د ناروې کډوالو شورا اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۰ نورو هېوادونو کې خپل فعالیتونه وځنډوي
د ناروې کډوالو شورا اعلان کړی چې د امریکا د مالي مرستو په بندېدو سره اړ دي څو د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۰ نورو هېوادونو کې خپل فعالیتونه وځنډوي.
دغه شورا په یوه بیان کې وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر چې د ټولې بودجې ۲۰ سلنه جوړوي، له متحده ایالاتو ترلاسه کړي وو، خو اوس د دغو مرستو د بندېدو له امله اړ دي چې فعالیتونه بند کړي.
یاد سازمان خبرداری ورکړی چې د دې مرستو بندېدل به د میلیونونو هغو خلکو لپاره چې له سختو بحراني حالاتو سره مخ دي، سختې پایلې ولري.
که څه هم یادې شورا د امریکا د ژوند ژغورونکو مرستو د استثنا هرکلی کړی، خو وايي دوی ترې نه شي برخمن کېدلای.
له دې وړاندې هم د طالبانو اقتصاد وزارت ویلي وو چې د امریکا د مالي مرستو په بندېدو سره په هېواد کې ۵۰ موسسو خپل فعالیتونه تړلي دي.
د ناروې کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ له دې وړاندې په هېواد کې د داخلي بې ځایه شویو او د راستنېدونکو په تړاو جدي اندېښنې ښودلې وې او ټینګار یې کړی و چې دا افغانستان لپاره به په بحران بدل شي.
کارپوهان وايي، که طالبان په هېواد کې خپل سیاستونه بدل نه کړي، د امریکا متحده ایالات به له هرې لارې پرې فشارونه راوړي، چې زیان یې یوازې افغانانو ته رسېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.