ډکه پیاله د چایو پرېږدمه چې بوره نلري
ماته هیڅه دي رابطې چې خوږه ونلري
زه چې په کوم سهار نازېږمه ریڼ لمر نلري
زه چې په کومې شپې کې ګیر یمه ډېوه نلري
لکه دروند بار غوندې پخپله حافظه ولاړ یم
ډک زړه تشیږي نه په سترګو کې خفه ولاړ یم
ډکه دونیا خالي لاسونو کې ونه لوېدله
هیڅ صدقه په دې جامونو کې ونه لوېدله
د مخ شفاء د خوږ لالي د رنځور شوي عاشق
په خوړین او سوو پرهرونو کې ونه لوېدله
کړي سوچونو یم خوړلی صرف تنه ولاړ یم
ډک زړه تشیږي نه په سترګو کې خفه ولاړ یم
ډکه سینه مې له زګېرویو نه پولۍ راوړې
مهرباني نه راته تا،نه زندګۍ راوړې
زړه مې بدیږي د مرغانو په معصومو څېرو
چې تاوده لمر یې په بڼکو وي ګرمۍ واوړې
ماته حِسیږي زه د دغه درد سره ولاړ یم
ډک زړه تشیږي نه په سترګو کې خفه ولاړ یم
ډکه لمن ګلان مې وخت وچ کړل زړه ماتی یمه
خپل دغه ذوق په تاوان پالم ادم ذاتی یمه
ذهن او فکر مې د ذوق او احساس ویر کې خوښ دي
ګنې ورغلی په څو ځلې ننواتی یمه
جهان راګوري چې د ځان په جنازه ولاړ یم
ډک زړه تشیږي نه په سترګو کې خفه ولاړ یم
ډکه مې نوره حوصله شوه بهر څنګه ووځم؟
“کریمي” ښکاري راته ډېر زیات خطر څنګه ووځم؟
شاوخوا تاؤ دي رانه ونې د تېرو غنو او
لاسونه زما نه دي په شان د وزر څنګه ووځم ؟
په نابلد میدان کې ګیر باد او باران ته یمه
شیبه شیبه مې حالت کيږي بدتر څنګه ووځم؟
سل سواله درد کې د ځواب په اشاره ولاړ یم
ډک زړه تشیږي نه په سترګو کې خفه ولاړ یم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.