د پښتو ژبلاریز سم لیکل

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

250

د پښتو ژبلاریز سم لیکل

پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده

دا چې پښتو یوه اېرګتیو ژبه ده، له دې سره، چې دا مې پوره تر توانه پورې  دلته ښوولې- د ژبلار سره سم- ، نو د پښتو دا تراوسه پورې ژبلار، نوره باید پوره او په همدې موخه لوریزه شي او د ژبپوهانو مخه باید ورته راواړول شي. د ما په ښوولو او ښوونډول کښې به بدلون راشي، خو دا یوه ایرګاتیو ژبه ده او ژبلار یې هم د ایرګاتیو ژبې دی، په دې کښې به څوک څه ونه شي ویلی، نو

راځۍ، پښتو په همدې لور معیاري کړو  او وده ورکړو.

پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده او په دې چې څوک ونه پوهېږي، د پښتو ژبلار پر لار باندې  هم سم – یا ——هېڅ- نه شي پوهېدلی. دا به سره په ګډه وښایو.

یادونه: زه په پښتو ژبه کښې کوم لاسوند نه لرم، خو دا څه چې زه لیکم او یا مې تر اوسه پورې لیکلې، دا د ښونځي له سویې څخه جګ نه دي، نو ګومان مې دی، لاسوند به ورته اړتیا ونه لري او که داسې نه وي هم، نو دومره اخلاق به ولرم، چې هیوادوالو ته به د ما په اند یو ناسم څه نه وړاندې کوم او نه به  پر دې لیکنو باندې څوک زوروم او یا به له چا سره سیالي کوم او یا به مې موخه ځانپالنه وي.

په دې به بیا هم ټینګار وکړم، چې پښتو ژبلار پرته له دې، چې و پوهېږو پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده او پرته له دې به یې سمه څېړنه ناشوني وي، چې ما په خپلو لیکنو کښې ښوولې او پوره روښانه کړې او دا له څو لارو څخه، چې په ژبلار باندې دا لارې تکیه دۍ.

څو پلونه و مخ ته ځو یا څو موضوعات په ګوته کوو، چې که دلته مې غزولې لیکنه پرې نه لروده، خو په نورو لیکنو کښې مې شته:

۱ – د ا ښوونه، چې پښتو اېرګاتیو ژبه ده:

۲ – په همدې بنسټ پښتو – چې موږ یې لیکو- ترانزتیو ورب نه لري او همداسې سبجکت او ابجکت او اکتیو او پاسیو هم نه لري.

۳ – د کړنوییونو ګردان یا بڼه-بدلون په پښتو کښې نه شته

۴- د نوموییونو بڼه-بدلون په پښتو کښې نه شته

۵ – د خویوییونو بڼه-بدلون په پښتو کښې نه شته

۶ – پسېځاینیوي یا  اړیکوییونه او دنده یې اړیکې دي: لپاره، لخوا، …

یادونه: پښتو مخځاینیوي نه لري.

۷ – مورفېونه.

۸ – اړیکټینګووني او همدا یې دندې دي

د موږ یوه ستره ستونځه نابلدتیا ده، چې دا یو وروسته- پاتېوالی دی او هر څه یې را ته ستونځمن کړي دي، خو دا چې له خپلې ژبې او د هغې د وییونو سره بلد یو، ورسره بلدېدل دومره ستونځمن نه دي. اول پرېپوهېدل، بیا بلدېدل.

پښتو ژبه ډېرې ځاګړتیاوې لري، نو له دې امله له نورو ژبو څخه سخته او د پېچلي ژبلار لرونکې ژبه ده، چې دا د ما په لیکنو کښې روښانه کوم..

له الماني سره یې پرتله کوونه

زه غوښتوني دا  لاندې الماني په پښتو نه ژباړم.

الماني ژبه څلور کاز، کاسوس یا ښه یې اړیکټیګووني لري، بڼه بدلیږی یا فلکتیرن کیږي او لهپښتو سره یې پرتله کونه:

  • den Nominativ, 1. Fall, Wer/Was-Fall
  • لومړی:د کړوني اړیکټینګوونی. د څوک، چا،  څه. دلته ګوره نومیناتیو نه شته. دلته کړونی دی.
  • دویم: د نه کړوني اړیکټینګوونی.
  • دویم ۱ : د پرېکړوني اړیکټینګوونی. چا، څوک، څه.
  • دا ګوره پرېکړونی دی، چې الماني یې نه لري.
  • den Genitiv, 2. Fall, Wes(sen)-Fall
  • دویم۲ : د خاوندوالي اړیکټیګوونی. د چا، د څه. دا په پښتو کښې هم لرو.
  • den Dativ, 3. Fall, Wem-Fall
  • دویم۳ : د داتیو یا اړیکوییونو حالت. له-، په-،پر- و- تر چا، تر څه. دا هم پهپښتو کښې لرو، خو دلته د پېځاینیو سره، ګورو چې پښتو مخځاینیوي نه لري.
  • den Akkusativ, 4. Fall, Wen/Was-Fall.
  • اکوزاتیو حالت: پښتو اکوزاتیو ژبه ده

Beispielsweise ist in dem Satz بېلګه

„Die Frau gibt ihrem Bruder den Hut ihres Mannes.“

Die Frau das Subjekt (im Nominativ),gibt(transitiv verb) ihrem Bruder das Dativ-Objekt (= Ergänzung im Dativ), den Hut das Akkusativ-Objekt (= Ergänzung im Akkusativ) und ihres Mannes das Genitiv-Attribut (= Ergänzung im Genitiv).

پښتو یې: ښځه(کړونې( دا په الماني کښې سبجکت( په نومیتاتیو کښې) دی)) و ورور ته( داتیو یا د اړیکویینو اړیکټینګوونی دی) د هغې( خاوندوالی) د مېړه(خاوندوالی( دا په الماني کښې اکوزاتیو وو او په پښتو کښې خاوندوالی دی ) خولې( پرېکړونی یا شی) ورکوي( کړنویي، چې کړونی او پرېکړونی لری).

په یو څه، چې یو څه و سرته رسیږي، نو هغه پر یو څه باندې کړنه ده او هغه څه نو باید پرېکړونی وي. داسې ښه نه برېښي، دا ،،ورکوي،، باید د ترانزېتیو ورب انډول کړنویی وي، چې پرېکړونی ولري.

دا د کړنوییونو غزونه د نوموییونو اړیکې د غونډالې و توکو ته د هغوي د روښانه کولو لپاره غزوي.

یادونه: په دې لیکنه کښې مو دې لاندې څه ته ګوته ونیوله، چې پښتو نومیاتیو نه لری، خو موږ په پښتو بیا کړونی لرو او همدایې د اکوزتیو پر ځای باندې نه کړونی او همداسې د اکتیو او پاسیو لپاره، همداسې  د ترانزیتیو ورب لپاره په پښتو کښې کړنوییونه لرو، چې هغه کړوني او پرېکړوني لري.

 

ګورو، چې دا کړنوییونو غزونه یواځنۍ ده.

دا به بیا لنډ وڅېړو، چې و ما ته پوره غوره برېښي.

له اېرګاتیو څخه ژبلاریز څه پوهېږو؟

اېرګاتیو د ژبو له هغې ډلې څخه ده، چې هغه نومیناتیو او اکوزاتیو زبې نه وي؟

دا نو څنګه نومیناتیو او اکوزاتیو ژبې نه دی؟

روښانونه یې: دا د ما ژبپوهنې کتاب کښې روښانه دي، خو دا چې دا تر یوې پولې پورې ستونځمنه ده، نو دا به هم لږ وڅېړو او دا دې هم په یاد وي، چې همدلته په همدې کتاب کښې مې په یوه نبلده او روښانه تګه ښوولې ده.

په پښتو ژبلار کښې دا په اړیکټینګوونو کښې روښانه ده، خو دې د الماني  کاسوس Kasus   دا دوه حالتونه به یې داسې لږ روښانه کړو.

Wer; was

کاز یا کاسوس، چې پښتو یې اړیکټینګووني دي تر اوسه پورې داسې منظم نه دې څېړل شوي. د ما په کتاب کښې شته او دا د سم لیکلو لپاره ډېر اړیین دی.

د دې پورته دوه نومځاینیو ته موږ درې شی ځاینیو لرو: څوک، چا، څه، چې دا هغوي په څېر نومیناتیو نه دي او کړوني دي.

پښتو دوه اړیکټینګني لري: رېکتوس او اوبلیکوس یا کړوني او نه کړوني، چې دا هم د پښتو نورو کتابونو کښې نه دي څېړل شوي.

دا چې زه په الماني ژبه پوهېږم او هغه مې وتونژبه هم ده، نو دا خپلې غوښتنې به یې د الماني ژبې پر بنست باندې یا له پرتله کولو سره وښایم، چې دا یوه اېرګاتیو ژبه نه ده او په یوه یادوه بېلګو سره به یې هغه بېلوالی وښایم:

پښتو چې ایرګاتیو ژبه ده، نو نومیناتیو اواکوزاتیو ژبه نه ده.

