یادښت:
زما نثرونه او شعرونه د اتیایمې لسیزې له وروستیو کلونو په ورځپاڼه (وحدت) کې خپرېدل خو علمي لیکنې مې تر ۱۹۹۰ م کال وروسته پیل کړې دا مضمون په ۱۹۹۳ م کال کې د پښتونخوا د (ښکلا) مجلې د مۍ میاشتې په ګڼه کې خپور شوی و د ګوتو په شمار څوکلیمې مې په کې بدلې کړې نور یې په اره بڼه خپروم ما لیکوالي په پښتونخوا کې زده کړې نو پر ژبه یې هغه اغېز جوت دی او موخه مې داده چې د پښتو کلاسیک پیر د شاعرۍ د ځانګړتیاوو موندو په موخه باید ډېرې څېړنې وشي.
او د دې مضمون د موندلو او را استولو لپاره باید د ګران دوست او نومیالي څېړونکي او شاعر مراد لایق صاحب مننه وکړم چې د مجلې د پاڼو عکسونه یې راواستول او ما یې له مخه دا مضمون بیا ولیکه.
………………………………………………………….
د پښتو ادب کلاسیک مکتب
د کلاسیک ادب اصطلاح په تاریخي اعتبار د یو ادبي مکتب معنی لري. کلاسیک مکتب د لومړي ځل لپاره د یونان په ادبي غېږ کې غزونې وکړې بیا دغه اغېزې په ایټالیا، د ایټالیا نه په فرانسه او د فرانسې نه په انګلستان کې خپرې شوې شوې. کلاسیک مکتب یا کلاسېزم امریکا ته لار پیدا نکړه ځکه خو د کلاسیک ادب د خوند نه بې برخې پاتې شوه. خو دې ادب په اروپا خپلې اغېزې په یو ځل او یو وخت خپرې نکړې، بلکې ډېر وخت یې واخېست.
کلاسیک مکتب چې په اتمه قبلالمیلاد پیړۍ کې منځ ته راغی د ادب د تخلیق یو خاص انداز وو چې ځانته اصول او قواعد یې درلودل، په هغه کې صرف شعر ته ادب ویل کېده چې د بیان لپاره یې یونانیانو یو چوکاټ او معیار ټاکلی و. کوم ادب به چې د دې ټاکلو اصولو نه سر غړونه کوله چا ادب نه ګڼه، ددې مکتب اصول او قواعد ارسطو وضع کړي وو. او په خپل کتاب (پویټیکا) کې یې د هغوی ذکر کړی دی. دلته که د اروپا د کلاسیکي مکتب په اصولو او تقسیم خبرې کوو موضوع اوږدېږي نو ښه به دا وي چې د اروپا د کلاسیک مکتب په ځای د پښتو د کلاسیکې شاعرۍ په هکله د خپل وس مطابق څو کرښې تورې کړم.
د کلاسیک نوم پښتو ادب کې د استعمال لپاره یو ځانګړی او ټاکلی ځای نلري او په مختلفو ماناګانو کې کارول کیږي.
