د یوه مستطاب کتاب خپریدل

 محمد داؤد مومند

199

څو ورځی دمخه ماته یو ښکلی او د محتوی نه غنی کتاب تر لاسه شو، ددی کتاب عنوان دی «ولسی او جرګه یز شخصیت، سناتورغلام نبی چکنوری».

څرنګه چی د کتاب د عنوان نه څرګندیږی، دا کتاب د مشرقی د سمت (ننګرهار، کنړونه او لغمان) د تیرو اتیاو کلونو د دوری، د یوه ولسی، روحانی، ادبی، سیاسی، ټولنیز او پارلمانی شخصیت، جنت مکان، سناتور صاحب غلام نبی خان چکنوری د ژوند او فعالیتونو یوه مختصره، پیژندنه ده.

د کتاب مرتب، مصحح، مهتمم، ټولونکی او لیکونکی، د سناتور صاحب چکنوری برومند زوی، الحاج ریاض احمد چکنوری دی، ښاغلی فاضل ریاض احمد خان، د غواصانو په څیرچی د مرغلرو د میندولو په هڅه، د سمندرتل ځان رسوی، ښاغلی ریاض احمد خان هم د ماضی هغه پړاونو ته ځان رسولی دی چی د حوادثو او واقعاتو دوړی پری پرتی دی، څرګنده ده چی د معنوی مرغلرو میندل، هم د تیرو وختونو په لمن کی آسانه کار او د هروګړی په صلاحیت کی، ندی، خو ریاض احمد خان چکنوری په داسی هڅو کی بریالی او غښتلی ښکاری، ولی ښایی چی د داسی یو حقیقت نه هم سترګی پټی نشی، چی انعکاس یی د بلخی مولانا په وینا کی متجلی شویده، څرنګه چی وایی:

  ګر بریزی بحر را در کوزه ای

چند ګنجد قسمت یک روزه ای

کتاب په خورا ښکلی صحافت، د لوړکیفیت لرونکی کاغذ، په ځلانده تورو (فانت) باندی  په ۳۰۷ پاڼو کی لیکل شوی دی، چی لوستل یی حتی د هغه لوستونکو دپاره، چی زما په څیرد سترګو تکلیف هم ولری، بی ربړه بریښی.

دی کتاب زموږ د ژوند د دوری د واقعاتو او حواثو په اړه، دائرة المعارفی معلومات په خپلو پاڼو کی نغښتی دی او په حقیقت کی د یوه موجز او مختصراو مستند تاریخ حیثیت هم لری، چی کیدای شی د واقعاتو د برسیره کولو پلتونکو او په تیره د راتلونکی نسلونو دپاره د یوه مؤخذ په توګه تری ګټه واخستل شی.

مرحوم سناتور صاحب د معروف مجاهد، ملا صاحب چکنور زوی کیده، د چکنور ملا صاحب کوم مهال چی د لمړی ځل دپاره کابل ته راغی، نو اعلیحضرت امان الله خان یی د څرخی پله پوری استقبال ته ورغلی وه.

د چکنور ملا صاحب، هم په مومندو او هم په شینوارو کی د لوی محبوبیت خاوند و، مخصوصاْ د شینوارو خلکو ورته خاص ارادت درلود، سناتور صاحب چکنوری هم د پلارد سجاده نشین په توګه د داسی مریدانو د ارادت نه برخورداره و.

زه ۷۰ کاله دمخه چی د ښوونځی په څلورم ټولګی کی وم، د سناتورصاحب سره چکنورته تللی وم، ما د لواړګی د مشرانو هغه اخلاص او ارادت ولید، چی د سناتور صاحب لیدو دپاره چکنور ته راغلی وو.

زما دواړه نیکونه، غازی دوست محمد خان او یار محمد خان، د چکنور ملا صاحب د مریدانو په حلقه کی شامل وو.

سناتورصاحب وروسته د مومندری د سیمی د وکیل په توګه انتخاب شو، بیا وروسته یی د اعلیحضرت لخوا، د انتصابی سناتور په توګه وظیفه اجراء کوله.

سناتور صاحب تقریباْ شل کاله پارلمانی وظیفه په غاړه درلوده.

سناتور صاحب د دوستانو په حلقه کی د آغا جان په نامه شهرت درلود او هیڅکله چا ورته د وکیل یا سناتور صاحب خطاب نه کاوه، ولی په کور کی به ورته ټولو زما په شمول آغا لالا، وایه.