که موږ ولرو:

Er(1) hat(2) mich(3) geschlagen(4)

دا پورته د الماني ژبلار پر بنسټ باندې یوه اکوزاتیو غونډاله ده، اېر(۱) نومیناتیو او میښ (۳)  او اکوزاتیو ابجکت دی، چې په پښتو کښې نه شته، نو ژباړه یې د داسې لږروښانونې سره: ګيشلاګېن(۴) ( د شلاګېن ورب،، تېر وخت) ترانزیتیو ورب دی چې سبجکت او اکوزاتیو ابجکت لري. سبجکت چې نومیناتیو دنده لري او ابجکت  اکوزاتیو دنده لري.

بیا: پښتو سبجکت، ابجکت او له دې سره نو ترانزیتیو ورب هم نه لري

د الماني پښتو ژبلاریزه ژباړه یا ښه یې انډول:

هغه زه ووهلم.

په پښتو کښې ،،هغه،، کړونی دی. دا په دې پوهېدنه چې نومیناتیو نه دی( موږ په پښتو کښې دوه کړوني لرو: زه او ما، چې دواړه په بېلابېلو وختونو او له بېلابېلو وییونوسره بل ډول کارول کیږي)، ،،زه،، د اوس وخت لپاره پرېکړونی دی او نه اکوزاتیو. ګورو چې ،،وهل،، هغه کړنوی یا بوختواليوی دی، چې کړونی او پرېکړونی لري. ګوره موږ دلته  دا کړنویي ترانزیتیو نه لیکو، دا هغه کړونی دی، چې کړونی او پرېکړونی لري.

یوه بله بېلګه یې له الماني څخه.

Für(1) mich(2)

په پورته کښې (۱) اکوزاتیو مخ-اړیکوی یا مخځاینیوی دی او (۲)اکوزاتیو نومځاینیو دی.

پښتو یې: د ما لپاره.

په پورته کښې ،، د ،، پوهېدنوړونکی مورفېم،  په  ،، د ما،، کښې و ،، ما،، ته  د خاوندوالی پوهېدنه وړې او ،،لپاره،، پسېځاینیو دی یا اړیکویی دی. ګورو چې  ،، د ،، د ما لپاره،، د خاوندوالي اړیکټینګوونی دی.

ګورو، چې ژبلاریز تو پیر یې څومره دی.

نو د دې د پوهېدنې لپاره باید د ژبې په کورنۍ وپوهېږو، چې د اېرګاتیو له کورنۍ څخه ده.

له درې یا فارسي ژبې سره یې پرتله کونه:

زه د فارسي پر ژبلار باندې نه پوهېږم، خو په څه چې پوهېږم او ستونځې یې، نو هغه به داسې وښایم:

تو مرا( یا ما را) زدي.

زه به دا د فارسي ګرامر(؟) له مخې او یا دا درې ژبي څوک یې چې ژباړي -او ستونځې همدلته دي- وژباړم.

تا ما ته ووهل، ځکه چې دوی نه پوهیږي یا ودې ته پام نه ويی یا نه شي کېدی، چې پښتو دوه کړوني لري. خو اوس به یې د پښتو ژبلار سره سم وژباړو:

تا زه ووهلم.

ګورۍ کړوني په پښتو کښې زه او ما دي او د دې لپاره په درې کښې یو من ( د ما اند)  شتون لري، نو اوس به دا ،، زه،، دی څنګه و ژباړي د ،،را،، په پښتو پوهېدنه نه پوهېږم یا یې پاورته نه شي کېدی.

که اوس له پښتو څخه، تا زه و وهلم، نو څنګه به یې په درې و ژباړم؟….

وروسته به پر دې باندې یوه غزولې لیکنه وکړم

ما پر دې باندې نسبتآ ځان ښه پوه کړی، ځکه چې زه په الماني پوهېږم او الماني یوه نه اېرګایو ژبه ده، چې  دا اوس یې پر ژبلار باندې هم پوهېږم، له دې امله و خپلو ستونځوبیو ته رسېدلی شم.

ژبه په رېښتیا سره یو ستونځمن ریښه ده.

د نه کړونو اړیکټینګوونو کښې د نومووییونو پوښتنه:

 پوښتنه:  د پرېکړوني: څوک، چا،څه.

