ټکنالوژۍ د ژوند پر هره برخه اغيزه لرلې ده، چې په هغې کې زموږ سلوکونه او کړه وړه هم شامل دي، او دغه بدلونونه ورو ورو يو منل کيدونکی شکل خپلوي. لدې سره ټکنالوژي په پریکنده توګه د ځوانانو وسيله ده، ورسره د نن ماشوم هم د دې وسيلو په مرسته له نړۍ سره نښتی دی، يا به پخپله دغه وسيلې کاروي او يا به بل څوک کاروي او دا به ترې اغيزه اخلي.
نو لدې کبله، هغه کړه وړه چې نن موږ ته نوي ښکاري، يو څه موده وروسته به يو منل شوی شکل خپل کړي. ټکنالوژي د فکر له براختيا سره هم نږدې اړيکه لري، ضرور نه ده چې دا هره پراختيا دی د بنده پر فکر برابره وي، خو فکر يې پراخوي او دا امکان ډيروي چې د بل فکر او سلوک له شخص سره به څوک مخ شي.
دغه د ټولنيزو اړيکو سرعت او پراخوالی لدې اړخه ښه دی، چې ژر ژر د يو بل له احواله خبريږو، خو په وړاندې يې نقص دا دی چې مخامخ لیدل يې کم کړي دي، چې له کبله يې ټولنيزې اړيکې ضعيفه کيږي، د پراخه يوازيوالي سبب ګرځي، او څيړنې وايي چې د بشر د خپګان او روحي نارامتيا يو اساسي لامل ضعيفه ټولنيزې اړيکې او د خلکو تر منځ کم تګ راتګ دی.
د خلکو حوصلې کمې شوي دي، که پخوا به يو ليک درې مياشتې نيولې چې خلکو ته ورسيږي، نن خلک تمه لري چې آن د شپې که هم درته څوک مسيج وکړي، بايد ځواب يې ورکړئ. جومات ته هم چې خلک درومي له ځان سره يې ټليفون روان کړی وي، د ډوډۍ په سر يې هم مخې ته ايښی وي، چې که چيرې زما له سترګو پناه شو، نړۍ به په دا بله واوړي.
بل اړخ د خلکو پاملرنه ده، هر چيرې چې ناست ياست، له هر چا سره چې ناست ياست په لاس کې به يې ټليفون نيولی وي، پړنګ شي او سمدلاسه ټليفون راباسي چې څه خبره ده، چيرې چې ټکنالوژۍ ته لاسرسي د خلکو پوهه ډيره کړې او پريکړې کول يې آسانه کړي دي. خو، همدې دوامداره ټنګ ټونګ د خلکو د پاملرنې توان په جدي توګه ننګولی دی، او خلک ډير وخت يو څه ته پام نه شي کولای، له همدې کبله مثلاً د اوږدو لیکنو، مطالعو او نورو لپاره د خلکو پاملرنه کمه شوې ده.
په دفتري چاپيریال کې چيټ جي پي ټي او ډيپ سييک او نورو که د کار کيفیت غوره کړی دی او ورسره له کوره کار کولو امکان هم خلکو ته د کار خپلواکي ورکړې ده، خو په دوامداره توګه ډيجيټلي سکرينونو په وړاندې ناسته څوک ذهناً ستړی کوی او د شخصي او دفتري ژوند تر منځ انډول له منځه وړي، نيمه شپه هم خلک درڅخه تمه لري چې لږ تر لږه پيغام ځواب کړئ يا ايميل ولولئ.
پر خريدارۍ هم اغيزه لري، هر کله چې تاسې يو څه آنلاین واخلئ، یا اړونده توکي په اړه ګوګل سرچ ورکړئ، ویې لټوئ، نو ورپسې وختونو کې تاسې ته هماغې ته ورته اعلانونه راځي، ستاسې پام هغو محصولاتو او خدماتو ته رااړوي چې تر ټولو لوړ غږ لري، هغوی چې کولای شي ډيرو خلکو ته خپل پيغام ورسوي. مثلاً ټليفون اخلئ، دا نه ده چې په نړۍ کې يوازې يو يا دوه ډوله غوره ټليفونونه دي، بلکې دغه شرکتونه تر ټولو ډيرې پيسې پر اعلانونو لګوي او آنلاين ډير ښکته پورته کيږي، چې له کبله يې خلک فکر کړي همدا يې بهترين دي.
د ټولنيزو شبکو د پراخه استعمال له کبله د انديښنو ډيريدل يوه منل شوې ناوړه اغيزه ده، سره لدې چې دغو شبکو او نورو اړونده پروګرامونو کې داسې امکانات او ډلې شته چې شخص سره د هغې په رواني او فزیکي روغتيا کې مرسته کړي، خو د ټولنيزو شبکو له لارې له نورو سره د خپل ژوند پرتله ناوړه اغيزې لري او د انديښنو، خپګان، پر ځان د بې باورئ او لار ورکېدو سبب ګرځي.
اخلاقو لپاره هر څوک خپل معيار لري، آنلاين داسې ډير څه شته چې د هر چا پر اخلاقی تله برابر نه راځي، سره لدې چې آنلاين خوندتيا ورځ تر بلې ښه کيږي، خو زموږ ژوند په دوامداره توګه آنلاين کيدو ته روان دی، هره خبره، هر انځور، هر مجلس مو فیسبوک او ټويټر ته رسيږي، لدې سره د واټس آپ او نورو له لارو د پيغامونو او انځورونو ليږل تل له ځان سره دا خطر لري چې دا پيغامونه به د داسې چا لاس ته پریوځي چې موږ نه غواړو ورورسيږي.
د زده کړې پر سلوکونو هم ټکنالوژئ خپله اغيزه درلودې ده، چيرې چې پر هره موضوع جامع آنلاين کتابونه او کورسونه موندل کيدای شي، خو ورسره بيا پر هره موضوع پر آنلاين وسيلو اتکا د بشر د ژور فکر توان ژوبلولای شي، چيرې چې له اندکه خنډ سره د مخ کيدو په صورت کې خلک سمدلاسه آنلاين کيږي او د آنلاين لټون له لارو خپله ستونزه يو طرفه کوي.
ټکنالوژی خپل ښه او بد لري، د انسان پر سلوک يې پريکنده اغيزه لرلې ده، ژوند يې ورته ډير آسانه کړې دی، خو ورسره يې ورته نوی ټولنيزې او رواني ننګونې هم زيږولي دي. د نن بشر بايد زده کړي چې د دې نوې وسيلې يا راتلونکو وسيلو په رڼا کې څرنګه خپل سلوک او کړه وړه متوازن وساتي، له ښو يې برخمن شي او بدو يې ډډه وکړي.
hiwadpal.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.