ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (۱۶مه برخه)

محمد داؤد مومند

201

 ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل با با

 (شپاړسمه برخه)

د مطبوعاتی شخصیت محمد ایوب مومندی د اتیا کلنۍ خاطراتو په لړ کی:

د پل خشتی په جومات کی د محمد ګل مومند، تاریخی وینا:

په ۱۳۱۹ کال په شا او خوا کی چی محمد ګل خان مومند له خپلی وظیفی نه استعفی وکړه، نو په چهاردهی کی په یوه کرایی کور کی اوسیده او جمعی د لمانځه لپاره د پل خشتی جومات ته راته.

یوه ورځ چا ورته د میرغلام محمد غبارد «وطن» اخبار راوړ، چی په هغی کی د میرغلام محمد غبار په قلم، په ده، ډیر تورونه لګول شوی وه، چی یوله هغو په شمالی کی په ده د ظلم او تیری ، بندیان کولو، فرارولو او وژلو تورونه لګول شوی و.

مومند صاحب چی د غبار دا مضمون ولوست، نو مسکی (متبسم) شو او ویی ویل: راځی د جمعی لمانځه وروسته به د غبارصاحب دا سر مقاله د خلکو قضاوت ته پریږدو.

د جمعی لمونځ نه وروسته، یوه شخص په لوړ آواز د محمد ګل مومند د وینا په اړه د خلوکو توجه وګرزوله.

محمد ګل مومند په دروند آواز په سوونو حاضرینو ته وویل چی : ای وروڼو!

دلته خو به هرو مرو د لمانځه د ادا کولو دپاره د شمالی وطنوالو وګړی هم راغلی وی، نو دا دی د غبار صاحب مقاله به ولوستلی شی، نو تاسی چی د خدای کور ته د لمانځه د اداء کولو دپاره راغلی یاست، دا مقاله د زړه په غوږونو واورۍ او بیا خپل خدای جل جلاله حاضر او ناظر وګڼۍ او قضاوت پری وکړۍ.

د غبارمقاله د مومند صاحب یوه ارادتمند ولوستله، خو لا پای ته نه وه رسیدلی، چی له هری خوا ناری پورته شوی او د شمالی د سیمو، بیلو بیلو اوسیدونکو یو به بل پسی رامخته شول او د مقالی د لیکونکی په هره جمله یی نفرین ووایه او ویول چی: د وطن په داسی یوه پیاوړی مسلمان او رښتینی شخصیت پسی داسی تورونه لګول له انصافه څه، چی د مسلمانۍ نه هم لری خبره ده او موږ د خدای په کور کی د خدای د فریضی د اداء کولو لپاره راغلی یو او په لوړ آواز وایو چی:

وزیر محمد ګل خان مومند د هیواد یوغښتلی، مسلمان، حق پالونکی او په وطن مین شخصیت دی، نو که هر څوک چی دده پسی ناروا تورونه لګوی، هغه به د خای د قضاوت په تله کی مختورن او سپک وی او د داسی درغجنو تبلیغاتو مخه باید ونیول شی.

وزیر محمد ګل مومند د یوه مدبر شخصیت په توګه، په دی توګه، خبره د ولس قضاوت او ریفرندم ته راجع کړه.

د محمد ګل مومند د استعفی علت:

مرحوم محمد ایوب مومندی د خپلو خاطراتو په لړ کی د وزیر بابا د استعفی په اړه لیکی:

په  ۱۳۱۹هجری- ش (۱۹۴۰م) کال په شا او خوا کی کله چی مومند صاحب، ډیره لوړه او درنده وظیفه په غاړه درلوده یعنی د قطغن او بدخشان تنظیمیه رئیس و، دی زړه ور او وطنپال شخصیت د وطنوالو د ګټو او منافعو دپاره ځان سپر کړ، په دی تفصیل:

کله چی د اقتصاد وزیرعبدالمجید زابلی لخوا د بغلان د قند فابریکه، پرانستل کیده او په دی مراسمو کی چی سردار محمد هاشم خان صدراعظم او د کابینی ځینو غړو ګډون درلود، د لوی سرمایه دارزابلی لخوا چی د شرکت اساسنامه لوستل کیده، نو تنظمیه رئیس محمد ګل مومند، په ډیر صراحت او لوړ دروند آواز سره زابلی مخاطب او ورته یی وویل چی :«وزیر صاحب دا فابریکه باید د ولس او سیمی د اوسیدونکو په پانګه (سرمایه) جوړه شی، داسی څرګندیږی چی ته غواړی د دولت لخوا او ټول، د دولت په پانګه فعالیت پیل کړی!»