د خاوندولي: د چا، د څه،

د داتیو:  له چا، له څه. په چا، په څه، پر چا، پر څه، تر چا، ترڅه، و چا، و څه.

دلته پوښتنه   دا پورته ،،د، له، پر، په، تر، و او نور.  دا نو پوهېدنوړونکي مورفېمونه دي، چې د ،، چا،،، چې  د تېر مهال لپاره کړونی او د اوس مهال لپاره پرېکړونی دی- پوهېدنه یې  پر نه کړونو و د چا، د څه، له چا، له څه ، پرچا، پر څه، او و  نورو ته وړل کیږي.

یا دا هغه نوموییونه دي، چې د ،، ما ،، پوهېدنه یې، چې کړونی دی و ، د ما، له ما، پرما … ته یې د نه کړونو پوهېدنه وړې ده.

په دې پسې نو بیا اړیکوییونه راځي او داسې.

دا اړیکټینګووني جوړوي یا د دې اوړونده اړیکوییونو دنده یې بیا په اړیکټینګوونو کښې روښانه کړې ده:

دا اړیکټینګوونې تل د غونډالو په منځنۍ برخه کښې ځای نیسي.

—–  دا هم ـ لکه چې ومو لیدل- هرو مرو نه ده، چې د موږ دې د هرې بلې ژبې پوهنیز وییونه ولرو، خو باید ښه وڅېړل شي.

؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟/

Was ist Aktiv und Passiv?

پاسیو او اکتیو څه شی دی؟

Verbformen د کړنوییونو بڼې

په الماني ژبه کښې اکتیو او پاسیو د پښتو د کړنوييونو بڼې لري.

په اکتیو ِغونډله کښې تل یو اکتیو پښتو اندول( ګوره ژباړه نه لیکم، موږ یې انډول لرو) یې کړونی شته، په دې پوهېدنه چې یو کړونی، کوم چې دا کړنه و مخ ته بیاي. دا کړونی د غونډالې سبجکت دی، چې په پښتو کښې یې له چا،څوک یا څه شي؟ سره یې پوښتنه کیږي.

دا ابجکت د غونډلې شی دی چې په هغې کښې کړونی خپله کړنه و مخ ته بیایي. پخپله څه نه کوي، نو له دې امله پاسیو دی.

یادونه: ما ګوره دلته الماني په پښتو یا پهپښتو انډول ژباړلې، چې ګرامر به یې د الماني ژبلار سره سر ونه خوري. چې دا کړونی ووایم، ژبلار یې بدلیږي او نور.

لاندې غونډله وګورۍ:

Der  Lehrer hat dich geschlagen

موږ به د پورته غونډله لږ وڅېړو او دا الماني څه به په پښتو تورو ولیکو:

اکتیو او باسیو ساده توپیر سره لري:

 د اکتیو کړنوییونو بېلګه: یو سروېس زدکوونکي و موزیم ته وړي.

دا پاسیو کارول کیږي چې کړنه یا څنګه-والی څرګند کړي. دا چې څوک یا څه شی دا کړنه یا څنګه-والی اغیزمن کړي یا غوره نه دی، ناپېژند دی او یا د مخه ټولیز پېژندل شوي.

دا چې موږ څه په پښتو لیکو، هرو مرو په الماني د ژبلار په بله برخه پورې اړه لري، چې هغه به پښتو نه لري، خو هیله ده، چې په روښانولو به سره و پوهېږو.

دا به را لنډ کړم: یوه غونډله به ولیکو او پر بنسټ باندې به یې خپله څېړنه و مخ ته بوزو.

پاسیو – بېلګه

د ښوونځي ټولګی و موزیم ته وړلکیږي.

ته د پاسیو  په بېلګه کښې ګورې،  پردې باندې روښانونه کیږي چې، څوک یا څه شی د ښوونځی زدکوونکي و موزیم ته وړي. د دې لپاره بنسټیز دی، چې په پاسیو غونډلو کښې په نورماله توګه دا څوک یا شی  له لیکلو څخه لوېږي چې دا کړنه و مخ ته بیایي. په اکتیو-غونډالو کښې دا ورکړې تل کیږي.

یادونه: یو څه چې په یوه ژبه کښې نه وي او بیایې په همهغې ژبه روښانه کوې، لیکونکی ور سره له ستونځو سره مخامخ کیږي، نو ښه به دا وي، چې د بلې ژبې داسې وییونه په همهغه ژبه ولیکل شی.

