کلتوري ارزښت یې درلود.
نکریزې طبي ګټې هم لري. د علمي څېړنو له مخې، نکریزې طبیعي یخ خاصیت لري، چې د پوستکي د نرمښت، د بدن د سوخت د آرامولو، او د تودوخې کمولو لپاره کارول کېږي. همدارنګه، نکریزې د وېښتو د پیاوړتیا لپاره هم کارېږي.
د نکریزو دود په افغانستان، هند، پاکستان، مراکش، او چین کې پراخ دی، خو زموږ په ټولنه کې ځانګړې بڼه لري. په اخترونو، ودونو، او د خوښیو په نورو شپو کې نجونې او مېرمنې یو بل ته نکریزې ږدي.
مصطفی سالک وایي:
“شنې به دې نکریزې په هر پل اوسي
اوښکې بارانونه شکر، ښه وشول”
داسې باور هم شته چې که یوې جینۍ ته نکریزې ووهل شي او لاسونه او پښې یې له سوروالي تورې شي، نو ویل کېږي چې دا خپل مېړه ته ډېره ګرانه ده. که څه هم د دې باور حقیقت معلوم نه دی، خو تر اوسه د یو فال په توګه منل کېږي.
د واده په مراسمو کې، پیغلې ناوې ته نکریزې ږدي. ناوې لاس موټی کوي، په ځینو ځایونو کې دود دی چې د لیور لخوا د ناوې موټ خلاصیږي یا یې د همزولو لخوا موټ خلاصه وي. ناوې نه پرېږدي چې ورغوي یې په اسانۍ خلاص شي، لیور او یا همزولې یې هڅه کوي چې لاس یې خلاص کړي، بیا له نکریزو مخکې روپۍ یا د سرو ګوته په ورغوي کې ورته ایږدي او وروسته ورته نکریزې ږدي. په دې وخت کې، همزولې ناستې وي، ټوکې ټکالې کوي او د زړونو خبرې سره شریکوي. د دې لپاره چې ناوې ته خوب ور نه شي او د نکریزو نقش خراب نه شي، همزولې یې د چمبې او چکچکو سره دا سندره وایي:
“سترګې ورته تورې کړئ، نکریزې ورته پورې کړئ
اوس به یې په سره جوړه کې بل کلي ته وړینه
جینۍ اوښکې تویوینه، جینۍ اوښکې تویوینه”
د دې شپې لپاره ښځې ځانګړې جامې، لکه افغاني ګڼډ، اغوندي.
په دې وروستیو کې، کله چې واده ته یوه شپه پاتې وي، د زوم ملګري نکریزې راوړي زوم ته ، اوس د نکریزو لپاره ډېر ښکلي زرین پليټونه جوړ شوي، چې منځ کې یې نکریزې او په غاړو کې شمعې لګیدلې وي. دا مراسم د واده تر شپې پورې دوام لري.
ځینو ځایونو کې بیا جالب دود دی چې ورته آینه بکاره وایې. ښځې اور په تبخې کې لګوي، په سر یې څرخه وي، د ناوي کور ته یې په ګډا او اتڼونو وړی.
په کلیوالي ژوند کې، د اختر په شپه انجونې سره راټولیږي او د نکریزو شپه جوړوي. په نکریزو یو بل وهي او یو بل ته لاسونه په نکریزو لړي.
ځینو نجونو به پخوا په لاسونو په ستنو خپل د میړه نوم لېکه خو اوس یې په نکریزو لیکې.
نکریزې د ښځینه وو ډېرې خوښېږي، که هغه پیغلې دي، زړې دي که وړې، دا ځکه چې نکریزې د ډول او سینګار ترڅنګ د پښو او لاسونو د چاودیدو مخه نیسي.
زموږ په دود کې بیا کونډو ته اجازه نه شته، چې په رنجو سترګې تورې کړي او لاسونه په نکریزو سره کړي، ځکه بیا کونډې ته په یو بل نظر کتل کېږي، لکه خوشحال بابا چې وایي:
“ یا یې نیت د کاسیرۍ، یا د میړه وي
هره کونډه چې لاس سره کا سترګې تورې “
د امام ابوحنیفه رح په نزد د ویښتانو سره کول په نکریزو مستحب دي، خو د نارینه وو لپاره په لاسونو او پښو د نکریزو لګول ځکه مکروه ګڼل شوي، چې ښځینه وو سره مشابهت ونه شي.
د نکریزو اهمیت یوازې د ښکلا لپاره نه دی؛ دا د خوشحالۍ، مینې، او احساس ژبه هم ده. حتی د پښتو متلونه هم د نکریزو ارزښت بیانوي، لکه:
“چې اختر تېر شي نکریزې په دېوال وتپه!”
نکریزې د افغانو نجونو، مېرمنو، او حتی د ټولنې د خوشحالۍ یوه ښکلې برخه ده. سره لاسونه د خوښۍ، امید، او راتلونکي ته د امید نښه ده. لکه څنګه چې د ننني نسل زلمی وایي:
“زه به درته سرې نکریزې راوړمه
ته دې په ورغوي سوله ولیـکه!”
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.