د مړه آس تیوري

ژباړن: عمرګل عمر

168

د “مړه آس تیوري” یوه طنزیه استعاره ده چې تشریح کوي چې څنګه ځینې اشخاص، ادارې یا ټولنې د یو ښکاره مشکل سره داسې چلند کوي لکه دا چې واضح نه وي.

د حقیقت د منلو پر ځای، دوی دا نظر انداز کوي او هڅه کوي چې وضعیت سم ثابت کړي.

مفهوم یې ساده دی:

که تاسو ته معلومه شي چې تاسو په مړه #آس سپاره یاست، نو تر ټولو ښه او اسانه حل دا دی چې تاسو یې پرېږدئ. خو په حقیقت کې، ځینې اشخاص، ادارې، یا ټولنې د تسلیمېدو پر ځای لاندې اقدامات ترسره کوي:

نوې زین راوړل. مړه آس ته خوراک ورکول. سوارلۍ بدلول. څارونکی له دندې لرې کول او بل کس ټاکل.

د آس د سرعت د زیاتولو پر لارو چارو د بحث لپاره غونډې جوړول. د مړه آس د مطالعې او د وضعیت د تحلیل لپاره کمیټې او دندې ټاکل. دا #کمیټې میاشتې میاشتې کار کوي، بیا راپور وړاندې کوي او د مړه آس د حل لپاره وړاندیزونه وړاندې کوي.

په پای کې، همغې نتیجه ته رسېږي چې له پیله معلومه وه: آس مړ دی.

خو د دومره زیاتو هلو ځلو، منابعو او وخت ضایع کېدو وروسته، بیا هم د حقیقت له منلو ډډه کوي. د ځان د ثابتولو لپاره، دوی د مړه آس پرتله له نورو مړو آسونو سره ادعا کوي چې دا د مناسبې روزنې د نشتوالي له امله مړ شوی، نو د آس لپاره د روزنیز پروګرام وړاندیز وړاندې کوي.

د دې پروګرام لپاره د بودیجې زیاتوالي ته اړتیا لیدل کېږي. په پای کې، دوی د “مړ” کلمه بیا تعریفوي، ترڅو ځانونه قانع کړي چې آس لا هم ژوندی دی. د دې نظریې نه اخیستل شوی درس: دا #نظریه ښيي چې څومره خلک د حقیقت د منلو پر ځای، بې‌ځایه هڅې کوي، وخت او منابع ضایع کوي، او د حل پر ځای ځانونه په ځان غولونه بوخت ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.