زابلی چی د دولت د نماینده په توګه او د دولت د شتمنیو په ګټه یی فعالیت کاوه د مومند صاحب په ځواب کی په فارسی ژبه وویل :«آقای مومند! تجارت و سرمایه ګذاری مشخصات بخصوص خود را دارد.»

محمد ګل مومند چی د زابلی دا خبره واوریده، پرده یی دومره بد اثر وکړ چی نور یی د شرکت د اساس نامی د اوریدو توان او زغم په ځان کی ونلید او د میز د سر، یوه شیشه یی ډبره یی د زابلی په لور وغورزوله او په خپله له غونډی او مجلس څخه ووت.

مومند صاحب کله چی کابل ته ستون شو، نو بی لدی چی اعلیحضرت یا صدراعظم وګوری ، خپله استعفی یی په لاندی کرښو اعلیحضرت ته واستوله:

«به حضور اعلیحضرت همایونی!

درد ملت چیزی است و خط مشی دولت چیز دیګری، درین صورت محمد ګل بیچاره ، بیش ازاین در جمع نقیضین کاری را که درد ملت را مداوا کند، انجام داده نمیتواند، لهذا مرا مستعفی پندارید.»

په ځواب کی د اعلیحضرت لخوا، داسی یو فرمان صادر شو:

«ع – ش لمر اعلی نشان محمد ګل خان مومند!

معروضه شما مبنی بر علالت مزاج به حضور اعلیحضرت تقدیم و حضور اعلیحضرت، استعفای شما را منظور و شما را به حیث وزیردولت تعیین و مقرر نموده اند.»

ددی فرمان په ځواب کی محمد ګل مومند، دارالتحریر شاهی ته داسی یو مکتوب سپارلی و.

«از لطف و نوازش اعلیحضرت سپاسګزارم، ولی به حیث یک فرد باطل و غیر فعال، نمیتوان وظیفۀ وزیردولت را، انجام دهم»

د تایپست یوه تبصره:

د هیواد په تاریخ کی محمد ګل بابا یواځنی شخصت دی، چی د دولت او دربار د پانګی او شتمنۍ په عوض، د ولس د ګتو او پانګی د مشارکت دپاره په داسی حال کی چی سردارهاشم خان د افغانستان د تاریخ مقتدرترین صدراعظم او د کابینی د ځینو غړو، شرکت درلود، د اقتصاد په وزیر عبدالمجید زابلی باندی د ډبری ګزار کوی او اعلیحضرت ته په خپله استعفی لیک کی، په صراحت سره لیکی چی :«درد و خواستنی های ملت چیزی است و خط مشی دولت چیز دیګری»

یعنی د دولت خط مشی او د ملت تمنیات سره، په تخالف کی قرار لری.

آیا د هیواد په تاریخ کی، بل کوم سیاسی او ملی شخصیت ته دا ممکنه وه، چی ددی واقعی ملی زعیم په څیر دی، هم استعفی ورکړی او هم پادشاه ته داسی اخطاریه استعفی لیک ور، وړاندی کړی؟

این خیال است و محال است و جنون

ددی خبری تذکر هم ضروری بولم چی، د وزیر بابا د استعفی نه یو کال وروسته د دربار وزارت تحویلدار د بابا حضور ته راغی او څه پیسی یی د بابا حضور ته کیخودی.

بابا تری په تعجب سره پوښتنه وکړه چی دا پیسی د څه دپاره دی؟

تحویلدار وویل: صاحب! دا ستاسی د دربار وزارت یو کلن معاش دی.

بابا وفرمایل چی ما خو دربار وزارت ندی منلی، او یوه ورځ هم دربار وزارت ته نه یم تللی، نو څنګه کیدای شی چی زه ددی معاش مستحق وګرځم؟

بابا تحویلدارته امر وکړ چی هغه پیسی بیرته د دولت خزانی ته تحویل کړی.

آیا که بل څوک د محمد ګل بابا په عوض وای، ممکنه ده چی دا معاش بیرته د دولت خزانی ته مسترد کاندی؟

یو بل تذکر هم ضروری بولم او هغه دا چی، ډیرکلونه وروسته، مجید خان زابلی د کونړ ولایت ته د بابا لیدو ته د معذرت غوښتلو دپاره ورغی او بابا دده معذرت ومانه.

د هیواد د پوهانو، علمی او سیاسی شخصیتونو د مقالو سلسله دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا -(۱۵مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.