اکتیو یا کړونې بېلګه څه ده؟

کړونې غونډله : ،، ځوان د پښو غونډوسکې لوبه کوي.،، د کړونې غونډله کښې دا موخه اله و مخ ته پرته ده یا و مخ ته ځای لري او له کړوني څخه زیات وخت تېرېږي، د بېلګې په توګه: ، د پښوغونډوسکې لوبه به وشي.،، یا ښه یې: ،،د پښوغونډوسکې لوبه کیږي.،،

کړونی یا اکتیو او نه کړوني یا پاسیو – غوره یې.

یادونه: په دا پورته کښې مې د کړوني لپاره د الماني اکتیو او … لیکلی، خو داسې لیکنه یې سمه نه ده، ځکه پښتو اکتیو نه لري او المانې پرېکړونی. د ژبې له پېژند څخه.

په پښتو کښې د دوه راوړنوپه منځ کښې توپیر کوو: کړوني او نه کړونی یا پرېکړونی. په کړوني غونډاله کښې لید په کړوني کس راټول( متمرکز) دی، په نه کړوني غونډاله کښې پخپله په کړنه. یوه اکتیو غونډاله جوړیږي، چې پوره کړنوی د کړونی سره سر وخوري.

یادونه: د الماني سبجکت او ابجکت د پښتو د کړوني او نه کړوني سره توپير لري، خو  پوهېدنه یې په بل ډول نه شي کېدلی، ځکه چې پښتو ژبه نومېناتیو او اکوزاتیو نه لري.

یو نه کړونی یا پرېکړونی څنګه پېژنو؟

که یوه غونډله غواړې په پاسیو یا پرېکړونې یا نه کړونې غونډاله واړوې یا بدله کړې، نو د پاسیو غونډلې سبجکت. پرته له دې څخه به دا کړنوی وغزول شي(+). کېک پوخ شوی دلته کېک نور نه کړونی ( الماني کښی اکوزاتیونه )  دی

په نه کړونی یا پرېکړوني کښې دا پېښه په منځټکي کښې ځای ده یا ځای لري، نه کړونی. د کړونې غونډالې په پرېکړونې غونډالې کښې اوس پرېکړونی یا پاسیو انځوروي.

دا کړونی او پرې کړونی د کوچنیانو لپاره څنګه روښانه کیږي؟

که دا شی یو څه کوي، خو ،،کړونی،، دی. که د شي سره څه کیږي، نو دا ،،نه کړونی،، دی او که پر یوه شي باندې څه کیږي، نو هغه پرېکړونی دی، چې دا هم نه کړونی دی.

؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

دوه اړیکنیوونکي یا اړیکټینګووني یا  کازوس څنګه روښانه کوې؟

دوه اړیکټینګوونکي یا رېکتوس او اوبلیکوس بللکیږی یا نومږي. کړونی او نه کړوني.

د دوی ارې دنده په دې کښې برته ده، چې د عونډالې په دننه کښې اړیکې روښانه کړي. دا داسې کیږي، چې ته نوموییونه د اړیکوي ( دمخه مې اړیکنیوونکی یا څنګه-والي یا حالت د هغه هر یوه اړیکنیوونکی یا  څنګه-والي لیکلی وو، خو اوس -ومو ولیدل-، چې دا اړیکنیووني څنګه-والي اړیکوییونه دي) سره سم کړې.

د پښتو دوه اړیکټینګووني یا څه بلل کیږي:

 

Wie erklärt man die 4 Fälle?

Die vier Fälle, auch Kasus genannt, heißen Nominativ, Genitiv, Dativ und Akkusativ. Ihre Hauptaufgabe besteht darin, Beziehungen innerhalb eines Satzes deutlich zu machen. Das funktioniert, indem Du die Endungen der Nomen, Artikel und Pronomen an den jeweiligen Fall anpasst.29.10.2021

یو اړیکوی کوم وییونه غوره کوي؟

پلار سهار له (کوچني یا) بچي سره و ښوونځي ته ځي.

په پښتو کښې ویونه، چې هغه دواړه دندې لرلی شي، لکه هلک

Was ist der Kasus leicht erklärt?

په پښتو ژبلار کښې اړیکټینګوونکی یا څنګه-والی د یوه نوم، نومځاینیوي او خویوییونو په یوه غونډله کښې د توپیر راتلل د هغې له دندې څخه په واکوالی کښې ښایي. هغه  په غونډالجوړونه او له دې سره غوره لیکلو کښې غوره ونډه لري. په پښتو کښې دوه اړیکټینګوونکي یا څنګه-والي لرو:

د (را، در، ور) روښانونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.