ایا دا هم افسانه ده؟

قاسم باز

208

د نړی اکثره ثروتمن او غیر ثروتمنده، متمدن او غیر متمدنه هیوادو وګړی ، ځانګړی اجتماعی ، فرهنګی او افسانوی افتخارات لری چی د دی جملی هیوادونو څخه افغانستان ، ایران او عربی هیوادونه مستثنا ندی .
خدای دی نکړی ، چی زما ګران هیوادوال زما د لاندینی شعر څخه په خپل ذهن کی غلط برداشت او تصویر ترسیم کړی او یا هم وانخلی .
زما موخه دلته د څو ځانګړو، جداګانه عقایدو مقایسه او ورته والی دی . دا ډول نظریات په ټولو ادیانو او مذاهبو کي هاغه که بودایی دی که یهودی، عیسوی دی او که اسلامی وجود لری.

زه چُپ زه ګنګه .
ایا دا هم افسانه ده  ؟

که “رستم ” وی عمر کړی سوه کاله ، حقیقت وی
د ” نوخ ” سوه کاله عمر یوه بی ځایه افسانه ده ؟
که د “دوش ضحاک ” له مخه مار پیدا او حقیقت وی
د “موسی” عصا بدله چه په مار شوه افسانه ده ؟
که پرواز د “کیکاووس” بیا د عقاب سره حقیقت وی
“سلیمان” په قالین ناست پرواز چی وکړه افسانه ده ؟
که “سیاوش” بیا سلامت له اوره تیر وی حقیقت وی
” ابراهیم ” چی اور نه ووت دا بی باکه افسانه ده ؟
که “بیژند “وی په اوبو کی وخت تیر کړی حقیقت وی
د ” یوسف ” چاه کی ژوندن بی منطقه افسانه ده ؟
که “کاوه ” , “ضحاک” وی وړی د خپل مخه حقیقت وی
چی “موسی “، “فرعون ” نابود کړ دا د مخه افسانه ده ؟
پرورش د ” زال “، سیمرع سره که دا هم حقیقت وی
د ” یونس ” ژوند نهنګ ګیډ کی، ګوره بده افسانه ده ؟

قاسم باز
سپرنګ فیلد ، ویرجینیا . ۲۵/۱۲/۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.