ویلینټاین؛ یا د مینانو ورځ

لیکواله: فاطمه ملکزۍ

112

چې دې مینې کړم غریب غریب نوازه
دا زه ستانه زه حمزه غریب نوازیم.
حمزه بابا

ولنټاین، چې د فبرورۍ په ۱۴مه نمانځل کېږي، چې دغه ورځ د مینې، محبت او انساني اړیکو د جشن په توګه پیژندل کېږي. دا ورځ د مینه ناکو اړیکو ترڅنګ، د دوستۍ او انساني مینې د ستاینې لپاره ځانګړې شوې ده. د ولنټاین ورځ تاریخي، مذهبي، او کلتوري اړخونه لري چې د وخت په تېرېدو سره په مختلفو شکلونو کې نمانځل شوې ده.

رومیانو په لرغوني زمانه کې یوه مېله لرله چې “لوپرکالیا” نومېده او دا مېله عموماً د فبرورۍ په نیمایي کې نمانځل کېده. د دې مېلې پر مهال به د انجونو نومونه په بکسونو کې اچول کېدل او هلکان به په لاترۍ ډول هغه نومونه را اېستل، کوم هلک چې به د کومې انجلۍ نوم راوخیست هغوی به د مېلې په جریان کې یو بل سره ملګرتیا کوله. که هغوی به یو بل سره خوښ کړل نو واده به یې کاوه؛ که نه، نو بیا به جلا کېدله.

وروسته، کلیسا پرېکړه وکړه چې دا دودیزه مېله په یوه مذهبي مېلې بدلې کړي او د دې ورځې لپاره یې د “سینټ ولنټاین” نوم غوره کړ، تر څو د هغه یاد ژوندی پاتې شي.

لومړنۍ د ولنټاین ورځ په ۴۹۶ میلادي کال کې ولمانځل شوه.
په عیسوي تاریخ کې د دې ورځې مشهور شخصیت سینټ ولنټاین دی، چې په دریمه پېړۍ کې د روم یو عیسوي راهب و. هغه د کلاډیوس دویم په وخت کې، چې یو ظالم امپراتور و، د مینې او محبت لپاره قرباني ورکړه.
بیت
زړګيه راز د ميني پټ وساته
خير دي که ژوند په اسويلو تيريګي
حمزه بابا

کلاډیوس په دې باور و چې مجرد نارینه د جګړې لپاره غوره جنګیالي دي، نو ځکه یې پر ځوانانو د واده بندیز ولګاوه. خو سینټ ولنټاین په پټه د ځوانانو واده کولو ته دوام ورکړ. کله چې امپراتور له دې خبرې خبر شو، نوموړی یې زنداني کړ. په زندان کې، ولنټاین د زندان د ساتونکي ړندې لور سره مینه شروع کړه او د اعدام په ورځ یې هغې ته د زړه خبره په یو لیک کې ولیکله. د لیک په پای کې یې لیکلي وو: “ستا د ولنټاین له طرفه.” هغه په ۲۶۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۴مه اعدام شو.

منی د مینې د غمګینو غزلونو دیوان
میناتوري یې چې په اوښکو د رنجو شوې وه
(کاروان)

وروسته، روم کاتولیک کلیسا د پخوانیو دودونو پر ځای د فبرورۍ ۱۴مه د مینې د نمانځنې ورځ اعلان کړه، ترڅو د سینټ ولنټاین قرباني ژوندۍ وساتي.
د منځنیو پېړیو پر مهال، د سینټ ولنټاین کیسې د خلکو لپاره د محبت او قربانۍ سمبول وګرځېدې. د شاعرانو او لیکوالانو لخوا د دې ورځې نمانځنه په اروپا کې ډېره مشهوره شوه.

نن ورځ د ولنټاین ورځ په ټوله نړۍ کې د مینې د څرګندولو لپاره په مختلفو دودونو سره نمانځل کېږي. د دې ورځې ځینې مشهور سمبولونه دي:

• سره ګلان، چې د مینې نړیوال سمبول دي.

• چاکلېټ، چې د خوږو احساساتو څرګندونه کوي.

• کارتونه، چې د مینې پیغامونه پکې لیکل کېږي.

• زړه، چې د محبت او خوښۍ نښه ده.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دې ورځې نمانځنې دودونه توپیر لري. په لویدیځو هېوادونو کې خلک خپلو ملګرو ته ګلان، چاکلېټ، او ځانګړي پیغامونه لېږي.

په اسلامي هېوادونو کې د دې ورځې په اړه متفاوت نظرونه شتون لري. ځینې خلک یې د مینې د څرګندولو لپاره یوه ځانګړې ورځ ګڼي، خو ځینې یې د غربي کلتور تحمیل بولي او مخالفت ورسره کوي.

د ولنټاین ورځ اقتصادي اهمیت هم لري. د ګلونو، چاکلېټو، او ډالیو پلور په دې ورځ په بېساري ډول لوړ کېږي. په دې ورځ رستورانتونه، هوټلونه، او نور ځایونه ځانګړي نمانځنې وړاندې کوي،د ولنټاین ورځ په ځینو ټولنو کې د مخالفتونو سره مخ ده. مذهبي ډلې او دودپاله ټولنې د دې ورځې نمانځنه د خپلو ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼي. دغه مذهبي مشران باور لري چې د دې ورځې ريښې د عیسوي تاریخ او بت‌پرستۍ سره تړاو لري، نو په اسلامي ټولنو کې یې نمانځنه د اسلامي ارزښتونو خلاف بولي.

که څه هم د ولنټاین ورځ د مینې ورځ ګڼل کېږي، خو د دې اصلي پیغام یوازې د مینه ناکو اړیکو لپاره نه دی. مینه د انسانانو ترمنځ د اړیکو او انساني ارزښتونو بنسټ دی.

د اسلامي کلتور له نظره، مینه د ژوند اساسي برخه ده، خو باید د شریعت او اخلاقي چوکاټونو دننه څرګنده شي. او د مینې نمانځل یوازې یوې ورځې ته نه، بلکې د ژوند هرې لحظې ته اړینه ده.

د ولنټاین ورځ د مینې، احترام، او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو سمبول دی. له دودونو پرته، د دې ورځې اساسي پیغام د محبت خپرول او د نفرت مخنیوی دی.

په یوه ظالمه وږې مینه کې فنا فنا یم
ستوري سپوږمۍ او د وطن د آسمان تلې خورمه
(کاروان)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.