آغا لالا که څه هم زما د بزرګواری ترورڅښتن کیده خو ما ته یی د سکه او ډیر مهربان ماما حیثیت درلود، او ما هیڅکله خپل دری واړه ترونه د آغا لالا د نوکانو سره هم نه برابرول.

اغا لالا صاحب چی د ادیبانو د محافلو په حلقه کی یو ځلانده ستوری وه، زه به یی تل د ځان سره، داسی غونډو او محافلو ته بوتلم، ددی ادیبانو د یو تعداد غړو نومونه دادی: استاد سید شمس الدین مجروح صاحب، پوهاند استاد رشتین صاحب، استاد خادم صاحب، بختانی صاحب، ارسلان سلیمی، شهید سیلاب ساپی، اجمل خټک، استاد بینوا صاحب، خان محمد ایوب خان اڅکزی صاحب، مولوی بلبل افغان، عبدالوکیل صداقت، ننګ یوسفزی او داسی نور.

د سناتور صاحب په دی کتاب کی دوه دری خبرو زما توجه زیاته جلب کړه، یو د هغو څخه دا روایت دی چی د ۱۳۴۳ بنسټیز (اساسی) قانون په مشورتی کمسیون کی د ۲۹ غړو څخه، دری غړو د ګډون نه ځان وژغوره، دا دری غړی عبارت دی له غلام محمد غبار، علامه صلاح الدین سلجوقی او آصف سهیل.

تر هغه ځایه چی زه اټکل کولای شم د غلام محمد غبار د نه ګډون دلیل د هغه بلشویکی او انقلابی نظریاتو اغیزه وه چی د اعلیحضرت د دوری دیموکراسی ته یی د بورژوازی او فیودالانو دیمواکراسی په سترګه کتل، د یادولو وړده چی ما د غبار د نظریاتو او حتی دده د درواغو په ارتباط تقریبا ۱۵ مقالی د آریانا افغانستان په ویب سایت کی نشر ته سپارلی دی چی کیدای شی، یوه ورځ د یوی رسالی په توګه خپورشی.

د دوهم وګړی، یعنی آصف سهیل د نه ګډون دلیل دا وه، چی سهیل د سردار صاحب داؤد خان د ګوډاګی حیثیت درلود، شهید سردار صاحب هماغه رنګه چی په هیواد کی د لمړی ډیموکراسی علم بردار، غازی شاه محمود خان د دوری ډیموکراسی د خپل «ملی کلپ یا کلوپ» له لیاری تخریب او سبوتاژکړه، د پادشاه د ډموکراسی د بریالیتوب هم مخالف و.

اما د دریم وګړی، یعنی صلاح الدین سلجوقی، چی نهایت محافظه کاره یو شخصیت و، د نه ګډون په دلیل پوه نشوم.

په دی کتاب کی سناتور صاحب زموږ د تاریخ د ځینو لویو رجالو او پوهانو متعلق هم څه لیکنی لری چی دلته یی د مبارکو نومونو تذکر ضروری بولم:

ایمل خان مومند بابا، رحمن بابا، فخر افغان خان عبدالغار خان، محمد ګل بابا، استاد امیرحمزه شینواری، پوهاند استاد رشتین، استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت او مولوی بلبل افغان.

مولوی بلبل افغان د مومندری د لالپوری یو اخلاقی او ادبی شخصیت و، د سناتور صاحب په روایت: چی څه مهال د استقلال او د نجات د ډګر ستراتل، لوی محمد نادرخان، ډکی ته راغلی و، مولوی صاحب بلبل افغان، د خیر مقدم ویلو په ترڅ کی ورته یو نظم هم اورولی و، نوغازی نادرخان ورته د «بلبل افغان» خطاب ورکړی و.

سناتور صاحب لیکی چی په هغه وخت کی چی سردار صاحب داؤد خان د مشرقی تنظمیه رئیس او عسکری قوماندان و، د کوم مخبر د شیطانت او رذالت، له امله  بلبل افغان د محبوس په توګه کابل ته ولیږه. او هغه مظلوم ۱۸ کاله په زندان، توقیف او تبعید کی تیرکړل، چی بالاخره سردارهاشم خان ته د غلام نبی خان چکنوری د شفاعت په نتیجه کی، آزاد او خپل کلی، لالپوری ته ستون شو.

