د پرون او سبا افکار او بشپړي ویناوي دا دوه په پښتو ژباړل سوي د فرانسوی فیلسوف، ټولنپوه، تاریخپوه، او ارواپوه ډاکټر ګوستاو لوبون (Gustave Le Bon) اثار دي، چي د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په اوږدو کي یې په علمي او فلسفي برخه کي پنځولي دي. هغه د ټولنیزو پدیدو، د خلکو د رواني حالتونو، او د ټولنیزو بدلونونو په اړه خورا ډيري څېړني، لیکني او اثار تالیف کړي دي. چي د هغه اکثره نظریې په نړۍ کي د ټولنپوهني، سیاست، او تاریخ د پوهانو لپاره د ماخذحیثیت او شهرت لري. له ښه مرغه پښتو هم دده له اثارو برخمنه سوې ده، او دغه دوه اثار او دده افکار تر پښتو رارسیدلي دي. مخکي له دې چي د ګوستاو لوبون اثار درته معرفي کړم د هغه پرپيژندنه او اثارو به یوه لنډه کتنه وکړم.
د ګوستاو لوبون مهم نظریات او اثار ګوستاو لوبون د سیاست، ټولنپوهني، او ارواپوهني په ډګرونو کي د ډېرو پوهانو لپاره یو الهامورکوونکی شخصیت و. د هغه نظریات د سیاستوالو او ټولنپوهانو لخوا په نړیواله کچه مطالعه سوي او عملي سوي دي. اثار ئې کافي ډیر دي خو مشهور ئې دلته ذکروو:
۱. د خلکو ارواپوهنه
۲. د تمدنونو تاریخ
۳. د تمدنونو تکامل
۴. د عربو تمدن
۵. د انسان او ټولني د پیدایښت او پرمختګ تاریخ
۶. د اسلامي تمدن نړۍ
۷. د ختیځ لومړنی تمدن
۸. د سیاسي او ټولنیزي دفاع ارواپوهنه
۹. د انقلاب ارواپوهنه
۱۰. دنیپال سفرنامه
۱۱. د انډیا سفرنامه
۱۲- دتیترا غرونه
۱۳- د ژوند حقیقت
د لوبون د نظریاتو اغېز پر نړۍ او ویښغورغنګ
ګوستاو لوبون د سیاست، ټولنپوهني، او ارواپوهني په ډګرونو کي د ډېرو پوهانو لپاره یو الهامورکوونکی شخصیت و. د هغه نظریات د سیاستوالو او ټولنپوهانو لخوا په نړیواله کچه مطالعه سوي او عملي سوي دي او د ده افکار تر افغانستانه او د مترقي غورځنګونو په خاص ډول د ویښ ځلمیانو تر فکرونو رسیدلي وه، او د هغو په ویښتیا او روښانتیا کي ئې مثبت اغېز درلودلی دی. ارواښاد ابراهیم خواخوږي چي د ویښ ځلمیانو له خاصو، مهمو او سرلارو غړو څخه بلل کيدئ د ګوستاو لوبون د افکارو تر اغیز لاندي راغی او د طلوع افغان ورځپاڼي له لاري ئې خپرېدو او ژباړي ته د پرون او سبا افکار تر نامه لاندي اوږه ورکړه. یوازي ارواښاد خواخوږی نه و، بلکي ارواښاد مولوي عبدالخالق واسعي هم خپل پر وخت خپل رسالت ادا کړ او د ګوستاولوبون اثر ئې په عربي مطالعه کړ او پښتو ته ئې د بشپړي ویناوي په نوم په جرېدو کي خپروئ او تازه د کتاب په بڼه خپور سوی دی.
په مجموع کي ګوستاو لوبون د خپلو نظریاتو له لاري په بېلابېلو برخو کي لکه: په سیاسي، ټولنیزو، او علمي برخوکي ارزښتناکه بحثونه راپارولي او پنځولي دي. د هغه نظریات د ډلهییزو رواني حالتونو، مشرتابه، او تمدنونو د زوال په اړه د پوهانو او سیاستوالو لپاره الهامبخښونکي ول، چي زموږ د مترقي غورځنګ غړي ئې هم د افکارو څخه متاثره سول، هغه د خپلي زمانې یو مخکښ مفکر و چي د ټولنپوهني، تاریخ، او ارواپوهني په ډګر کي یې نوښتګري نظریې وړاندي کړې. د هغه نظریات د مثبتو پایلو ترڅنګ ځیني منفي پایلي هم لرلي، خو لا هم د علمي او ټولنیزو بحثونو لپاره اړین ګڼل کيږي. موږ ته په کار داده، چي په اوس وخت کي دداسي لیکوالو اثار په دقت مطالعه او د ټولني په سمون، ویښتیا او د ویښوځلمیانو په څېر د غورځنګ وارثین او پر قدمونو ئې قدمونه کښېږدو هغه هیلو ته ورسېږو، چي ارمانونه ئې د وطن د لوی ارمان لپاره وه.
