واورینه شپه او یوه ښکلې 

انجنیر داؤد اڅک

130

 نیمه شپه وه واوره ورور ورو اورېده

سپین لباس کي هر څه ښکلي ځلېده

یوه ښکلې ځنګونو پوري ئې واوره

وه روانه وارخطا معلومېده

دا په پټه را روانه سوه زما خوا ته

خو په تور شال کي له ورایه ښکارېده

په تلوار مي د کوټې ور ورته خلاص کړ

دا چي راغله په غلا سخته لړزېده

ما ول غیږ کي به ئې ټینګه کړمه ګرمه

له یخ نه وه زما له غیږي ډارېده

پر تندي ئې مرغلري ځلېدلې

سترګي کښته سره شونډان ئې رپېده

ما په ډېر احتیاط زاریو کړله غېږ ته

له مړو سترګو ئې اورونه غورځېده

په ارامه مي رپانده شونډي ښکل کړې

تکانونه ئې د زړه ما اورېده

زما په غیږ کي ئې خاموشه ژړا پیل کړه

په ګریوان کي ئې غمیان را توئېده

ما ول ائې د جنت حوري ولي ژاړې

ویل بده را روانه پر کاله

ما ول ژر سه راته ووایه څه پېښه

ول نجات غواړم، په لپو ژړېده

ما ول ولي او د چا څه نجات غواړې

تا کوم جرم او ګناه کړې که څه؟

ول زه پوهه یمه پاس مکتب کي اوسم

څو کسان چړې په لاس را واوښته

ویل چیري ده کافره سر ئې پرې کړۍ

تا ته راغلم په سختیو تر منزله

مینه راکړۍ هوابازه جفا مه کړۍ

خوشبختي ده زما د غیږي زېږنده

ما ول زه خو د عمرو پر تا مین یم

دا نړۍ خو تا ښایستې خلق کړېده

ډبرین زړونه به نرم سي زما ښکلي

بیا به کور کلي ته ځې په خندېده

  ۸ – ۲ – ۲۰۲۵

د افغانستان ملي سرود ته تاریخي او انتقادي کتنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.