په کندوز کې د نني ځانمرګي برید تازه جزیات

94

د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د کندز ښار په مرکزي سیمه کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته یو ځانمرګی برید ترسره شو.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار ویلي چې په دې برید کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

خو ځینې محلي سرچینې د تلفاتو شمېر ډېر لوړه ښيي. د کندز له روغتون څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې ۲۱ جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي، او له تر لسګونو څخه زیات کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخې بریدګر هدف د طالبانو هغه نظامیان وو، چې د معاش اخیستو لپاره د کابل بانک مخې ته راټول شوي وو. په دې برید کې څو تنو ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې ځانمرګي برید مسؤولیت نه دی منلی دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ورته بریدونو پړه ډېری وخت د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخلي.

د روغتیايي مسوولینو له خلکو او طالبانو په خپلو وټس اپ ګروپونو کې هم له خپلو ملګرو غوښتي چې د ټپیانو لپاره د وینې ورکړې کې مرسته وکړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم له ستونزو او سترو ننګونو سره مخ دی، او د طالبانو واکمنۍ کې د ورته بریدونو تکرار پوښتنې او لا نورې جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.