سناتورصاحب په دی مورد کی لیکی:«کله چی زما د صدراعظم محمد هاشم خان سره د الوداعی ملاقات وشو، ما ورته د بلبل صاحب د تبعید نه د آزادیدو خبره وکړه، صدراعظم صاحب د لږ تأمل نه وروسته، د ضبط احوالات رئیس، محمد شاه خان ته وویل (شش ماه بعد آزاد شود)، ما تکرارعرض وکړو چی دا مخکۍ شپږ میاشتی د کابل سوړ ژمی را روان دی او بلبل افغان څه د عمر په لحاظ او څه د ناروغۍ له کبله ډیر ضعیف شوی دی او ډیر بی آزاره انسان او صرف یو شاعر دی، که د نظربندۍ په حالت کی مړشی، نو د حکومت د بدنامۍ سبب به شی.

صدراعظم هاشم خان په تعجب سره ماته وکتل، څرنګه چی زما هم ځوانی وه او د دربار د نزاکتونو خیال می نه ساته او صدراعظم صاحب هم زما د بزرګوار والد صاحب خاطر په نظر کی ساته، نو آخر یی وویل:«خوب رها شود»

په پورتنی روایت کی یوه مطلب زما دپاره خورا د توجه وړ وګرزید، او باورلرم چی دوهم لوستونکی به دی ټکی متوجه شوی نه وی او نه به ورته متوجه شی، او دا ټکی ارتباط نیسی د سردارهاشم خان کرکټر او سیکالوژی پوری.

سردارهاشم خان د کرکټر او سیکالوژی له لحاظه د شوروی مشر (ستالین) ته ډیر ورته و، هماغه رنګ چی د ستالین په حضورکی چاته د دوهمی خبری مجال نه و میسر، همدا راز، د سردارهاشم خان د تصمیم او نظرسره، په تخالف کی دوهمه خبره، د ځان سره دشمنی وه، ددی تمهید څخه وروسته به بیا د غلام نبی خان چکنوری د هغه د ملاقات روایت ته راستون شم چی مرحومی د سردار محمد هاشم خان سره درلود، اوهغه داچی د چکنوری صاحب د مولوی بلبل افغان د خلاصون دپاره د دوهم ځل دپاره د سردار هاشم خان سره د استدلال په نتیجه کی، سردارهاشم خان چکنوری صاحب ته په «تعجب» سره کتلی دی، داسی واقعیت څرګندوی چی څنګه ممکنه ده چی یو شخص دده د تصمیم نیولو او امر کولو با وجود دده سره بیا د استدلال میز ته کینی، د چکنوری صاحب استدلال د سردارهاشم خان په نظر یو ناشونی او نا ممکن کاروه.

خو چکنوری صاحب په خپل روایت کی، ددی علت په خپله روښانه کړی دی، په دی مفهوم چی :

لمړی: زه زلمی وم او ما  د دربار د نزاکتونو سره آشنایی نه درلوده.

دوهم: سردارهاشم خان زما بزرګوار پلار ته خورا احترام درلود.

د دی په څنګ کی چی چکنوری صاحب دا بی څاری جسارت، چی مظلوم بلبل افغان یی د سردارهاشم خان د ظلم نه خلاص که، د قدر وړ خبره ده، خو په واقعیت کی د چکنوری صاجب سره، د خپل بزرګوار پلار یعنی د چکنور ملا صاحب د روحانیت برکت ملګری و، چی سردارهاشم خان ورته د احترام په سترګه کتل او دده هیله او ابرام یی د بلبل افغان د خوشی کیدو په حقله منلی او هضم کړی دی.

دلته به بی ځایه نه وی چی د پورتنی مطلب سره په موازی او مساوی توګه د محترم ښاغلی حفیظ الله خان کرزی، چی د معین صاحب خیروجان څلورم زوی کیږی یو روایت ، وطنوالو سره شریک کړم، کوم چی ما د کرزی صاحب د خولی څخه اوریدلی دی، په دی تفصیل:

حفیظ الله خان کرزی صاحب وایی په هغه مهال چی عبدالهادی خان داوی، څوارلس کاله د دهمزنګ په محبس کی محبوس و، یوه ورځ د عبدالهادی داوی مور زموږ کورته راغله او زموږ د پلار، معین صاحب خیرو جان نه یی هیله وکړه چی د هغی د زوی په خلاصون کی چی خورا ضعیف شوی او صرف هډوکی ور پاته و، ورسره مرسته وکړی.

