د فبرورۍ ۱۳ مه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده

165

د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې یا یونسکو ویلي، چې راډیو ټولنې وصل کوي او د خلکو غږونه پورته کوي.

دا ورځ په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو متلونو له لوري د راډیو نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

د راډیو نړیواله ورځ داسې مهال راځي، چې د راپورونو له مخې، د طالبانو په تېرو څه باندې درې کاله واکمنۍ کې لسګونه راډیوګانې په کابل او ولایتونو کې د فشارونو، محدویتونو او مالي سرچینو وچېدو له امله تړل شوې دي.

په وروستي ګام کې طالبانو د بیګم په نوم د ښځو راډیو هم د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د نشراتي اصولو د سرغړونې په تور وتړله.

له دې وړاندې دافغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان په هېواد کې د طالبانو له خوا د راډیو ګانو په تړل کېدو او د بیان آزادۍ د مخنیوي په غبرګون کې ویلي وو چې طالبان د بیان آزادۍ ته ژمن نه دي او د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف یې په هېواد کې د بیان آزادي سانسور کړې ده.

افغان خبریالان او رسنۍ وايي، چې طالبانو د جمهوري نظام د رسنیو قانون لغوه اعلان کړی او اوس مهال په هېواد کې ټولې رسنۍ او خبریالان په بشپړې قانوني خلا کې فعالیتونه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.