په کابل کې د ښار جوړولو وزارت کې پر طالبانو ځانمرګی برید شوی دی

106

نن غرمه (پنجشنبه) د کابل ښار مکروریان سیمه کې د طالبانو د ښار جوړولو او استوګنې وزارت مخې ته یو ځانمرګی برید شوی دی.

د یاد وزارت ویاند محمد کمال افغان ویلي چې بریدګر غوښتل ياد وزارت ته ننوځي خو د طالبانو امنیتي ځواکونو تر اصلي هدف ته رسېدو وړاندې وویشت چې له امله یې چاودنه رامنځته شوه.

 د نوموړي په وینا‌ په دې برید کې د ځانمرګي بریدګر په ګډون دوه کسان وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.

له بلې خوا باوري سرچینې وایي چې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو ویاند ارسلاء خروټي هم په دې برید کې سخت ټپي شوی او بېړني روغتون ته انتقال شوی دی. د سرچینو په وینا د نوموړي روغتیایي وضعیت “وخیم” دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم برید تایید کړی او ویلي یې دي چې ځانمرګی بریدګر تر هدف ته رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.

تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی، خو دا د روانې اوونۍ دوهم ځانمرګی برید دی چې پر طالبانو ترسره کېږي. داعش خراسان ډلې تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسؤلیت منلی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.