معین صاحب خیرو جان د عبدالهادی خان داوی د شفاعت دپاره د صدراعظم هاشم خان حضور ته ورغلی دی، په دی ملاقات کی د معین خیرو جان سره د کابینی کوم وزیرهم ملګری و، معین صاحب خیرو جان سردارهاشم خان سره د عبدالهادی خان داوی د خلاصون په حقله خبری شروع کړی دی اوهاشم خان ته ویلی دی چی د داوی سره دی د شرع نه کار واخلی، د خبرو په جریان کی هغه وزیرهم د معین صاحب خیرو جان د خبرو په تأئید څه اظهار نظر کړی دی.

دهغه وزیر د خبرو سره سم، د سردارهاشم خان سترګی ورته برګی شوی او په آمرانه او تهدید لرونکی بڼه یی ورته ویلی دی:«چی ګفتی؟» هغه وزیربیریدلی  او معذرت یی غوښتی دی او هاشم خان علاوه کړیده چی:«خیرو جان خو یک دیوانه آدم است، تو کیستی که شفاعت داوی را میکنی؟»

دلته د یادولو وړ ده چی مرحوم معین صاحب خیرو جان د لوی کندهار یو لوی معزز ولسی مشر وه او په کلکه د غازی محمد نادرخان په حمایت کی ولاړ و، نو ځکه سردارهاشم خان ته نازولی و.

زما مرحوم پلار هم د سردارهاشم خان د کرکټر په مورد کی مماثل روایت درلود چی د تفصیل نه یی تیریږم.

د یادونی وړ ده چی په دی کتاب کی د مرحوم سناتورصاحب اغه جان چکنوری، هغه شریفانه تذکرات چی زما د مرحوم پلار، غلام قادر مومند، د شخصیت، لیاقت، اهلیت او د هیواد د یوه صادق خدمتګار په توګه یی څرګند کړی دی، زما خاصه توجه جلب کړه او د سناتور صاحب د لیک هغه محتویات یی را په زړه کړل چی تقریبا دیرش کاله دمخه یی ما ته را لیږلی و، سناتور صاحب لیکلی چی د جمعی په کومه ورځ د پیښور د مهابت خان لوی تاریخی جومات ته تللی و، په دغه جمعه د هیواد د شمالی صفحاتو یو واعظ د خپلو خبرو په ترڅ کی وویل چی یو واقعی مسلمان داسی وی لکه «غلام قادرخان حکمران»

د سناتور صاحب دی روایت، زما د مرحوم پلار،غلام قادر مومند په ارتباط، زه یوی بلی دنیا ته بوتلم، په دی مفهوم چی څنګه ممکنه ده چی د غلام قادر خان د وفات نه دیرش کاله وروسته، په جهادی دوره کی چی رهبرانو یی ځان د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه نه خورا لوړاو پورته ګاڼه د شمالی صفحاتو یو غیر پښتون واعظ زما د پلار به مورد کی داسی اظهار نظر کوی، واقعا زما او زما د کورنۍ دپاره یو تاریخی افتخار او طلایی روایت ګڼل کیږی.
هیله ده ددی کتاب په مجدد خپر ولو کی دوه لاندی ټکو ته پاملرنه وشی:

لمړی – باید د سناتور صاحب، د ژوند د مختلفو ادوارو، مبارک عکسونه او فوټو ګانو ته ځای ورکړل شی.

دوهم – همدا رازد مندرجاتو په فهرست کی، د مطالبو صفحات باید ذکر او څرګند شی.

په کتاب کی یوه کوچنۍ لفظی اشتباه هم لیدل کیږی او هغه داچی د کتاب په ۲۷۶ مخ کی د فخرافغان پاچا خانصاحب په مورد کی لیکل شوی دی:«د خدایی خدمتګارو د تحریک قائد، د شلمی پیړۍ مشهور پښتون مبارز او په دغه مسیرکی د دری لسیزو ورهخوا د بیلا بیلو زندانونو بندیوان پاچا خان، خان عبدالغفار خان او …»

پورتنی پارګراف د فخر افغان د ملی او منطقوی لوی او ستر شخصیت په مورد کی د یوی واقع بینانه او حق طلبانه نطر په توګه د ستایلو وړدی، خو اشتباها، د «بندیوان» کلمه د محبوس او زندانی په مفهوم استعمال شویده، په داسی حال کی چی د بندیوان کلمه د زندان د «محافظ» یا په انګریزی ژبه د «ګارد» معنی ورکوی، هیله ده چی په راتلونکی کی دا کلمه هم محذوف او اصلاح شی.

