ګيدړه او چتی (د ماشومانو کیسه)

هاجره حرکت

175
د پسرلي په يوه شنه او خيرازه ورځ، يو چتی پر يوه ونه ناست و او سندرې يې ويلې.
ناڅاپه هوا تياره شوه، تيزه سيلۍ او بوړبړه کۍ راغله، چې دا چتی له پورته ونې پر خټينه، لمده زمکه را ګوزار شو.
چتی خوار په خټو کې ونښت او هر څه چې کول، ځان يې نه شو ژغورلی. په همدې شيبه کې يو وږې او نهر ګيدړ پر دغه لار تيريده، چې چتی يې وليده، په منډه يې ورټوپ کړ او خپلو پنجو کې ونیوه، غوښتل چې ويخوری.
چتی په زارۍ شو او ګيدړې ته يې وويل:
زه خو په خټو کې ليت پيت یم، که داسې ناپاک مې وخورې، نو زما د دي وړوکې بدن په خوند به څه پوه شي.
ګيدړې ځواب ورکړ:
 ته خوار چتی همداسې ککړ ښه يې، تيره ورځ همدا ستا په څير يو چتي مې خوب خراب کړ او د پسرلي له پيتاوې يې ويښ کړم، چې، زما پر غوږ يې راته، خپله تیره مښوکه خښه کړه او لاړ والوت. اوس هم چې تا  په دې باراني هوا کې سندرې ويلې او چت، چت دې کوو، ناببره بوړبوړه کۍ دې چاره وکړه او زه به همدا اوس پر تا خپل غاښ تود کړم او پرونې غچ به واخلم.
چتي وويل: د هغه پرونې چتې کسات اوس له ما اخلي، زه خوارکی خو په خټو کې نښتې يم او په بد حالت کې يم. ګيدړې کړه:
ستا په خوړلو خو به زما هسې يو غاښ تود شي، کنه له هيڅ نه خو ښه يې.
چتي بيا زاري وکړه:
وګوره چار چاپيره اوبه دي، ته کولی شي، په اوبو کې مې پاک پريمنځي، پر ونه مې کښينوې او چې وچ شوم بيا مې وخورې..
ګيدړې هغه او دغه وکړه، له لږ سوچ وروسته يې، د چتي خبره ومنله او هغه يې پاک پريمنځه، پر ونه يې کښينوه او په خپله يې ورته له ونې لاندې انتظار کوو.
 ونه کې چتې وچیده او کرار، کرار يې پورته، له يو ښاخ بل ته ټوپ واهه، لږه شيبه وروسته ګيدړې غږ کړ:
اي چتيه! راکوز شه، چې ودې خورم.
چتي وویل:
هيڅکله به له ونې ښکته نه شم، ځکه څوک هم په خپله خوښه، د خپل مرګ خواته نه ځي.
لومړی دې نه خوړلم، اوس به دې خوله ویته ويته کیږي.
ګیدړه له ډير قار او غصې وخوټکيده او خپل غاښونه یې وچيچل، وې ويل:
 راکوز شه! چې بیا به درته ښه نه وې. چتي په خوشالۍ وويل:
ته لا هوښياره ګيدړه يې!
ها ها  ها ها
لومړی دې نه خوړلم، اوس به دې خوله ویته ويته کیږې.
پای

کارغه او چينچڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.