د پرون او سبا افکار:
د ارواښاد استاد ابراهیم خواخوږي په هڅو ۷۵ کاله مخکي د ګوستاو لوبون د څو اثارو لنډیز دی، چي په پښتو ژباړل سوي او په ۱۳۸۷ل کال کي د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني لخوا د استاد مطیع الله روهیال په هڅو، سمون او مقابله سوی دی. د کتاب د سر خبري د ارواښاد ابراهیم خواخوږي د زوی- غرزي خواخوږي کړي دي، د خواخوږۍ سمبول تر عنوان لاندي د استاد محمدمعصوم هوتک د لیکوال او کتاب اړوند لنډي یادوني کړي دي، ورپسي د کتاب ژباړونکي ارواښاد ابراهیم خواخوږي لنډه سریزه کښلې ده، او د کتاب پر چپه پوښتۍ د ژباړن لنډ ژوندلیک راغلی دی.
کتاب پر ۸ برخو او هره برخه پر څو فصلونو ویشل سوېده، لازمه بولم، چي د ۸ برخو عنوانونه په ترتیب سره ذکر کړم:
۱ـ هغه شی چي تاریخ په وجود راوړي
۲ـ د جنګ په وخت کي
۳ـ ملتونه د روح پېژندلو له نقطهنظره
۴ـ د مللو د قدرت مادي عوامل
۵ـ نوي حکومتونه
۶ـ د راتلونکي لیدنه
۷ـ دعلم په قلمرو کي
۸ـ د مللو د قدرت مادي عوامل
بشپړي ویناوي:
بشپړي ویناوي د ګوستاولوبون د جامع الکلم پښتو ترجمه ده، چي ارواښاد مولاناعبدالخالق واسعي ترجمه کړی دی، یاد کتاب ۸۰ کاله مخکي ژباړل سوی خو دچاپ ګاڼه تر اوسه پاته و، چي استاد مطیع الله روهیال په زیار او هڅو دغه کتاب مرتب سو او د علامه رشاد خپرندويي ټولني لخوا د علامه رشاد بابا د ۲۰م تلین لپاره چاپ سو، چي د پښتو لپاره دغه اتیا کلنه قلمی نسخه په علومو اکاډمۍ کي ناچاپه پرته وه او دا دی اوس یی کتابي بڼه په لاسونو کي لرو، دغه کتاب د لیکوال د لنډو ویناوو او وجیزو کتاب دی، چي د کتاب لیکوال پخپله وايي: (له دغه کتاب څخه زما مقصد د هغو د افکارو او تلخیص او لنډیز دی، چي زما په مختلفو او هره نوع تألیفاتو کي خواره واره او متفرق پراته دي او د جامعو قضایاوو په ډول راوایستل سي، ځکه چي لنډي خبري پر زړه ښې لګېږي او په دماغ او حافظه کي ښه ځای نیسي). ګوستاولوبون
کتاب په سر کي مرتب د یادي قلمي نسخې کیسه او د یاد کتاب د چاپ اړوند لنډ یاداښت کښلی دی، ورپسې فهرست او بیا د مترجم وینا راغلې ده، یوه خبره د یادوني وړ ده، چي ژباړونکی د یاد لیکوال یو بل کتاب هم ژباړلی دی، او دغه کتاب یی دوهم دی. له دې سره سړی پوهیږي، چي اتیا کاله مخکي هم پښتو ته خورا په میني او لوریني کار کیده. د مؤلف مقدمه چي په ۱۹۱۳ مارچ کي لیکلې هم ترجمه سوې او په کتاب کي ځای پر ځای سوې ده. د دغه لاندي ذکر شوي د کتاب څو عنوانونه يي خورا جالب دي:
لومړی کتاب:
__
شعوري حیات
خُلق او ذات
شعور او معقول
لذت او الم
ښځني روح
آراء
الفاظ او صیغې
اقناع
دوهم کتاب:
____
اجتماعي ژوندون
د شعبو روح
د جماعاتو روح
د جمعیتونو او ټولنو روح
د ملتو ژوند
نظامات او قوانین
حق
اخلاق
غایه او مقصد
فن او صنعت
دودونه او مراسم
دریم کتاب:
____
قومي ژوند
دین او علم
تعلیم او تربیه
غوره او ممتازه طبقات
فلسفي نظریات
علمي مبادي
ماده
حقیقت او خطا
قصې او تاریخ
څلورم کتاب
قکر او عمل
عمل
دیموکراتي اوهام
آرامي او جګړه
انقلابات او ثوې
ملي حکومت
د سیاست روح
د حکُم فن
یادونه: لیکوال له خپلې لیکنې سره تاریخ نه ده لیکلی چې دا لیکنه په کوم تاریخ لیکل شوې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.