مونږ کله کلاسیک د زوړ په مانا اخلو یعنې کوم کتاب چې مونږ د نوي په مقابل کې ګڼو هغه ته کلاسیک وایو، او کله یې د اعلی ادب په معنی اخلو چې نسل دوه پرې تېر شي او د خلکو په اذهانو او حوالو کې ژوندی پاتې شي. او کله یې هغې کتاب په معنی اخلو چې موضوعات یې آفاقي وي. دغه ماناګانې کومې چې مونږ د کلاسیک د لفظ نه اخلو ټولې سمې دي او یوه معنی د بلې سره ټینګې اړیکې لري. یعنې په کوم کتاب چې سل کاله تېر شي نسل دوه پرې متفق شي. نو د هغې موضوعات خامخا آفاقي وي او چې موضوعات یې آفاقي وي نو هغه به یو عالي ادب وي چې د زمانې طوفان او حالاتو بدلون د هغې شهرت او مقبولیت له منځه نشي وړی، لېکن اروپایان چې ددې لفظ نه کومه مانا اخلي مونږ ترې هغه مانا نه اخلو. او وجه یې هم دغه ده چې هغوی په دې خبره سوچ کړی دی. یعنې د خپل زاړه ادب مطالعه یې کړې ده او هغه مشترکې ځانګړتیاوې یې د ادب اصول ګڼلي دي.که مونږ هم خپل نوی او زوړ ادب راواخلو او فرق یې پیدا کړو نو هغې پایلې ته به ورسېږو کومې ته چې د اروپا خلک رسېدلي دي، کومه شاعري چې د زړې شاعرۍ له ټولګې نه مونږ ته په کتابي شکل رارسېدلې ده، په ابتدا کې د روښانیانو شاعري ده او باید چې همدغه د پښتو د کلاسیک مکتب ابتدا وګڼو. خو د روښاني تحریک د اصلیت په هکله د څېړونکو تر منځ اختلافات روان دي. څوک یې یو سیاسي غورځنګ ګڼي او څوک یې مذهبي تحریک خو که د حقیقت نه تېر نه شو نو روښاني تحریک د سیاسي او مذهبي فکر امتزاج دی. داسې ښکاري چې هغوی له دې دوه مفهومونو څخه یو د بل لپاره وسیله ګرځولې وه. خو دا خبره کول ګران کار دی چې روښانیانو مذهب د سیاسي ځواک د حصول وسیله ګرځوله، او که سیاست د مذهب د پرمختګ لپاره. البته دا خبره روښانه ده چې د پښتنو د رام کولو لپاره د تصوف نه ځواکمن او مضبوط زنځیرونه نه وو، او دا خبره هم د تاریخ له مخې ثابته ده چې د روښاني غورځنګ په عملي ژوند کې د سیاست تله درنه ده. لېکن ادبي تخلیقات یې مذهبي دي او سیاسي رنګ یې په نشت حساب دی. ددې نه دا خبره څرګندیږي چې کلاسیکې اغېزې په ټولو ژبو په یو شان شوې دي. که د یونانیانو لومړی ادب د هغوی د عقیدې مطابق د خدای ګوټو ذکر وو نو زمونږ لومړی کلاسیک ادب هم اسلامي او مذهبي دی چې په قطعي ډول د مذهب د دایرې څخه نه دی وتلی.
د پښتو کلاسیکې شاعرۍ دوهمه برخه چې د مذهبي شاعرۍ نه وروسته میدان ته راوتلې د انساني خیالاتو او اخلاقیاتو اشتراک دی. که د خوشحال خان خټک رزمیه قصاید په نظر کې و نه نیسو نو په دې نتیجه به ورسېږو چې د کلاسیکې دورې تر اخري شاعره (علي خان) پورې ټولو اخلاقي او انساني ادب پیدا کړی دی. زمونږ په کلاسیک ادب کې ځینې مشترک خصوصیات شته دي چې اوس یې مونږ د خپل کلاسیکي ادب اصول ګڼلی شو. سره له دې چې د ادب لپاره اصول ټاکل ښه کار نه دی خو د راتلونکي لپاره. لیکن یو ادبي مکتب چې د ابتدا او عروج نه تېر شوی وي او مونږ یې یوپوره او زوړ مکتب وګڼو په داسې حال کې اصول غوره کول د ګټې نه خالي خبره نه ده. زمونږ د کلاسیک مکتب ځینې مشترکې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي.
۱- اخلاقیات:
مونږ په خپل کلاسیک ادب درې لوی رهبران شاعران لرو چې خوشحال خان خټک، عبدالرحمان بابا او عبدالحمید مومند دي. د خوشحال خان خټک په کلیات کې رومانټیک اشعار هم پیدا کېږي چې د هغه وخت د شاعرۍ په پرتله د باغیانه شاعرۍ حیثیت لري. لېکن سره د دې خوشحال خان خټک په اخلاقیاتو دومره ډېر شعرونه ویلي چې په مشکله به په نورو کلاسیکو دیوانونو کې پیدا شي. پورته درې شاعران چې د اسلوبو له مخې او د مسلک د جلا والي په وجه په جدا لارو تللي دي وروسته دغو لارو د ادب د قافلو منډونه ولیدل، دا چې د رحمان بابا، خوشحال او د حمید د فکر یون اخلاقي وو. پیروانو یې هم په همدې ډول تګ اختیار کړ او یو د اخلاقو نه ډک ادب یې ټولنې ته وړاندې کړ. په لنډ ډول ویلی شو اخلاقیات زمونږ په زاړه ادب کې د هغه ځواکمن تار مثال لري چې د اشعارو ټولې مرغلرې پرې ځېل شوې دي او د پشتنو د ادب او تهذیب د ښکلا لپاره ترې یوه قیمتي غاړکۍ جوړه شوې ده. دلته ددا ډول شاعرۍ بېلګې راوړل مناسب نه ګڼم ځکه چې اخلاقي اشعار زمونږ په زړه شاعرۍ کې ستره برخه لري په هر دیوان کې لیدل کېږي او څه نا څه هر چا ته یاد دي.