زه ددی کتاب نشرولو ته د یوه ملی خدمت په سترګه ګورم او منلی او ښاغلی حاجی ریاض احمد خان چکنوری ته مبارکی وایم، لوی خدای دی دده پر حسناتو، خپل فیوض او برکات لا نور هم زیات کاندی.

دا کتاب ما ته د خپلی کشری ترورزۍ په وسیله راورسید، ما کتاب «ښکل» کړ او خپلی ترورزۍ ته می وعده ورکړه چی زه به پرکتاب یوه لیکنه کوم.

د کتاب د محتویاتو په لوستلو سره زه د هغی لیکنی سره مخامخ شوم چی ما ولس کاله پخوا د فضائل همراه جناب اغا لالا صاحب(سناتور صاحب چکنوری) د المناک وفات په حقله لیکلی او پیښور ته استولی وه، خو زما نه، دا لیکنه بیخی هیره شوی وه.

اوس همدا لیکنه د یو سلسله تغییراتو او تعدیلاتو سره یو ځل بیا د آریانا افغانستان او د دعوت د ویب سایتونو له لیاری خپرول غواړم تر څو لکونو و طنوالو ته یی د لوستلو فرصت ترلاسه شی.

د لیکنی عنوان دی:

              د چکنور د روحانیت په خانقاه کی وروستۍ ډیوه خاموشه شوه

د ننی کال «۱۹۲۵م» د تاریخ نه اګاهو ۱۰۷ کاله دمخه د مومندری د تاریخی کلی، چکنور په خانقاه کی د غازی او مجاهد، چکنور ملا صاحب په کور کی یو ماشوم وزیږید، ددی ماشوم نوم «غلام نبی» وټاکل شو.

د چکنور خانقاه، ځانله د روحانیت یو مرکز نه و، هلته ځانله د یکتا پرستۍ او حق پرستۍ تبلیغ نه کیده، هلته ځانله د تصوف او عرفان، ډیوه نه وه روښانه، هغه یواځی د درویشۍ ځاله او زانګو نه وه، بلکه هلته د اسلامی هیواد او مسلمان ملت  د ناموس د ژغورولو او انګریزی ښکیلاک او استعمار پرعلیه، هغه هڅی روانی وی، چی هغی نه یی د غازیانو د عزم، ایثار، قربانۍ، فداکارۍ او ملی او اسلامی قیام او غورځنګ، یو تود سنګر جوړ کړی و.

څرنګه چی هر انسان او هر موجود او د طبیعت هره پدیده د خپل محیط، سیاسی، اقتصادی، ثقافتی او کلتوری شرایطو، ضوابطو، عواملو، او علتونو زیږنده ده او دا د انسان د رشد او تکامل، ودی، انکشاف، معنوی صعود او نزول، تعیین کوونکی او مجبره علل او عوامل بلل کیږی، نو زما د لیکنی کرکټر یعنی د چکنور ملا صاحب فرزانه فرزند، شخصیت، په همداسی یو شرایطو کی وده او انکشاف وکړ چی د خپل پیاوړی او معروف پلار د وفات نه وروسته، د روحانیت د مقام او خپلی سیمی د ټولنی، روحانی او معنوی لارښود او د مشرۍ او لارښودنی پګړی دده په سر وتړل شوه او خپل قام او ولس مشر شو، دا د ولس او قام نوی مشر چی مغفور پلار پری غلام نبی نوم ایښی و، خپل قام ورته د «آغا جان» لقب او خطاب ور کړ.

