په کندز ښار کې نن سهار یوې چاودنې، د طالب چارواکو په وینا، ۵ کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د کندز سیمهییز طالب چارواکي وايي، چې دا چاودنه د کابل بانک د یوې څانګې مخې ته شوې او د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو حکومت کارکوونکي، د بانک امنیتي ساتونکي او ولسي وګړي شامل دي.
د کندز لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، جمع الدین خاکسار، رویټرز ته ویلي، چې دا یوه انتحاري حمله وه.
د تلفاتو ضد و نقیض شمېرې
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، هم د مرګژوبلې همدا شمېر تایید کړی. خو ازادي راډیو ته لږ تر لږه دوه طالب سرچینو ویلي، چې د وژل شویو شمېر تر ۱۴ او ۱۷ تنو پورې رسېږي.
دغو سرچینو، د موضوع د حساسیت له امله، د نوم او غږ د نه خپرولو په شرط ویلي، چې په وژل شویو کې د کندز ښار د څلورمې امنیتي حوزې د بلوک قومندان او د کندز پوهنتون یو استاد شامل دي.
د پېښې عیني شاهدان
د پېښې یو عیني شاهد، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
“د کابل بانک مخته انفجار وشو، سهار نږدې اته نیمې بجې به وې، د چاودنې په وخت کې ګڼ شمېر مجاهدین بانک ته د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره راټول شوي وو، ویل کېږي چې ډېر تلفات هم دوی ته اوښتي دي.”
د کندز یو سیمهییز خبریال، چې د نوم د نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط یې خبرې کړي، وايي، چې د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوې ده او هیچا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
دی زیاتوي، چې د چاودنې وروسته ګڼ امبولانسونه ولیدل شول، چې مړي او ټپیان یې د کندز د ۲۱۷ عمري قول اردو روغتون ته انتقالول.
تر اوسه څوک نه دي نیول شوي
د کندز د طالبانو سیمهییزو امنیتي چارواکو ویلي، چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او هیڅ وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
خو له دې وړاندې، په کندز، کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د ورته بریدونو مسوولیت تر ډېره داعش ډلې منلی دی.
د داعش خراسان د فعالیتونو زیاتېدو ته اندېښنې
یوه ورځ وړاندې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.
په دې ناسته کې، د متحده ایالاتو استازې دوروتي شیا وویل، چې داعش خراسان لا هم د نویو کسانو د جذبولو وړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ ضد دفتر مشر، د داعش خراسان څانګه، د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وبلله.
د طالبانو ادعاوې او داعش حملې
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې داعش یې ځپلی، خو له دوی وروسته، د افغانستان د ناامنۍ ډېری پېښو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
د ۲۰۲۴ د ډیسمبر په ۱۱مه، په کابل کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست، خلیل الرحمان حقاني، باندې ځانمرګی برید وشو.
د دې حملې مسوولیت داعش ومانه، هغه چې د طالبانو د امنیتي ادعاوو پر وړاندې جدي پوښتنې راولاړې کړې.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.