د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار پیژندنه

سید اصغر هاشمي

139

د هېواد نوميالی ژبپوهاند، ادبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، وتلي څېړنوال، څو ژبيز ژباړن، پياوړي شاعر، کيسه ليکوال، تاريخ ليکوال، رسنوال، د پښتو، پارسي، دردي، نورستاني او پاميري ژبو په گډون د هېواد د دولس ژبو څه له پاسه سلو گړدودو څېړونکی او د گڼ شمېر پوهنيزو- څېړنيزو اثارو ليکوال پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار۸۰ كاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترگې پرانېستې. لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى. ترڅلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ” ابن سينا او دارالمعلمين ” كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى.
پر ۱۹۶۲ زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى. د دغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توگه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې كړې او څېړلې دي.
له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه(اتنولوجۍ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي. له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده.
له۱۹۸۴– ۱۹۸۶ ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانگه كې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴–۱۹۹۶ز.) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توگه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار”اكسفورډ” كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده.
د تېرې شلکلنې مېشتيا په اوږدوکې يې د لندن، اکسفورډ او کېمبرېج پوهنتونونو د ختيځپوهنې له څانگو سره د لېکچرونو او د پښتو، پارسي، بلوچي،پاميري ژبو او نورو افغاني ژبو او گړدودو په برخه کې د ډاکتري تېزسونو لارښوونه کړې ده.
څېرمه چارې
۱۹۷۲- ۱۹۷۵د وږمې مهالنۍ چلونه.
۱۹۷۸: د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري.
۱۹۸۰: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب.
۱۹۸۰: د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.
۱۹۸۰–۱۹۸۴: د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري.
له ۱۹۹۱ راهيسې د نابغه سيدجمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري.
علمي او ادبي هستونې
لومړی: علمي- څېړنې: پښتو نومتړنگونه يا اسمي تركيبات(الماني)، پښتو پښويه، پښتو ويي پوهنه، پښتو ليكلار، پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې، پټه خزانه يوه لغوي خزانه، پښتو سيندگى(هممانيزونه)، پښتو سيندگى(نويزونه)، آرپوهيز(اېتېمولوجيک) سيندگی(لومړی ټوک)، انگرېزي – پښتو سيندگى(سربلونه + اوستربلونه)، د خوشال ادبي پښتو ليکلار ښود، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهه او د پښتو پښويي(گرامر)، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه، ماناپوهنه(سيمانتيکس) ترچاپ لاندې او پښتو سبک اوسبکپوهنه، مورنۍ ژبه او داسې نور پوهنيز نښيرونه يې چاپ ته چمتو دي، همداسې يې د لنډو او اوږدو ليکنو څو ټولگې درواخله.
دويم- ژباړې: پښتانه او ورونه مليتونه، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك(له الماني)، پټه خزانه(پرالماني) او نور گڼشمېر پوهنيزې او رسنيزې ژباړې يې.
درېيم- ادبي(پېيلې او ناپېيلې): زنداني نغمې، سوزونه او سازونه، وينه او مينه، گلكڅونه، گلولې، اند و ژوند، اند و واند، رزم وبزم، پوهه او گروهه، د سبرونو نڅا، گلوييونه، څڅواكي، زما نړۍ، د مرجانونو څانگې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وينې، ساندې او سندرې، مينه د زړه په وينه(ناول) او ناپېيلې(نثري ټولگه)؛ ناچاپ: ۴-۵ پېيلې او ناپېيلې شعري ټولگې، سپين ليکونه۳-۴ ټوکه.
د دغو چاپي اثارو ترڅنگه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راروسته د لوړ ترين ليكوالي او څېړنوالي ريكارډ جوگه كړى دى.
پر دغو ټولو علمي- فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان – پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتگر پوهاند او ليكوال نژدې نيمه پېړۍ د ” يوې – كره ليكنۍ پښتو” او” نوي – ازاد پښتو شعر” غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.