اوکراین د ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې د دې هېواد د نیمایي معدني زیرمو حقونه ترلاسه کړي.

100

ټرمپ د اوکراین د طبیعي سرچینو ۵۰٪ د برخې غوښتنه کړی،خو د زلنسکي لخوا دا وړاندیز رد شوی دی.
د Financial Times د سرچینو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ژر تر ژره یوه هوکړه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې امریکا د اوکراین د طبیعي سرچینو ۵۰٪ حقونه ترلاسه کړي.

زلنسکي هڅه کوي چې له امریکا او اروپایي هېوادونو څخه د امنیتي تضمینونو ترلاسه کول د نادره ماینرالي منابعو له هوکړې سره وتړي.
خو د ټرمپ وړاندیز شوی هوکړه ښيي چې د کانونو انتقال به د اوکراین اوږدمهاله امنیت تضمین نه کړي، بلکې یوازې به د امریکا حضور ته لاره هواره کړي.

سربېره پر دې د ټرمپ د هوکړې یو بل مهم جنجالي ټکی دا دی چې امریکا غواړي یوازېنی شریک پاتې شي.
خو زلنسکي هڅه کوي چې اروپایي هېوادونه هم د اوکراین د کانونو د استخراج برخه وال شي.

بلخوا امریکا په دغه برخه کې د اروپایانو ګډون نه غواړي او غواړي چې دا بازار یوازې د دوی تر کنټرول لاندې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.