خو د خورا تعجب خبره دا ده چی غلام نبی خان د لس کلنۍ په عمر د خپل بزرګوار پلار د سیوری، لار ښودنی، تعلیم او تعلم، حمایت او صیانت، مهراو محبت نه، محروم او یتیم پاتی شو، ده بل ورور ندرلود، دی د تره د شتون او لارښودنی نه محروم وه. دده د روزنی او پالنی یواځنی کس، دده بزرګواره مور وه چی د چکنور بی بی باندی یی شهرت درلود، زموږ ټولینیز ژوند داسی دی چی میرمنی د کور د محدودی نه بهر د نظارت او مراقبت او کنترول او پالنی امکانات نلری، او بهرنی علل او شرایط ممکن يو ځوان هلک د انحراف خواته سوق کاندی، ولی د ځوان غلام نبی خان د شخصیت به تومنه کی داسی اصالت او اصلیت او فطری او جبلی نجابت او شرافت پروت و، چی ده د خپل استعداد او متعالی ظرفیت په برکت څرګنده او ثابته کړه، چی دده مرحوم پلار په فقدان کی د چکنور د زعامت او لنګر د تشوالی خلاء محسوس نشوه، او ده دداسی ستر مسئولیت او مشرۍ، شمله تر وفاته جګه وساتله.

آغا جان یا آغه جان ته په ځوانۍ کی د خپل کور او کورنۍ نه بر سیره د خپل کلی د چکنور د حدودو او ثغورو نه بر سیره، د ټولی مومندری د تر څنډو پوری د مومندو او شینوارو د ولسونو د مشکلاتوحل کولو پيټی ور په غاړه شو.

آغا جان د خپل فطری او طبیعی خدا داد، استعداد له برکته د خپل ټاټوبی او چاپیریال او میښت ولس، ټولنیزو مشکلاتو ته داسی په تدبیر، تدبر، فراست، ذکاوت، پوهی، درایت او میړانی غیږه او ډغره ورکړه چی په لږه موده کی یی دده نه د ټولی مومندری، بِلا رقیب او لامتنازع مشر جوړکړ.

څرنګه چی آغا جان د روحانیت د یوه مرکز او محور وارث و، د چکنور خانقاه او لنګر ته به ډلی ډلی مریدان، ارادتمندان او اخلاص مندان دده لیدو ته په پرګنو را روان وو او خپلو ستونزو د حل دپاره یی دده د مرستو او د خیرد دعاګانو التجاء، او استدعا کوله.

ولی آغا جان د خپل شخصیت د ودی او تکامل په مسیر کی، نور نو ځانله یو روحانی شخصیت نه، بلکه یو ولسی او قامی جرګه مار او سپین ږیری مشر او لار ښود شو، چی دده په تدبیر به د کورنیو او ولسونو ذات البینی شخړی او ستونزی حلیدی او کینی او تربګنۍ به خپل ځای صلحی، اسلامی اخوت او د پښتونوالی عزیزولۍ ته پریښود.

کوم مهال چی آغا جان د خپل عمر۳۷ کلنۍ پړاو ته ورسید، نو د مومندری ولس دده نه وغوښتل چی د افغانستان د دولت په شوری کی د دوی د حقوقو او تمنیاتو د وکالت وظایف په غاړه واخلی.

اغاجان د ولس دی هیلی ته لبیک ووایه او د انتخاباتو په نتیجه کی، د مومندری د سیمی منتخب وکیل وټاکل شو، دی، دری واره د شوری او ولسی جرګی غړی و، او په هیواد کی د دیمو کراسۍ د ټینګیدو وروسته د ننګر هار ولایت د سناتور په توګه یی د مشرانو جرګی عضویت ترلاسه کړ.

سناتور چکنوری د ژوند په مختلفو پړواونو کی د یوه څو بعدی متبارز شخصیت په توګه څرګند شو، په دی معنی چی د روحانی او ولسی شخصیت نه بر سیره یو سیاسی شخصیت هم وګرځید.

څرنګه چی دده  د روابطو او علایقو لمن د کلی او ولس نه بر سیره د دولت پارلمانی ارګان او د دربار په سویه پراخه او وسیع شوه، نو مجبور شو د پورتنیو مکلفیتونو په نظر کی نیولو سره د چکنور د لنګر او خانقاه نه، کابل او جلال کوټ ته په کډه شی.

وکی آغا جان په شوری او ولسی جرګه کی، دولس کاله د مومندری د ولس او خلکو د استازی په حیث پاتی شو او ښه دروند پرستیژ یی تر لاسه کړ.

تر هغی وروسته د جنت مکان اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د فرمان په اساس باندی د مشرانو جرګی انتصابی سناتوروټاکل شو.