۲: د الفاظو استعمال:زمونږ د کلاسیکي ادب بله ځانګړتیا د الفاظو محتاط انداز دی. په دې شاعرۍ کې شاعر د ځان لپاره د عاجز مریي، خاکساز، کمتر، خاک پای او داسې نورو الفاظو انتخاب کړی دی او د محبوب لپاره یې درانه الفاظ استعمال کړی دی. دا د هغه وخت غوښتنه وه جې باید دغسې الفاظ استعمال کړي. حتی په رقعه کې یې دغسې الفاظ یې د خپل نوم جانشین ګرځول.
وګورئ رحمان بابا د عشق د تقاضا مطابق ځانته کوم الفاظ استعمالوي:
زه یو سپی یم چارچشمه د ستا د سپیو
چې مې ستا و در ته دو سترګې څلور دي
ددې په وړاندې محبوب ته وایي:
پس له دې به دې په نام د فرښتو بولم
هم په دا چې نشته دا رنګ بشر
د پښتو د کلاسیکې شاعرۍ په الفاظو کې هېڅ قسمه ګستاخي نشته، لېکن سره د دې کلاسیکو شاعرانو په یوه برخه کې ددې خط نه پښه اړولې ده او هغه هم د رقیب د ذکر په وخت. زمونږ په کلاسیک ادب کې چې د رقیب لپاره کوم الفاظ استعمال شوي او د هغه غندنه یې کړې ده په نوي ادب کې یې بلکل ساری نه لیدل کېږي. د رقیب غندنه تقریبا ټولو کلاسیکو شاعرانو کړې لېکن په ټولو کې زیات علي خان، عبدالحمید مومند او نجیب سر بندي دغه کار کړی دی د رحمان بابا غوندې عالمګیر شاعر هم رقیب نه معاف کوي، او داسې یې غندي:
یار به د رقیب په لوري خدای نه کړي رحمانه
ځکه چې د سپو د فرښتو سره روزګار نشته
۳: د پښتو د کلاسیکې شاعرۍ له ځانګتیاوونه یوه دا ده چې د خپلو ذاتي جذباتو اظهار شاعر په خپل نوم نه کوي، زما د خبرې مطلب دا نه دی چې شاعران ذاتي جذبات نه بیانوي، هغه خپل ذاتي جذبات او احساسات بیانوي، لېکن د الفاظو په مرسته هغو جذباتو ته داسې رنګ ورکوي چې سړی ګمان کوي چې ګنې دا د هغه خپل جذبات نه دي. د بېلګې په ډول د رحمان بابا دغه لاندې شعر وګورئ:
هغه جونه به لیلی غوندې رسوا شی
چې رحمان غوندې مجنون یې په دیار وي
پورته شعر کې د (غوندې ) لفظ د شعر رنګ بدل کړی او داسې مانا ترې راولاړېږي چې ګنې رحمان بابا په خپله د جونو د رسوایۍ سبب نه ګرځي، بلکې هغه څوک ګرځي چې مینه یې د رحمان غوندې درنه وي.
