د لنډیو اصلي منابع خلک دي- شپـږمه برخه

آصف بهاند

125

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۰۸مه برخه

په يارانه منکره نه يم
ملک د پښتو دی چا ته نه وايم حالونه

په ټولنیزه میډیا کې نن (۲۹/۱۲/۲۰۲۴) د «ټپه» په نوم نوې فیسبوکپاڼه راترسترگو شوه، په دې فیسبوک‌پاڼه کې ډېرځلې نوې لنډۍ پورته کېږي، کله له عکسونو سره او کله هم پرته له عکسونو څخه.

د یادې فیسبوک‌پاڼې او د هغوی د لنډیو د انلاین کولو د څرنگوالي په باب د مسنجر له لارې ما څو پوښتنې دوی ته ورلېـږلې دي او دوی هم ځوابونه راکړي دي. دا هم زما د پوښتنو او د دوی د ځوابونو بشپـړ متن:

آصف بهاند:

سلامونه!

هیله ده هرڅه ښه وي. زما نوم آصف بهاند دی، پخوا په کابل پوهنتون کې استاد وم او اوس په ډنمارک کې ژوند کوم، لکه د پخوا په څېر په فرهنگي کارونو کې فعال یم.

 زما د کارونو یوه برخه د پښتو لنډیو په باب څېـړنه، د نویو لنډیو ټولول او راخوندي کول دي. تراوسه مې د لنډیو په باب د خپلو څېـړنو او د راټولو کړو لنډیو څلور ټولگې په انلاین بڼه خپرې کړې دي. زه ستاسو درنه فیسبوکپاڼه تعقیبوم او ستاسو د کار پلوي یم. کومې لنډۍ مو چې نوې راته ښکاره شي راخوندي کوم یې. اوس غواړم چې د لنډیو د انلاین کولو او تر خلکو پورې د رسولو او ستاسو د کار په باب یوه مقاله ولیکم. د فرهنگي همکارئ له مخې دا څو پوښتنې راځواب کړئ:

ــ له څه وخته مو د «ټپه» په نامه دا فیسبوکپاڼه جوړه کړې ده؟

ــ تر اوسه به مو په اټکلي ډول یا دقیقاً څومره لنډۍ انلاین کړې وي؟

ــ په خپله فیسبوکپاڼه کې مو د لنډیو د راټولولو او خپرولو انگیزه څه ده؟

له مرستې نه مو همدا اوس مننه

آصف بهاند

ټپه فیسبوک‌پاڼه:

وعليکم سلام.

دا پاڼه ما په 2018 کښې جوړه کړي وه کم وخت چې زه پوهنتون کښې ووم خو د زدکړو له وجي بيا فعاله نه وه, اول ورځو کښې مې پري لنډئ خپري کړي وي خو اوس چونکه زما زدکړي سر ته رسيدلي او زه وخت لرم چې خلقو ته د خپلي خوښي لنډۍ ورسوم نو فعاله کړي, زما خپله په ادب کښې لنډۍ خوښ صنف دی او په زرګونو لنډۍ راسره خوندې نو کوشش کووم چې څومره ممکنه وي خلقو ته ئي ورسوم.

آصف بهاند:

که ممکنه وي او کومه ستونزه نه درته پېښوي، مهرباني وکړئ ما ته مو یوه لنډه بیوگرافي راولېږئ چې زه یې ستاسو د پاڼې (ټپه) په باب چې کومه مقاله په نظر کې لرم، هلته یې خپره کوم.

ټپه فیسبوک‌پاڼه:

نامه مې صلاح الدين خان ده, د کوزي پښتونخوا سوات سره مې تعلق دی, خپل زدکړي مې په منېجمټ سائنس کښې کړي او تېر کال مې سر ته رسولوي او اوس دا وخت نوکرې کوم يو کمپنۍ کښې او سحر يا ماښام وخت کښې کوشش کووم لنډۍ وليکم او خپري کړم.

د لنډيو سره مينه مې د شروع نه ده خپل په ذاتي فيسبک پاڼه هم اکثر لنډۍ خپروم خو هلته سياسي سرګرمئ ډيري وي په دهغه خاطر ورته ما دا فيسبک پاڼه جوړه کړي ده.»

دا فیسبوکپاڼه (ټپه) هم لکه د مرغلرې فیسبوکپاڼه له لنډیو سره عکسونه او وداسې ویدیوگانې خپروي چې د هماغې لنډۍ محتوی او مفهوم په ښه بڼه منعکسولای شي، دا لاندې یې یوه بېلگه ده:

د مور ملوکې سرې دې نوکې
د زلفو څوکې دې په جېب کښې ګرځومه
#ټپه

په د ې فیسبوکپاڼه کې کله ـ کله داسې شوخې، تخنونکې ـ لمسونکې لنډۍ هم راښکاره کېـږي:

خت مې د تي پر سر سوری دی

ناراسته نه یم، هلکان پرې زورومه

دا یې د نویو لنډیو څو‌بېلگې دي:

د جدايي اول ماښام و

اذان شروع و، زه سلگو نيولي وومه

 

زړګيه روغ مې پکار نه ئي

يو ځل دې بيا چا ستمګر ته ورکومه

 

نن مې پستې پونډۍ خوږيـږي

په خپل جانان پسي مې منډې کړې‌دينه

 

نور انتظار کولی نه شم

که نه راځي نو ځان تنور ته غورځومه

 

وار به دې تېر شي لونګېنه

مدام به نه وي د سينې پر سر ټالونه

 

خدائ دې په ځانله ځائ کې راکړه

چې نېم دې وخورم، نېم دې جېب ته واچوومه

 

لالټېن دې بل که، خوله مې واخله

سبا به وایی چې ما خوب لیدلی وونه

 

پرېـږده چې لوئ واړه خبر شي

يا به مې درکړي، يا به مړه درپسي شمه

 

د کلي ټولي لاري بند کړئ

زما لالی په سفر ځي چې پاتي شينه

 

لږسپېلني ځان ته لوگی که

تورو جامو کې شهزاده ښګارې لالیه

 

په شرم اور پورې کړه ياره

غېـږ کې مې نېسه، زه سړو نيولی يمه

د نجونو تعلیم، سرښندنې، بندیخانې او تېښتې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.