 د حسن شرق او دهغه د ملګرو د سرطانی کودتا په نتیجه کی سلطنتی نظام ړنګ، ثلاثه قوا، اساسی قانون، د مطبوعاتو آزادی، ګوندی فعالیتونه، د پوهنتون د استادانو او محصلینو اتحادیی، او لس کلنه دیموکراسی ختمه او پرځای یی د شوروی اتحاد او کرملن او کی – جی  – بی  چپی ګوډاګیانو او ایجنټانو پلیسی حکومت چاری او واګی په لاس کی ونیولی، چی طبعا د ولسی جرګی او مشرانو جرګی د انحلال سره، سناتور صاحب چکنوری په کور کیناست.

د سردار داؤد خان د شهادت، او پرچمیانو او خلقیانو د مستقیم نمرودی حکومت د استقرار سره، ملیونونو وطنوالو د پښتونخوا سیموته او همدا راز ایران ته په مهاجرتونو شروع وکړه.

د هیواد ډیرو سیاسی، علمی، ادبی او روحانی شخصیتونو د نړۍ مختلفو هیوادونو ته په مهاجرت مجبورشول، محترم سناتور صاحب چکنوری هم د خپلی کورنۍ د غړو سره د مومندو د لیاری څخه د پښتونخوا مرکز، پیښورته په مهاجرت مجبور شو.

فضیلت مآب چکنوری صاحب په پيښورد جهادی مشرانو د عالی شوری عضویت تر لاسه کړ، ولی د چکنوری صاحب سیاسی پوهه او خبرت په دی کی وه، چی دوی خپل ځان، هيڅکله بد نامه جهادی تنظیمونو پوری منسوب نکړ او د خپل موقف استقلالیت او پت او عزت یی وژغوره.

د علامه داکټر اقبال کره وینا ددوی په مورد کی صدق کوی چی وایی:

                     ای خوش آن جوی تُنُک مایه که از ذوق خودی

                      در دل  خاک  فرو  رفت و به  دریا  نرسید

د شوروی اتحاد د نظامی شکست نه وروسته، تش په نامه جهادی تنظیمونو مشران د پاکستان د صدراعئم نواز شریف لخوا د شاه شجاع او ببرک په څیر د یوه کاروان به ترڅ کی کابل ته واستول شول او د کابل په حکومت منصوب شول.

څرنګه چی د سناتور صاحب جهادی فعالیت فی سبیل الله او فی سبیل الوطن وه، د نورو جهادی حریصو مشرانو په څیر چی د چوکۍ او اقتدار لیونیان وه، د خپل سالم ملی او اسلامی وجدان په رڼا کی په پیښور کی پاتی او میښت شو او د خپل ځان او درنی کورنۍ پت او عزت یی د افغانی- پښتنی او محمدی اصولو په رڼا کی، په عالی ترینه طریقه وژغوره.

د سناتور صاحب آغا جان موقف، ایمان او اعتقاد چی څومره  د شوروی تهاجم په مهال مظبوط و، په هماغه موازاتو کی د ناتو د اشغال په وړاندی هم تر وفاته پوری استوار پاتی شو.

روح دی یی تل ښاد وی

                         مرګ صاحبدل جهانی را دلیل کلفت است

                         شمع چون خاموش ګردد داغ محفل میشود

د معذرت غوښتنی التجاء: زه په خپلو لیکونو کی دری ستونځی لرم:

لمړی دا چی زه تایبست نه یم، او په یوه ګوته هر توری او حرف تایپ کوم.

دوهم داچی د عمر د بوډا توپ پړاو دی، او طبیعتا د انسان انرژی او مخصوصا حوصله کمیږی.

دریم هم داچی ما ښپږ میاشتی د مخه، د سترګو د پردو عملیات تر سره کړ خو لا تر اوسه پوری د مناسبو سترګیو یعنی عینکو د لرولو نه محروم یم.

نو د پورتنیو معاذیرو له امله، که په لیکنه کی کوم انشایی او املایی تیروتنی لیدل کیږی، په خپله بزرګوارۍ سره، ما معذور او معفو کاندۍ.

کم ما و کرم شما

و آخر دعوا هم ان الحمد لله رب العالمین

په مینه، اخلاص او درناوۍ

مشکل احمد آریا، فرود آمدن، از …آریایی بودنش است 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.