یا د رحمانن بابا دغه بل شعر:
په هجران کې د یار خیال راسره مل دی
په زندان کې له یوسف سره اسیر یم
پورته شعر کې بابا په خیال کې د یار د وصال خبره کوي لېکن د وصال په وخت خپل ټول جذبات د یوسف (ع) په کلیمه د کلاسیک په جامه کې رانغاړي، یا د علي خان په دې شعر کې:
اننګي یې په بوسه سره زخمي شو
د اومو پیو پیروی دی که نه دی
علي خان دا شعر په مکمل ډول په کلاسیک انداز کې ویلی او خپل جذبات یې پټ کړي دي، دلته علي خان ددې خبرې وضاحت نه دی کړی چې ما ترې بوسه واخیسته او که بل چا؟ همدې ته د ذاتي جذباتو پټول وایي، چې زمونږ د زړې شاعرۍ لویه ځانګړتیا ده. ګنې په رومانټيکه شاعرۍ کې د بوسې ذکر داسې کېږي چې په ډاګه پرې د شاعر د ذاتي جذباتو رنګ ښکاري لکه د عبدالله جان مفهوم په دې شعر کې:
زلزلې شوې زلزلې شوې زلزلې شوې
چې ستا شونډې زما شونډو ته نزدې شوې
۴: څلورمه ځانګړتیا زمونږ د زاړه ادب دا ده چې اکثره موضوعات یې افاقي دي چې په مکمل ډول د یو وخت، ځای او نسل پورې نه دي تړلې. او هم دغه د آفاقۍ مضامینو کثرت دی چې نوی ادب د زوړ ادب تر سخت اغېز لاندې راغلی دی. ان ځینې څیزونه چې افاقي نه دي، لېکن مونږ ته افاقي ښکاري لکه د شاه جهان او اورنګزېب ذکر په هغه ډول په کوم ډول چې کلاسیکو شاعرانو کاوه. یا د غشو لیندو ذکر، سره له دې چې نه خو شاه جهان او اورنګزېب اوس حاکمان دي او نه غشي ليندې شته. خو په نوي ادب کې یې ذکر داسې کېږي چې اوس هم ګنې زمونږ د ژوند سره تړلي دي. وجه یې هم دغه ده چې زوړ ادب آفاقي وو. او کوم مضمون که آفاقي نه وي هفه هم مونږ ته آفاقي ښکاري.
۵: زمونږ د کلاسیکې شاعرۍ یوه بله مهیمه ځانګړتیا شاعرانه تعلي ده. هسې خو اوس هم شاعرانه تعلي کوي لېکن ددې دواړو تعلیو تر منځ څرګند توپیردی. پخوا به تعلی په دې ډول وه چې یو طرف ته به یې خپله تعلی کوله، بل طرف ته به یې د بل شاعرشاعري هم کم وزنه ګنله، د مثال په ډول د خوشحال خان لاندینی شعر وړاندې کوم:
د مرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني خویشکی زمند کړ
لېکن په نوي ادب کې شاعرانه تعلی په دې ډول نه ده. د بېلګې په توګه د حمزه صیب دغه شعر وګورئ:
لا سخن خیزې دي زما د تخیل ژورې
زه د غزل د بلندو نه پرېوتلی نه یم
۶: زمونږ د کلاسیک ادب یوه ځانګړتیا د شاعر نقادي ده. پخوا به که شاعر په بل شاعر تنقید کاوه نو په شعر کې به یې د هغې خوبۍ او بدۍ ذکر کولې. لېکن په نوي ادب کې تنقید بل شکل اختیار کړی دی. یو دا چې په شاعرۍ باندې تنقید اوس په نثر کې کوي بله دا چې په نوي تنقید کې ذاتي احساساتو ته ډېر دخل ښکاري، او صرف نقادان د خپل تخیل زور ثابتول غواړي. پخوا به تنقید د ادبي تخلیقاتو د تصحیح د معیار ټاکلو او لیکوالانو د رهنمایۍ لپاره وو. خو اوس که وګورو نو اکثره وخت تنقید د بزکشۍ د لوبې سره شباهت لري. هرڅوک د خپل تخیل نیلی ځغلوي او کتاب لکه د حلال کړي چیلي څوک یو خوا او څوک بل خوا راکاږي د چا د تخیل نیلی چې بریالی شو هغه یو ښه نقاد ګڼل کېږي.
۷: زمونږ د کلاسیک ادب یو بله ځانګړتیا مشکل پسندي ده. او دا یو څرګند حقیقت چې زمونږ کلاسیک ادب د نوي ادب په مقابله کې مشکل دی. خو دا خبره کول په کار دي چې هغوی په قصد دغه کار نه دی کړی. بلکې دا د هغه وخت او ټولنې غوښتنه وه چې د لاندنیو علتونو په سبب یې ادب مشکل کړی و.
الف: په هغه وخت کې ژوند طبقاتي وو. او لکه د نورو نعمتونو له شعره لطف اخیستل هم د اعلی طبقې د خلکو کار و نو شاعري هم د دوی لپاره کېده، چې عوام پرې نه پوهېدل او نه یې ترې خوند اخیستلی شو.
ب: پخوا خو مکتبونه نه وو چې ټول خلک لیک لوست باندې پوه شوي وي او څوک چې په لیک لوست پوهېدل نو هغه به عالم هم و. او هغه که شاعري کوله نو مشکله به وه. خو څوک به چې په لیک او لوست پوهېدل په هغه مشکله شاعرۍ به هم پوهېدل ځکه هغوی به هم عالمان وو.
ج: په هغه وخت کې پوهه او هنر په فارسي کې پراته وو، او شاعري (غزل) هم مونږ ته له فارسي نه راغلی و. نو ډېر لغتونه او ترکیبونه زمونږ په شاعرۍ کې د فارسي ژبې وو چې عوام پرې نه پوهېدل.
د: پښتو ته د غزل د روښانیانو په مرسته په بشپړ ډول راغی چې د تصوف نه ډک و. او د تصوف د باریکو مضامینو اغېزې یې زمونږ په ټول کلاسیک ادب خپرې شوې چې هر سړی پرې نه پوهېږي.
ر: یوه بله وجه هم شته چې اوس مونږ ته هغه ادب مشکل ښکاري، او هغه دا چې د هغه وخت ځینې لغتونه ترکیبونه او اصطلاحات له منځ تللي دي. او یا یې استعمال کم شوی دی، چې اوس پرې پوهېدل مشکل شوي دي.
۸: د تصوف اثرات: زمونږ په کلاسیک ادب کې زیات تصوف موجود دی. د روښانیانو نه واخله تر علي خانه زمونږ اکثر شاعران صوفیان دي. او بعضې که مکمل صوفیان نه دي، نو تصوف یې زده ضرور دی. روښانیان په مکمل ډول صوفیان وو او د تصوف او وحدة الوجود نه بلکل لرې شوي نه دي. د هغې وخت نه پس خوشحال خان راځي او هغه هم د کاکا صاحب په مریدانو کې حساب دی. په هر حال کې خوشال خان یو مکمل صوفي نه دی، نو په مکمل ډول له تصوفه خلاص هم نه دی. حمید مجازي شاعر ګڼل کېږي لېکن د هغه په اشعارو هم د تصوف رنګ کله کله ښکاره شي.
رحمان بابا خو په مکمل ډول یو صوفي و، علي خان هم د مجاز په زمینه د حقیقت بام ته ختلی و او کاظم خان هم د تصوف باریکۍ بیان کړې دي. دا هغه شاعران دي چې زموږ د کلاسیکې دورې شاعران ګڼل کېږي، نو ددې نه معلومېږي چې تصوف زموږ د کلاسیک ادب روح او یوه مهیمه ځانګړتیا ده په نوي ادب کې دا رجحان تقریبا له منځه تللی دي
۹: د مذهب اثرات : د مذهب اثرات او علمیت هغه رنګ دی چې له ورایه زمونږ په کلاسیک ادب کې ښکاري. او داسې محسوسېږي چې په هغه وخت شعر ویل صرف د علماو کار و، ځکه چې تر اوسه ما داسې کلاسیک دیوان نه دی لیدلی چې د شاعر د مذهبي علمیت ښکارندویي دې و نه کړي. د هر کلاسیک شاعر دیوان چې ګورې ته به وایې شاعر يې یو لوی عالم و چې په فقه، تفسیر، حدیث، صرف، نحو او منطق پوره پوهېده. همدا راز زمونږ ټول کلاسیک شاعران له مذهبه بهر نه وتل، او د اسلام نه د بغاوت جذبه به پکې نه وه، چې دا هم زمونږ د کلاسیکې شاعرۍ یو خصوصیت و. اوس که یوې خواته باغیانه شاعري منځ ته راغلې نو بل طرف ته د عالمانو په ځای یې داسې کسانو د شاعرۍ طرف ته مخه کړې ده چې ډېر یې د دیني او مذهبي علومو په پولو هم نه دي تېر شوي. زمونږ د کلاسیک مکتب به نورې ځانګړتیاوې هم وي، خو ما د خپل وس سره سمې له دې ټولګې یو شمېر ځانګړتیاوې په لنډ ډول وڅېړلې چې موضوع اوږده نه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.